چالز بوکَوسکي(۱۹۲۰ – ۱۹۹۴م) یو له هغو لیکوالو دی، چې زما ډېر خوښېږي؛ د هغه ساده لهجه، بېباکه خبرې او پر طنز ولاړ سبک، هغه څه دي، چې زه یې پر ده مین کړی یم.
بوکَوسکي په نظم او نثر کې ډېر کتابونه لیکلي دي او (پلپ/Pulp) د هغوی له ډلې وروستی کتاب دی، چې داستاني بڼه لري او په نثر لیکل شوی دی.
پلپ «Pulp» کلمه، چې د لاتیني له «Pulpa» څخه انګرېزي ته راغلې ده، ګڼې معناوې لري، لکه هغه خمیره، چې کاغذ ترې جوړېږي، یا هم خمیرهډوله جسم، ځګ، اوبړۍ، چڼیاسي او داسې نور . . .
پلپ اصلاً اسم دی؛ خو کله کله د فعل په ډول هم کارېږي، انګرېزان وایي؛
He was beaten to a pulp.
پښتو کې یې ژباړو، چې «سم یې برابر کړ؛ د حلوا د خوراک یې کړ؛ د سپیو له کوڅې یې تېر کړ . . . »
. . . نو پلپ ډېرې معناوې لري؛ خو اوس وخت کې چې د کوم هدف لهپاره دا لغات کارېږي، هغه ډېر په زړه پورې دی، په اوس وخت کې دا لفظ د ادبیاتو یا په ټوله کې د هنر په برخه کې ډېر کارېدونکی دی.
څومره معلومات چې ما وکړل، «پلپ فېکش» اصطلاح یې هغو کیسو ته کاروله، چې د شلمې پېړۍ د ۳۰ او ۵۰ لسیزو په منځ کې په آمریکا کې پنځېدلې، دا ادبیات په بیړه تولیدېدل، کیفیت ته یې پهکې پام نهکاوه، یواځې یې د تجارت لهپاره کتاب بشپړاوه؛ په زوره یې پهکې تلوسه، هیجان، وېره او غم ورځای کول او بیا همدغه تولید شوي ادبیات(!) د تجاري خپرندویه ټولنو له لوري په یوه ارزانبیه کاغذ چاپېدل، چې دا ډېره خندوونکې وه، پهخپله یې دغه کاغذ ته هم پلپ وایه. په پښتو کې موږ پلپ فېکشن ته «بازاري ادبیات» کلمه کارولی شو.
یوه ډېره جمعي خبره به وکړو، که چېرته د ادبیاتو د تیورۍ پر اساس د دغه ډول کتابونو په اړه پرېکړه وکړو، نو د ډېر ټیټ کیفیت کتابونه به معلوم شي؛ خو که چېرته بیا د ټیټې طبقې د ذوق پر اساس پرېکړه وکړو، بیا نو دا کتابونه شهکارونه دي؛ ځکه چې هغوی په ډېرې آسانۍ سره د کتاب پاڼو ته تسلیمېږي، هر ډول کتاب چې لولي، احترام ورته کوي او ښه ورته برېښي، ډېر دلایل لري، یو دلیل یې دا دی، چې دوی ډېر کم، یا د ډېر ټیټ ذوق واله کتابونه مطالعه کړي وي؛ دا یوه لویه موضوع ده، که په ځانګړي بحث کې پرې لیکل وشي، ډېره به ښه وي.
د پلپ کیسو کې یې ډېری یا هم نږدې ټول کتابونه د جنايي ناولونو په بڼه وو، چې موږ یې دلته د پولیسي ناولونو په نامه باندې پېژنو؛ سر به مو ډېر نه درخوږووم، لنډه به یې ووایم، چې د دغو کتابونو کیسې داسې وې، لکه د جهانګیر خان او شاهد خان فیلمونه، مینهوال یې ډېر وو؛ هغه د چا غوندې، دوهیم او درېیم چاپ ته به ډېر زر لاړلې؛ خو په منځ کې یې هېڅ هم نه وو، بېکیفیته او بېمنطقه شیان به یې سره راټول کړي وو او د عالي کیسو په نامه به یې په خلکو تېرولې.
زموږ او ستاسې بېباکه لیکوال، چالز بوکَوسکي دغې مسلې ته ځیر شوی و او د «پلپ» په نامه یې یو ښایسته کتاب ولیکه، بوکَوسکيپوهان وايي، چې ده دغه ناول د خپل ژوند د وروستیو پېښو او د ژوند د بېمعناوالي په اړه لیکلی دی؛ خو تر ټولو بارز هدف پهکې په هغه وخت کې په آمریکا کې د دود شویو پولیسي ناولونو یا پلپ کیسو ریشخندول دي او ظاهراً یې له کیسې څخه هم همداسې برېښي.
کتاب راته د لاس اېنجلس د یوه قانوني شخصي جاسوس کیسه کوي، چې (نېکي بلان) نومېږي؛ دی له ډېرو عجیبو غریبو قضیو سره مخامخېږي؛ د ساري په توګه، د «آغلې مړینه» په نامه یوه ښځه ورته راځي او ښاغلي جاسوس ته وايي، چې ما ته د فرانسې یو مشهور لیکوال، لویس فردینان سیلین(۱۸۹۴ – ۱۹۶۱ز) راپیدا کړه، په داسې حال کې، چې لویس فردینان سیلین د دغې کیسې له پیلېدو(۱۹۹۳ز) څو کاله مخکې وفات شوی دی او ټول خلک ورباندې خبر دي. دا خبره هم د دې معنیٰ ورکوي، چې بوکوسکي وايي، چې د جنايي ناولونو لیکوالان پر بېمعنیٰ شیانو باندې بوخت دي.
