د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې د دې ازموینې مهالویش اعلان کړی او په اعلامیه کې یې یوازې د نارینه نوماندانو د ګډون یادونه کړې ده.
د دې اعلامیې له مخې، د نوماندانو د بایومټریک معلوماتو ثبتول به د راروانۍ دوشنبې ورځ (۳ د مرغومي) پیل او ازموینه به د همدې میاشتې په اوومه نیټه واخیستل شي.
تېر کال هم د طبي شورا ازموینه یوازې له هلکانو اخیستل شوې وه.
د طالبانو تر کنټرول لاندې طبي شورا ویلي وو، چې په دویم پړاو کې به له ښځینه فارغانو څخه ازموینه واخلي، خو دا ژمنه پوره نه شوه.
د طبي زده کړو فارغان د طبي شورا ازموینې له پاس کولو پرته نه شي کولای د کار جواز ترلاسه کړي.
د طالبانو حکومت د ټول هیواد په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. دې ډلې په خپل تازه بندیز کې نجونې له طبي انسټیټونو راګرځولې دي.
د طالبانو حکومت په داسې حال کې د ښځو او نجونو پر طبي زده کړو بندیز لګولی چې افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی. په همدې حال کې طالبانو په ځینو سیمو کې د نارینه ډاکټرانو له لوري د ښځینه ناروغانو درملنه منع کړې ده.
اطلاعات روز
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.