اکسون مجله، د پوښتنو ټولګه
۱ـ ولې په اونۍ کې یو کتاب نه شو لوستلئ؟
۲ـ ولې په اونۍ کې یو ځل کتابپلورځي ته نه ورځو؟
زموږ په ټولنه او هېواد کې د مطالعې فرهنګ ډېر تت دی. کتاب لوستل په نشت حساب دي، کتاب اخیستل خو بیا په اوړو کې مالګه ده. د کتاب، قلم مینه ډېره پیکه ده. دا د یوه هېواد او ملت په توګه ستر بهران دی. د تمدنونو بنسټ افکار او نظریات وي. ملتونه په علم، پوهې، مهارت او نوښت مخ ته ځي. تاریخ به یوې خواته کړو؛ که موږ اوسنۍ نړۍ ته ځیر شو نو دا پته راته لږي چې هغه هېوادونه او ملتونه مخکې او بریالي دي چا سره چې پوهه ده، علم دی او ډېټا ورسره ده! هغوی کتابونه لولي، بیخي ډېر لولي، هر ځای یې لولي! په تعلیم پانګونه کوي. پوهېږي چې نړۍ د هغو په لاس کې ده، د چا چې تعلیم، رسنۍ او اقتصاد باندې ولکه وي. هغوی پوهې ته تقدس لري. هلته داسې نه ده چې پیزار دې په شیشه يي المارۍ پلورل کېږي او کتابونه دې په بد حال، د سړک پر غاړه، په دوړو او خاورو! طبیعت په چا رحم نه کوي. د خپلو قوانينو پيروي کوي. څوګ چې ډېر زحمت وباسي سرلوړي او بریا د هغوی ده. دا هر څه له کومه ځای راځي؟ له کتابه! کتاب د زده کړې لومړی او اساسي سرچینه ده. په شخصي سطحه کتاب د انسان د ذاتي پرمختګ لپاره کیلي ده. په مطالعې سره د انسان فکر، نظر او نړۍ لید پراخېږي. د انسان فطري خاصیت دی چې په څه نه پوهېږي په اړه یې مبالغه کوي. مطالعه انسان د نورو انسانانو د افکارو، عقایدو، ارزښتونو، ژبو او فرهنګونو نه خبروي. دې سره شخص په اصطلاح د کوهي نه بهر راووځي، بهرنۍ نړۍ ویني. د تفکر ساحه یې ډېره پراخېږي. دا د یوه ښه شخصيت نښه ده. همدارنګه د کتاب لوستل د ابتکار او نوښت لامل کېږي. د بېلابېلو مفاهیمو، میتودونو، ستونزو، حالاتو او موانعو سره د مخامخ کېدلو له امله شخص مجبورېږي چې د فکر نه کار واخلي او نورې لارې او حللارې ولټوي.
زدکړه فطرتاً انسان ته د پوره والي او خوښۍ احساس ورکوي. د خپلې خوښې موضوع په اړه مطالعه او نوي څه زده کول ځانته کیف کوي. دا خوند هغه څوګ محسوسولی شي چې په کنجکاویت سره مطالعه کوي. پوهه طلا ده؛ خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي. د نړۍ هر کونج کې پرې چلېږې. کولای چې په ډېرو موانعو دې برلاسه کړي. خپلو اهدافو ته دې ورسوي. یو مثال یې د انګليسي ژبه ده، چې انګليسي دې زده وي نو د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې وړیا زدکړې کولای شې او همدارنګه کار هم کولای شې. په مطالعې سره ټولنه مثبت لورې ته سوق کولای شې. تش ذهنه ته دښمن شې! يواځې د علم رڼا د جهالت تورتمونه رونق کولای شي. د کائناتو خالق وايي پوهه او ناپوهه سره نه دي برابر. د دې دومره فایدو با وجود ولې اوونۍ کې یو کتاب نه شو لوستلی او یو ځل کتابپلورځي ته نه ځو؟ د دې پوښتنو ځوابول یو څه سخت دي. دلته غواړم په څو اساسي لاملونه یې رڼا واچوم.
لومړی: لامل یې په هېواد کې څو لسیزې جګړې دي. کتاب لوستل په ارامه مغز او فضا کې کېږي. په جګړه کې د انسان هیله صرف ژوندي پاتې کېدل وي. جګړې هېوادونه تباه کوي. خلک په کې بې ځایه کېږي او د تعلیمي بنسټونو له منځه تللو لامل ګرځي. د مطالعې چاپېریال خرابېږي. نو له هغه حالته وتلي یو، الحمدلله! خو اغېز یې شته. د دې اغېز نه وتل او کتاب لوستلو فرهنګ عامول وخت نيسي.
زموږ باسواده طبقه هم د ټولنې حاکم ذهنیت نه اغېزمنه ده!
چې کتاب لوستل صرف تر مکتب، پوهنتون، ازموينې او دندې پیدا کولو پورې محدود وي نو په تاسف دا وایم چې زموږ باسواده طبقه په هفته او میاشت څه چې کال کې لا یو نیم کتاب چېرته ولولي. کتاب زموږ ژوند ته نه دی راغلی. کتاب لوستل باید د روزانه کارونو په شان یو کار په توګه ومنل شي. څنګه چې د بدن لپاره غذا ته ضرورت دی، دغه شان ذهن ته هم ضرورت دی چې غذا یې کتاب لوستل دي. له دې ډېر تاسف ځای بیا دی چې زموږ د ټولنې د اکاډميکې طبقې له کتاب سره نه لږېده. که چېرته د رتبې لپاره یو څه مطالعه وکړي؛ ګنې هغه هم کاپي پېسټ وي. ځکه خو نوښت، ابتکار او علمي پرمختګ نشته؛ ځکه خو بریالیتوب او مخ ته تګ نشته.
