پوتین او ټرمپ له وړاندې د خبرو اترو لپاره چمتو شوي وو!
سمدلاسه له هغه وروسته چې د پوتین او ټرمپ د تفصیلي خبرو اترو خبر اعلان شو، د روسیې د کمونیست ګوند مشر، ګینادي زیوګانوف، د دې ګوند د تلویزیون له مدیر او سیاسي سلاکار سره مرکه وکړه او خپل نظرونه یې په دې اړه داسې بیان کړل:
د خبرو اترو اهمیت
په پای کې، د ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ ترمنځ ټیلیفوني خبرې وشوې. زه پوه شوم چې تاسو له وړاندې خبر وئ چې دواړه مشران به پر کومو موضوعاتو بحث وکړي. موږ څو ځله وړاندوینه کړې وه چې دا ډول مهم تماسونه به ژر یا وروسته، او غوره داده چې ژر، ترسره شي.
د ټرمپ دریځ اړوند
ما د ټرمپ انتخاباتي کمپاینونه په دقت سره تعقیب کړي وو. هغه څو ځله ویلي وو چې خوښ به شي له ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي. ټرمپ دا هم څرګنده کړې وه چې که هغه د خپلې دورې په لومړۍ برخه کې په سپینه ماڼۍ کې پاتې شوی وای، نو د اوکراین جګړه به نه وای پېښه شوې.
د خبرو اترو چمتووالی
داسې ښکاري چې دواړه مشران د خبرو لپاره له وړاندې ښه چمتو شوي وو. له ډېرې مودې راهیسې دا خبرونه خپرېدل چې خبرې اترې به ژر ترسره شي. جدي ډیپلوماسي سکون، آرامتیا او دقیقو محاسبو ته اړتیا لري.
تاریخي مقایسه
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، مخکې له دې چې سټالین تهران ته د مذاکراتو لپاره لاړ شي، د شوروي نظامیانو درې ورځې حساب وکړ چې جګړه به کله پای ته رسوي، برلین به کله نیسي. د ۱۹۴۳ کال د تهران کنفرانس ته د سټالین، روزویلټ او چرچیل ګډون یو ښه مثال دی.
د ۲۰۲۵ وضعیت
هماغسې لکه په ۱۹۴۳ کې، اوس هم امریکایان یوازې هغه هېواد ته جدي پام کوي چې هوښیار، قوي، ستر او د قوي مشرتابه لرونکی وي. اوس پوتین ښه پوهېږي چې ګواښونه له کوم ځایه راځي.
د امریکا نوې تګلاره
د امریکا د دفاع نوی وزیر جرمني ته تللی و او هلته یې اعلان وکړ چې امریکا به په اوکراین کې مداخله ونه کړي، خپل سرتېري به ور ونه لېږي، او اروپا باید خپله دا ستونزه حل کړي. دا خبرې د ناتو د رول په اړه نوی دریځ ښيي.
د خبرو اترو موضوعات
د ټرمپ او پوتین خبرې یو نيم ساعت دوام درلود، چې مهمې موضوعګانې پکې شامل وي : د اوکراین جګړه، اقتصادي اړیکې، دیپلوماتیک تماسونه، د منځني ختیځ وضعیت او د ایران اتومي تړون.
هوش مصنوعي – یو نړیوال ګواښ
احتمالاً د مصنوعي هوش موضوع هم مطرح شوې وي، چې یو نړیوال تهدید ګڼل کېږي. ټرمپ او ایلان ماسک دواړه پوهېږي چې دا موضوع څومره مهمه ده. ايلان ماسک ویلي چې که په مصنوعي هوش کې حقیقت ځای پر ځای نه شي، نو ممکن ټول بشریت له منځه لاړ شي.
پایله
دا خبرې اترې ښيي چې نړیوال قدرتونه د راتلونکي لپاره جدي پلانونه لري، او نړۍ د یو مهم بدلون په درشل کې ده.
سرچينه : د روسيه کمونست ګوند تلويزيون
پیک نت
له روسي ژبې نه فارسي ته ژباړه: نعمت بوستانی
له فارسي نه پښتو ته ژباړه: څپاند

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.