د ګمارنې بهیر هغه مرحلې دي چې یوه اداره یې د وړ کاندیدانو د پیدا کولو، جذبولو او ګمارلو لپاره ترسره کوي، تر څو تشې دندې ډکې کړي او ادارې ته د ارزښت وړ مسلکى کسان اضافه کړي. د دې بهیر موخه دا ده چې داسې کاندیدان وموندل شي چې د سازمان له ماموریت، ارزښتونو او کلتور سره برابر وي او د دندې اړوند لازم مهارتونه، پوهه او تجربه ولري. دا بهیر د ادارې د اوږدمهاله او لنډمهاله موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
د ګمارنې بهیر هغه وخت پیلیږي کله چې یوه دنده خالي شي او هغه وخت پای ته رسېږي کله چې کاندید د دندې وړاندیز ومني یا په رسمي ډول دندې ته جذب شي. عموماً د دې بهیر مشري د بشري سرچینو (HR) څانګه کوي.
د ګمارنې بهیر جریان نقشه څه ده؟
د ګمارنې بهیر جریان نقشه (Recruitment Process Flowchart) د یوې ادارې د ګمارنې پروسې لیدیزه بڼه ده. دا نقشه ښيي چې ادارې څنګه وړ کاندیدان جذبوي او دندې باندې ګماري.
په دې نقشه کې عموماً بېلابېل شکلونه، لکه مستطیلونه، او ګردي شکلونه، شامل وي، چې د پروسې مختلفې مرحلې څرګندوي. د دې شکلونو ترمنځ نښلونکي غشي د پروسې د بهیر لوری ښيي.
د ګمارنې بهیر جریان نقشه د بشري سرچینو متخصصینو ته اجازه ورکوي چې د پروسې عمومي انځور ولري، پکې لازم بدلونونه راولي، د کاندیدانو د تعقيب مدیریت کړي، ګمارنه ساده کړي او د پروسې په اړه وضاحت ترلاسه کړي.
ولې باید د ګمارنې بهیر جریان نقشه وکاروئ؟
1. وضاحت: جریان نقشه د ګمارنې ټول بهیر په یو لیدیز ډول وړاندې کوي. دا ټولو ګډونوالو ته د هغوی مسؤلیتونه روښانه کوي.
2. ثبات: یو منظم او فکر شوی جریان نقشه د ګمارنې پروسې ثبات ساتي او د مهمو مرحلو د هېرېدو مخه نیسي.
3. قانوني تطابق: جریان نقشه ډاډ ورکوي چې د ګمارنې پروسه د قوانینو او پالیسۍ سره سم ترسره کېږي.
4. لګښت کمول: د پروسې ساده کول د وخت او لګښتونو په سپما کې مرسته کوي.
د ګمارنې بهیر مرحلې
1. دندې لپاره پلان جوړول او توضیحات لیکل:
د بشري سرچینو څانګه له اړوندو څانګو سره د دندې اړتیاوې څېړي او د دندې دقیقې تشریح او شرایط برابروي.
2. کاندیدان جذبول:
د اړوند مهارتونو، تجربې، او فرهنګي تطابق لرونکو کاندیدانو د جذب لپاره د ټولنیزو رسنیو، مسلکي شبکو یا ګمارنې ادارو په مرسته اقدام کوي.
3. سکرین کول، مرکې اخیستل او انتخاب:
کاندیدان د ازموینو او لومړنیو مرکو له لارې ارزول کېږي. غوره کاندیدان د مرکې لپاره بلل کېږي، او په پای کې بریالي کسان ټاکل کېږي.
4. دندې وړاندیز کول:
غوره شوي کاندید ته د دندې وړاندیز وړاندې کېږي، او د قرارداد لاسلیک پروسه بشپړېږي.
5. نوی کارکوونکی په دنده شاملول:
د دې پړاو موخه دا ده چې نوی کارکوونکی د ادارې د چاپیریال او سیستم سره بلد شي او د دندې اړوند ټول وسایل او معلومات ورته وړاندې شي.
د ګمارنې بهیر جریان نقشو ډولونه
1. خطې جریان نقشه:
د ګمارنې ټولې مرحلې په پرلهپسې ډول ښيي.
2. څانګیز جریان نقشه:
د بېلابېلو څانګو موازي پروسې په یوه نقشه کې ښيي.
3. موازي جریان نقشه:
په دې کې څو فعالیتونه په یو وخت کې ښودل کېږي.
4. همکارانه جریان نقشه:
د ټیم غړي په پروسه کې د ګډون څرنګوالی څرګندوي.
پایله
د ګمارنې بهیر جریان نقشه ستاسو د ګمارنې ټول بهیر په روښانه او منظمه توګه وړاندې کوي. دا تاسو سره مرسته کوي چې پروسه اغېزناکه او د قانون سره سمه ترسره کړئ. د ادارې اړتیاوو او موخو ته په پام، د جریان نقشه دودیزه کول د ګمارنې کیفیت لوړوي او د غوره استعدادونو په جذب کې مرسته کوي.
سرچينې : اکسفورډ ډاټکام
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.