په بله قضیه کې یو سړی راځي او ښاغلي جاسوس ته وايي، چې فضايي مخلوق راغلی دی او ما نه پرېږدي.
بله قضیه بیا د یوه مېړه ده، چې غواړي د ښځې د خیانت یو ثبوت پیدا کړي.
بله قضیه د یوه بل سړي ده، چې د سرې مرغۍ«Red Sparrow» په لټه کې دی او له ښاغلي جاسوسه مرسته غواړي.
پوهان وايي، چې «Red Sparrow» د بوکوسکي د کارونو د خپرندوی نوم دی، البته په لږ بدلون؛ ځکه چې په حقیقت کې د هغه د خپرندوی نوم «Black Sparrow» و.
که څه هم د ناول ځینې ځایونه سېمبولېک دي او په کتاب کې ځانګړې معنیٰ لري؛ خو که ظاهراً ورته فکر وشي، د هغه وخت د پلپ ادبیاتو له مسخره کولو پرته بل څه نهدی.
د ښاغلي نیکي بلان پر ځان باور بېخي لوړ دی او هر ځل دا خبره کوي، چې په ټول لاس اېنجلس کې تر ده تکړه جاسوس نهشته؛ خو هېڅ داسې قضیه نهشته، چې ده دې په بریالیتوب سره پای ته رسولې وي، یواځې منډې وهي او د وخت ضایع کوي؛ پېښې د ده له حدس څخه ډېرې متفاوتې پېښېږي؛ په دې کار سره ده د خپل وخت د بېکیفیته پولیسي ناولونو جاسوسان او بېمعنیٰ پېښې مسخره کړې دي.
کتاب په طنز سره لیکل شوی او له ډېرو جدي مسایلو سره هم په بېباکۍ او مسخرو چلند شوی دی، دغه کار کتاب ډېر ښایسته کړی دی او څوک چې کتاب مطالعه کوي، که څومره هم خپه یا غوسه وي؛ خو خامخا یې خندوي.
ما ته په ټول کتاب کې هغې قضیې ډېر خوند راکړ، چې د یوه شرکت مالک، نېکي بلان په دې وګوماره، چې د مېرمنې خیانت دې ورته ثابت کړي؛ نېکي بلان هم د شرکت د مالک په ښځه پسې ولګېد؛ څو ځایه یې ښځه ولیدله او هغه هم پوهه شوه، چې سړی مې څاري، خو باک یې پرې رانهووړ، ځکه چې هغې ګومان کاوه، چې دا سړی لېونی دی؛ د شرکت د مالک په ټینګار سره نېکي بلان د ښځې څارنه کوله؛ یوه ورځ د هغې کور ته ورغی، پټ پر دېواله ورواوښت، ګوري، چې ښځه له یوه بل لغړ سړي سره په کوټه کې پرته ده؛ نېکي بلان د تل په څېر کېمره راوویسته او غوښتل یې له دغې صحنې ویډیو وکړي، چې د ښځې د مېړه لهپاره د هغې د خیانت ثبوت پیدا کړي؛ خو چې له مېرمنې سره پراته سړي ورباندې سر راپورته کړ، ګوري چې هماغه د شرکت مالک او د ښځې خاوند دی، هغه چې نېکي بلان له کېمرې سره ولید، پرته له دې چې کالي واغوندي، پسې رامنډه یې کړه، نېکي بلان هم دوې خپلې کړې او دوې یې پور کړې، د شرکت مالک آن تر سرکه لوڅ لغړ پسې راځغستل؛ خو نېکي بلان ترې ځان خلاص کړی و. ښځې یې مېړه ته ویل، خدای خبر دا لېونی دی، که څه بلا، وړاندې یې هم څو ځله زه څارلې یم.
د ناول تر لوستلو وروسته به دې ته هم متوجې شئ، چې زموږ پولیسي ناول لیکونکي هسې کلمې سره یو ځای کوي، په زوره تلوسه، هیجان، کرکه او غوسه تولیدوي، بیا نو لوستونکی هم مجبورېږي او له لیکوال سره مرسته کوي، چې د لوست په وخت کې خپله له ځانه تلوسه ورجوړه کړي او پهخپله ځان ته کتاب خوندور کړي.
ناول له دا ډول ډېرو عجیبو، خوندورو او خندوونکو پېښو ډک دی؛ هر کله او هر وخت چې په لاس درغی، ویې لولئ، باوري یم، چې هېڅکله به هم ورباندې پښېمانه نهشئ!
که څه هم بوکوسکي دغه کتاب د بازاري ادبیاتو د مسخره کولو لهپاره لیکلی دی، خو ښه تلوسه، غوسه، کرکه او احساسات یې پهکې ځای کړي دي؛ د خپل هدف په وړاندې کولو کې یې کامیاب وینم او دا د یوه ښه لیکوال ځانګړنه ده.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.