د مطالعې پرلیکه سیالۍ

لیکوال: م. صادق ودان

241

اکسون مجله، معلوماتي برخه

(د خپلې خاطرې له مخې)
په یوه کورس کې مو د کانکور لپاره اماده ګي لوستله، استاد به تل دا خبره کاوه: “په مطالعې او درس لوستلو ځان روږدي کول ډېر سخت کار دی، خو نه لوستل یې ډېر ساده او اسانه دی کتاب کېده او نور یې مخ وتړئ” اوسمهال چې د دیجیټل نړۍ ده هر څه برېښنایي دي، په هر اعلان، پوسټ، ویډیو او حتی په واټساپ کې هم خبرې او ټولنیز چیلنونه شتون لري چې بوخت مو ساتلی شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۶مې نه تر اوسه په انلاین ډول د مدرسه فلم ماجرا سره ګڼ کورسونه تعقیبوم. دې انلاین کورسونو را زده کړل چې پرته له زم یا ګوګل مېټ څخه واټساپ هم د زده کړې لپاره ښه ټاکنه کېدای شي، نو پرېکړه مو دا شوه چې د خپلو خویندو سره یو ځای (Book Readers) کتاب لوستونکي په نامه ګروپ جوړ کړو. هېڅکله موږ داسې فکر نه کاوه چې یوه ورځ به زموږ د انلاین واټساپ ګروپ دومره ګټور تمام شي. په داسې حال کې چې زموږ په کلي کې د نجونو لپاره ښوونځی نه وو او لا هم نشته خو خویندو مې له مور څخه زده کړه کول. ګروپ کې هره ورځ یو مکلف دی د ورځې راپور ورکړي چې څومره کتاب یې لوستی دی، حد اقل باید لس پاڼې ولوستل شي خو په دې ګروپ کې چې څلور نفره یوو، هرو دوو اونیو کې یو کتاب تمامېږي. بیا پر انستاګرام د هغه کتاب انځور خپرېږي او لنډ معلومات یې هم په اړه وړاندې کېږي. په دې سره مو ګڼ پیغامونه تر لاسه کړي دي، چې غوښتنه کوي په دې ګروپ کې یې اضافه کړو.

په دې لیکنه کې خپلې تجربې شریکوم او له خپلو خویندو سره د مرکې لیکلې بڼه دلته له تاسو سره شریکوم، چې انلاین د مطالعې ګروپ څومره ګټور ورته تمام شوې دي.

مطالعې څه راکړل؟
رسټورانټ او کتاب:
زما په لاس کې کتاب و او په کابل کې د یوه رسټورانټ سهارنۍ بوفه (هغه خواړه چې په خپله خوښه یې را اخلې) تللی وم، د پتنوس په یوه اړخ کې راسره د شکر کتاب هم و، د حساب پر وخت ګارسون راته وویل: چې د دې کتاب انګلیسي بڼه یې پر یوټیوب هم درسره اورېدلی شې، ګټور درته تمامېږي. په همدغه شېبه هغه جمله را یاده شوه چې وایي؛ کتابونه مو د ښو ملګرو لېست جوړولی شي. د ښو ملګرو موندل واقعاً ستونزمن کار دی، بیا هغه ملګري چې د کتاب مینه وال وي، اوس له همدې ګارسون سره ملګری یم او وخت ناوخته د کتابونو راکړه ورکړه سره لرو.

زموږ په کلي کې ښوونځی نشته او ټولو خویندو مې پر مور او ما لوست او زده کړه کړې ده. زما دویمه خور چې مستعار نوم یې اریا دی وایي: «هر کتاب چې لولم په پیل کې نه ورباندې پوهېدم چې څه شی لولم خو اوس د دې ځواک لرم چې پوهه شم چې څه شی لولم، له هر کتاب لوستلو وروسته د کتاب ښکلی انځور اخلم او پر انسټاګرام او د واټساپ پر سټوري یې شریکوم، انجونې پیغامونه راته کوي چې موږ هم په دې ګروپ درسره شریک کړه، نو خپل ورور او خویندو له ګروپ پرته مو اوس دوه نور واټساپ ګروپونه د مطالعې لپاره جوړ کړي چې دې سترې ټولګې زما لپاه نور هم د مطالعې ځواک راکړی دی.»

