سوداګریز اعلانات او تبليغات

ژباړه او ترتیب: نصير احمد څپاند

129

“سوداګریز اعلانات او تبليغات” د اقتصاد، بازارموندنې او سوداګرۍ په ډګر کې دوه اړین او نږدې مفاهیم دي. سره له دې چې دا دواړه اصطلاحات ځینې وخت د یوې ګډې پروسې په توګه کارول کېږي، خو هر یو ځانګړې موخې، ځانګړتیاوې او تګلارې لري. دواړه د خلکو د پام راجلبولو لپاره کارول کېږي، خو د دوی هدف، محتوا او لارې چارې سره توپیر لري.
۱. سوداګریز اعلانات (Commercial Advertisements):
سوداګریز اعلانات هغه تادیه شوي پیغامونه دي چې د ځانګړي محصول، خدمت یا برانډ د پلور زیاتولو په موخه د مختلفو رسنیو له لارې خپرېږي. دا ډول اعلانات د بازار پراختیا، د مشتریانو پام جلبولو او د سیالۍ په میدان کې د قوي حضور لپاره طرحه کېږي.
تعریف:
سوداګریز اعلانات هغه هدفمند پیغامونه دي چې د مشتریانو توجه، باور او اقدام ته هڅونه کوي. هدف یې د محصول، خدمت یا برانډ پلور زیاتول دي.
کلیدي ځانګړتیاوې:
موخه: د محصول یا خدمت پلور زیاتول.
رسنۍ: تلویزیون، راډیو، انټرنیټ، ټولنیزې شبکې، چاپي رسنۍ.
بڼه: تادیه شوي پیغامونه، د بازارموندنې ستراتیژیو پر بنسټ.
مخاطبین: مصرف کوونکي یا هدفمن بازار.
۲. تبليغات (Propaganda):
تبليغات د سوداګریزو اعلانونو پر خلاف، یوازې تجارتي موخې نه لري، بلکې دا د خلکو د افکارو، باورونو او چلندونو د بدلون لپاره کارول کېږي. دا تبلیغات کولای شي سیاسي، مذهبي، فرهنګي یا ټولنیزې موخې ولري.
تعریف:
تبليغات هغه سیستماتیکې هڅې دي چې د خلکو فکر، باور یا سلوک د یو ټاکلي هدف لپاره اغېزمن کوي. دا پیغامونه اکثراً یو اړخیز، احساساتي او کله ناکله له حقایقو لرې وي.
کلیدي ځانګړتیاوې:
موخه: د خلکو افکارو، باورونو یا چلندونو بدلون.
رسنۍ: پوسترونه، ویډیوګانې، مقالې، ټولنیزې شبکې.
بڼه: یو اړخیز، احساساتي یا مغشوش معلومات.
مخاطبین: عام خلک، ځانګړي ټولنیز یا سیاسي ګروپونه.
د سوداګریز اعلان او تبليغ ترمنځ توپیرونه:
کټګوري سوداګریز اعلان تبليغ
۱. موخه د محصول یا خدمت پلور د افکارو/باورونو بدلون
۲. محتوا جذابه، قانع کوونکې، تجارتي احساساتي، نظریاتي
۳. ساحه اقتصادي/بازارموندنه سیاسي، مذهبي، فرهنګي
۴. رسنۍ تلویزیون، راډیو، انټرنیټ کمپاینونه، مذهبي/فرهنګي مرکزونه
۵. تادیه تادیه شوي تادیه شوي یا وړیا
۶. تمرکز لنډمهاله تاثیر اوږدمهاله بدلون
۷. مخاطب مشخص بازار یا مصرف کوونکی عام خلک یا ځانګړي قشرونه
۸. قانوني چوکاټ د بازارموندنې اصولو تابع کله ناکله له قانوني محدودیتونو سره مخ
د اعلاناتو اړوند یوه ژوره تجربه – د نورمحمد تره کي له خولې
د هېواد مشهور لیکوال، اټک-یوسفزی، د خپل کتاب خوږې ترخې کیسې په یوه برخه کې د نورمحمد تره کي یوه تاریخي خاطره را اخلي:
نورمحمد تره کي، چې د باختر آژانس عمومي رئیس و، په ۱۳۴۰ هـ ش کال د لیندۍ په میاشت کې، د داکتر علي امیني د صدارت پر مهال، د ایران “پارس خبري آژانس” په بلنه تهران ته ولاړ. د یاد آژانس مشرانو د تره کي مېلمه پالنه وکړه.
تره کي غوښتنه وکړه چې له رسنیو سره یوه مسلکي ناسته جوړه شي، او دا ناسته د ایران د راډیو په ۱۴مه سټوډیو کې ترسره شوه. تره کي، چې د انګلیسي ژبې او نړیوالو خبري آژانسونو په کارونو پوهه درلوده، څرګنده کړه:
«د بهرنیو آژانسونو د مقالو عین ژباړه، تفسیر، تحلیل او فیچر د داخلي رسنیو له‌خوا خپرول نه یوازې غیرمسلکي عمل دی، بلکې هغه پیسې هم حرامې دي چې له دې لارې تر لاسه کېږي. دا ځکه چې دا کار د نورو د سیاستونو او عقایدو مستقیم القا دی…»
هغه زیاته کړه:
«د یوې بهرنۍ مقالې ژباړه، حتی ناپوهانه، د هغو دولتونو سیاستونو ته زمینه برابروي. د مقالې پر ځای باید خپله ژبه وکاروئ، خپل نظر ولیکئ یا د نظر خاوندان استخدام کړئ.»
ورپسې یې پر دولتي رسنیو د تجارتي اعلانونو انتقاد وکړ او ویې ویل:
«په نړۍ کې مې نه دي لیدلي چې دولتي رسنۍ سوداګریز اعلانونه خپروي. دولتونه رسنۍ د ښوونیزو او فرهنګي موخو لپاره جوړوي، نه د پیسو ګټلو لپاره…»
تره کي د “روغن نباتی قو، طعم کره دارد” اعلان ته اشاره وکړه او ویې ویل:
«که دا ادعا ناسمې وي، نو دولتي راډیو د دروغو تبلیغ وسیله ګرځېدلې ده. دا به قانوني، اخلاقي او سیاسي ستونزې را ولاړې کړي.»
پایله:
که څه هم سوداګریز اعلانات او تبليغات دواړه د پیغام رسولو وسایل دي، خو د دوی موخې، محتوا، او کارونې توپیر لري. سوداګریز اعلانات د اقتصادي موخو لپاره کارېږي، خو تبليغات د فکري، سیاسي، یا ارزښتي بدلون لپاره. دا توپیر درک کول، د دې دواړو وسایلو د مؤثر کارونې لپاره حیاتي اهمیت لري.
سرچینه:
Foreignerds.com
کتاب: خوږې ترخې کیسې

د متقاعدینو درناوی، نازونه او پالنه؛ د یوه ملت اخلاقي او ټولنیز مسؤولیت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.