بل لامل یې کمزوری درسي نصاب دی. زموږ درسي نصاب جذاب نه دی چې زده کوونکی/زده ګړیال د درسي کتابونو اخوا نورو کتابونو ته جذب کړي. بل دا چې نصاب مو له نړیوالو معیارونو سره نه دی برابر. دا د دې لامل کېږي چې نورو معیاري کتابونو او موادو ته لاسرسی کم شي. دلته بله ستونزه د درسي منابعو نا باوریتوب دی. درسي منابع باوري، دقیق، باکیفیته او اپډېټ نه دي. یا خو د لسیزې پخواني کتابونه دي او یا کاپي پېسټ دي. دا خپله د کتاب لوستلو په فرهنګ منفي اغېز کوي او د مطالعې انګېزه له منځه وړي.
انسان ذاتاً مقلد دی، دا علمي خبره ده، چې انسان د خپل محیط تابع دی، خپل شاخوا نه زدکړه کوي، لومړی زدکړه او تقلید له خپلې کورنۍ کوي. که چېرته کورنۍ کې د مطالعې شایقین وي نو د هغوی نه په تاثر نوموړی هم مطالعه کوي. همدارنګه مکتب، مدرسه، پوهنتون، اکاډمي، کورس، استادان او ملګري هم اغېز لري. دلته اوبه له بره نه خړې دي، د چا نه چې تقلید کېږي هغوی خپله کتاب نه لولي.
زما په اند پنځم لامل یې فساد او حق خپل حقدار ته نه سپارل کېدل دي. کله چې یو شخص ویني چې یو پوهه او با استعداده کس ته مسوولیت نه ورکول کېږي او پرځای یې غیر مسلکي، ناپوهه یا په واسطه راغلی کس وي نو شخص فکر کوي چې کتاب لوستل بیا څه فایده؟ هسې هم راته حق نه رسي نو ولې ځان په کتاب پاذابوم؟! دا د کتاب لوستلو انګېزه او شوق ختموي. دلته باید په یوې خبرې ځان پوهه کړو، هغه دا چې موږ په یوویشتمه پېړۍ کې اوسو، چې استعداد او مهارت دې لرلو هر ځای کې درته ضرورت دی، خلک به درته زاري کوي، واقعیت باید قبول شي، په ګیلو څه نه کېږي، دومره زحمت باید وباسو چې خلک راته زارۍ وکړي او پرمختللي نړۍ هم همداسې کوي، هغوی په استعدادونو پانګونه کوي او له نورې نړۍ نه هم مغزونه ټولوي.
یو بله غټه ستونزه کتابونو ته نه لاسرسی او نشتون د، زه له مرکزه لرې یم، ډېر په سختۍ کتابونه ترلاسه کوم، کله کله خو کتابونو ته میاشتې صبر کوم چې له مرکزه راورسېږي، ځینې داسې کتابونه وي چې هېڅ دلته نه پیدا کېږي، مجبوره یې له کوم ګاونډي هېواده یې را وغواړې. د کتاب مخ ته دا لوی خنډ دی. زیاتره غټو ښارونو کې کتابونو ته لاسرسی وي، خو لرو پرتو سیمو کې د کتابونو کموالی وي، ځکه خو د کتاب لوستلو فرهنګ کم رنګه دی. موږ په ښارونو، ولسوالیو، پوهنتونونو اومکتوبو کې مجهزې کتابخانې او کتاب پلورځي نه لرو.
د کتاب نه لوستلو او کتاب پلورځي ته د نه تګ څو نور ستر لاملونه زموږ خپله تنبلي، بې ډسپلیني، د وخت نه مدیرت، د شوق، مغارت او عادت نشتوالی او ورسره ورسره د ذهني او فزیکي ستړیا او د تمرکز نه شتون دی، د دې ستونزو حل اسانه دی. یو څه وخت، استقامت او زحمت غواړي.

کله کله دا انسان ډېر خفه کوي چې موږ اوس هم د کتاب په اهميت باندې خبرې کوو، حال دا چې نوره نړۍ په مطالعې، علم، پوهې او مهارت کې کوم ځای ته ورسېدل! خیر؛ اوس هم ناوخته نه ده. بریالیو ټولنو او هېوادونو دا ارتقايي سیر وهلی. موږ یې اوس په لومړیو کې یو، وخت به نیسي، خو ناهيلې کیږو به نه. استقامت به کوو، زحمت به وباسو، د خپل را روان نسل لپاره به کار کوو، څه چې موږ لاس ته را نه وړل، هغوی به یې لاس ته راوړي، په ګډه به کار کوو، څو د کتاب لوستلو فرهنګ د پیاوړې کېدو لپاره د کتاب په اهميت او فوایدو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي. کورنيو ته یې باید اهمیت وښودل شي، په ښوونیزو ساحو د دې په اړه سیمنارونه، کنفرانسونه او ورکشاپونه تنظیم شي. د مطالعې لپاره د ارامه محیط برابرول بله اړتیا ده، همدارنګه د کتابونو د کلبونو جوړېدل هم مهم ګام دی، چې په اوونۍ کې په یوه کتاب خبرې وشي. نظریات تبادله شي، د تشويق لپاره د مشقونو جایزو ورکړه هم مثبته پایله لرلی شي. نن سبا د تکنالوژۍ دور دی، د مطالعې فرهنګ عامولو لپاره د ټکنالوژۍ څخه ګټه واخیستل شي. د برېښنايي کتابونو، اډیو کتابونو او د مطالعې اپونو له لارې خلک کولای شي کتابونو ته په اسانۍ لاسرسي پیدا کړي او ویې لولي.
hamzamahmmodzia@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.