نو کتابونه مو د ښو انسانانو له ډلې سره نښلولی شي او د داسې ټولګې جوړول او موندل انسانانو ته په ټولنه کې د یوه مثبت بدلون ځواک ورکولیشي.

ذهني ارامښت
په ورځني ژوند له دفتري کارونو یولې بیا کور کې او انلاین هر ځای چې پنا وړې، له یو ډول منفي څپو سره مخ کېږې او د همدې منفي امواجو څخه د لرې کېدو ښه لار مطالعه ده. د رانډا بېرن «شکر» کتاب لوستلو پر وخت چې کوم تمرینونه مې په عملي ډول ترسره کول پر ما یې هم هغه شېبه اغېز کاوه، ذهن به مې ورسره ارامه کېدای او د دې فرصت به یې راکوه چې په ورځني چارو کې سمه پریېکړه وکړم او هغه منفي څپه چې زما و خواته اچول کېده په شکر به مې لرې کاوه.

لومړۍ خور مې چې مستعار نوم یې ادا ده، دوه زامن لري او د هغوی د روزنې ترڅنګ د کور مسوولیت هم پر غاړه لري او د دې ټولو چارو مدیریت کول ورته ګرانه وه، دا وایي؛ «وروسته له هغه چې په دې ګروپ کې غړې یم، مجبوره یم د دې ټولو کارونو ترڅنګ مې خپل ځان ته هم وخت پیدا کړم او حد اقل د ورځې لس پاڼې مطالعه وکړم. زه هم د انسانې په توګه ستړې کېږم او له ستړیا وروسته لومړنۍ څه چې مې په ذهن کې راځي د (Book Readers) ګروپ دی، چې نن بیا خامخا د خپل کتاب لوستلو راپور ورکړم. خوشحاله یم چې په دې ګروپ کې ګډون لرم.»

دا په دې مانا چې کتابونو له موږ سره د خپلې ارزښتمې لارښونې پر بنسټ د رواني فشار د کمښت او ذهني ارامښت جوګه ګرځي، چې نه احسان درباندې کوي چې مرسته یې درسره کړې او نه هم بیا پېغور درکوي چې درد دې ورسره شریک کړی دی.

د بیا ژوند لپاره هڅه
که غواړئ ژوندي پاتې شئ او تاریخ یو ځل بیا تکرار نه کړئ، باید ولولئ او هڅه وکړئ چې د ځان د پوهاوي لپاره لومړني ګامونه پورته کړئ، که نه هېڅوک تاسو ته د لارښوونې مسوول نه دی.

درېیمه خور مې چې مستعار نوم یې نورا ده، وایي: «هېڅکله د زده کړې لپاره ناوخته نه ده، په لومړیو کې چې دې ګروپ کې وم، هره ورځ راته سخته وه چې لس پاڼې مطالعه وکړم او ګروپ کې د خپل لسو پاڼو انځور ولېږم، ځکه دا زموږ لپاره واقعاً جالبه ده چې هر یو په اونۍ کې یو کتاب بشپړ کړو او هغه څه مو چې زده کړې دي له یو بل سره شریک کړو.»

ژوند له هغه چې موږ فکر کوو لنډ دی، سمه ده باید چکر هم ووهئ، له دوستانو سره مجلس هم وکړئ، د دفتر کارونه هم ترسره کړئ، د کور کارونو ته هم ورسېږئ، کورنۍ ته دې هم ورسېږئ، خو د دې ټولو ترنګ باید خپل ذهن ته هم رسېدنه وکړئ، چې هغه مطالعه ده او همدا مطالعه ستاسو ذهن ژوندۍ او ژوند مو روښانه ساتلی شي.

