Le Court د ښځو د فرانسې ټور په یو پړاو کې تاریخي بریا تر لاسه کړه
د ماریشس سایکل چلونکې Kim Le Court د ښځو د فرانسې ټور په یوه پړاو کې د بریا په ترلاسه کولو سره د افریقا لپاره تاریخي لاسته راوړنه ثبت کړه.
نشر شوی: ۳۰ جولای ۲۰۲۵
د ماریشس ۲۹ کلنه سایکل چلونکې Kim Le Court د ښځو د فرانسې ټور په تاریخ کې لومړۍ افریقایي ښځه شوه چې د دې سیالیو یو پړاو یې وګاټه.
دا یوه دوه چنده بریا وه، ځکه چې هغې د چهارشنبې په ورځ د ټور پنځم پړاو په زړه پورې سپرینټ کې وګاټه او د مشرۍ ژېړ کمیس (Yellow Jersey) یې بیا ترلاسه کړ.
Le Court د ۱۶۶ کیلومتره اوږد غرنی مزل، چې د چاسنیویل دو پواتو فیتوسکوپ څخه تر ګورې پورې وو او د ټور تر ټولو اوږده مرحله وه، له هالنډیانو Demi Vollering او Anna van der Breggen مخکې پای ته ورسوله.
د شپې مشره Marianne Vos، چې اتم ځای یې ونیو، له Le Court څخه ۳۳ ثانیې وروسته ختمه کړه او ژېړ کمیس یې له لاسه ورکړ.
Le Court، چې د دویم پړاو وروسته یې د عمومي درجې مشري هم کړې وه، اوس له فرانسوۍ Pauline Ferrand-Prevot څخه ۱۸ ثانیې مخکې ده.
“دا ټور راته یو خوب غوندې پیل شوی، د پړاو ګټل، ژېړ کمیس اخیستل…” Le Court وویل.
“کله چې موږ له بریتاني څخه پیل وکړ، ما دا فکر هم نه کاوه.”
هغه زیاته کړه:
“اوس چې څه کیږي، وبه ګورو، ځکه زه نه پوهېږم چې په غرونو کې مې حدود څه دي. دا زما لومړی لوی سټیج ټور دی چې زما لوبډله غواړي زه د عمومي اتلولۍ لپاره سیالي وکړم.”
Vollering، چې په ۲۰۲۳ کې د ټور اتله وه، اوس درېیم مقام لري، ۲۳ ثانیې شاته، او دا وروسته له هغې چې د دوشنبې په ورځ له سختې لوېدنې وروسته بېرته ښه حالت ته راغله.
د تېر کال اتله، پولنډۍ Katarzyna Niewiadoma، د پړاو په څلورم ځای کې پای ته ورسېده او دا مهال د عمومي مشري څخه یوازې ۲۴ ثانیې وروسته ده.
د پنجشنبې شپږم پړاو به ۱۲۳.۷ کیلومتره غرنی مزل وي، چې له Clermont-Ferrand څخه تر Ambert پورې غځېږي، او درې لوی صعودونه لري، پشمول د لومړۍ درجې غر Col du Beal. د سیالۍ وروستی پړاو به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.