د وخت سپما
ما ډېری کتابونه په ټکسي، هوایي ډګر او الوتکه کې تمام کړي دي. هر ځل چې هرات ته ځم معمولاً له پرواز وړاندې باید په تمه واوسم او پوهېږم چې افغانستان کې پرواز پر وخت نه کېږي او له کابله تر هراته یو ساعت او لس دقیقې الوتنه ده چې که د پیل او پای په تمه پاته کېدل ورسره حساب کړم، کابو څلور ساعته کېږي. نو څور ساعته کې که کوم ملګری یا د کورنی غړی درسره نه وي څومره به موبایل کارئ. دلته په کابل کې که له خپل کوره تر کار ځای پورې ځې نو په ترافیک کې پاتېږې او کله کله د لارې د بندښت له امله یو ساعت ډېر په تمه پاتېږئ، نو تل کتاب راسره وي او کتاب لوستل پېل کړم، هم ثواب او هم خورما چې له دې سره هم سفر راباندې لنډ شي او هم خپل موخې ته ورسېږم. کله داسې هم شوی وي چې د هوایي دګر په تم ځای کې کتاب تمام شوی وي او بیا په زړه کې وایم، که پوهېدای چې دا کتاب خلاصېږي بل مې له ځان سره راخیستی.

مجبوریت نه رضایت
موږ چې دا ګروپ جوړ کړ نو د ګروپ غړو په یوه غږ وویل: «په هېڅ ډول باید بهانه جوړه نه کړو، چې وخت مې د لسوو پاڼو لوستلو ته پیدا نه کړ.» طبیعي ده چې ورځنۍ بوختیاې سړی دې ته نه پرېږدي چې په ستړې ذهن مطالعه وکړې. نو بیا به زه یوازې له دې شرمېدم چې د ورځې په پای کې به مې چې وکتل هرې یوې به د شلو پاڼو د مطالعې انځورونه راولېږم او زه به پاتې وم، نو نه به ویدم کېدم موخې ته به ورسېدم بیا به مې راپور ورکوه له دې سره به روحاً ارامه شوم، چې همدې نسبي فشار دې ته چمتو کړم چې مطالعه د ژوند د بوختیاوو یوه برخه وګرځوم.

ادا وایې: «زه به تل د بهانې پسې وم که ګروپ کې د مطالعې انځورونه ونه لېږم څه باید ووایم، خو وروسته پوهه شوم چې په دې کې زه خپله تاوان کوم او د خپل ورور او خویندو سره مې سیالي پیل شوه، د خپل کور د کارونو له وخت به مې مطالعې ته سپمول.»

اریا وايي: « په پیل کې مجبوره وم چې باید مطالعه وکړم، خو اوس مې په لوست کې ارامښت پیدا کړ، که څوک راپور ونه غواړې زه مې د خپل ورځنۍ مطالعې راپور لېږم.»

نورا وایي: «زما لپاره جالبه ده چې کتاب تمام کړم، بیا د دې کتاب خلاصه نور نجونو ته تعریفوم، د خپلو همزولو غوږ نیول راته جالبه دي او پر دې ویاړم چې دې ګروپ ما ته د ټولنیز فعالیت فرصت راوبښی.»

د مطالعې سره موږ د ذهني ارامښت ترڅنګ په ذهن کې د ویینو غني ټولګه او د ګړدود لپاره د ژبې روانه وینا ترلاسه کړه.

لنډه دا چې اوس مجبور نه یوو، یو بل ته ووایو چې نن فلاني نفر خپل راپور نه دی رالېږلی او نه هم څوک د دې لپاره شرمېږي چې کتاب یې نه دی لوستی، ځکه له موږ څخه چې هر څوک حتی که په سفر کې هم وي، بیا هم خپله مطالعه پر وخت کوي او د ورځې په پای کې راپور ورکوي چې کتاب یې څومره لوستی دی. چې له دې سره خوشحاله یو چې پر اطرافیانو مو هم اغېزمن یوو او د خپل خلاص شوي کتاب غوښتنه راڅخه کوي چې د مطالعې لپاره یې ورته ډالۍ کړو.
Msadiq.wadan@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.