د نړیوالې درېیمې جګړې د پیل په اړه د امریکایي رسنیو راپور

نصيراحمد څپاند

339

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې لویدیځ هېوادونه د روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا تر منځ د ژورو اړیکو او د سیمه‌ییزو شخړو د پیوستون په اړه بې‌پروا دي. دغه بې‌پروایي د دغو هېوادونو تر منځ د داسې ائتلاف رامنځته کېدو لامل شوې چې د لویدیځ واکمنۍ سره د سیالۍ ترڅنګ د نړیوال نظام په وېشلو او د رقابتونو په زیاتېدو سره د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو خطر زیاتوي.
د اوکراین جګړې اوږدېدل او د نوو ائتلافونو جوړېدل:
په راپور کې ویل شوي، د اوکراین جګړې درېیم کال ته په داخلېدو، د لویدیځې آسیا په څو جبهو کې د جګړو اور بل شوی او په ختیځې آسیا کې کړکېچونه زیات شوي دي. هغه شخړې چې مخکې یې بې‌ارتباط ګڼل کېدې، اوس داسې بدلې شوې چې ښایي د درېیمې نړیوالې جګړې د پیل لامل شي.
د ایران، روسیې، چین او شمالي کوریا تر منځ ائتلاف د امریکا د افراطي سیاستونو په وړاندې یو “دفاعي غبرګون” ګڼل شوی دی. د دې ائتلاف غړي د لویدیځ له سیاسي غبرګونونو او بندیزونو پرته د پوځي ټیکنالوژیو په شریکه کولو سره خپلې کمزورۍ پوره کوي، او دا کړنه هر یو هېواد په خپل سیمه کې د خورا خطرناک سیال په توګه وړاندې کوي.
د نړیوالو اړیکو وېش:
د راپور په وینا، نړۍ د یو نوي دوه قطبي نظام پر لور روانه ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د زړې نړۍ (لویدیځ) او د نوې نړۍ تر منځ شخړې د جګړې پرته نه‌شي پاتې کېدلی.
چینایي او روسي چارواکو ویلي چې امریکا خپله په دې وېش کې مسؤله ده، ځکه چې د افراطي سیاستونو له امله یې د روسیې، چین او ایران اړیکې نږدې کړې دي.
د جګړو اغېزې:
د راپور له مخې، په سوریه، غزې، او اوکراین کې روانې جګړې ښيي چې د نړۍ هېڅ شخړه نور بې‌ارتباطه نه ده. د روسیې، ایران او شمالي کوریا مرسته له یوې خوا د مسکو د جګړې ځواکمني زیاتوي او له بلې خوا د لویدیځ سیمه‌ییز نفوذ کموي.
د امریکا کمزوري او د راتلونکو ننګونو تیاری:
د امریکا ځینې لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکوي چې د چین نظامي تولیدات د امریکا په پرتله په چټکۍ سره پرمختګ کوي. راپور زیاتوي چې د امریکا پوځ نه د خپلو اړتیاوو او نه د خپلو متحدینو لپاره د کافي وسایلو چمتو کولو توان لري.
د راپور په پای کې ویل شوي چې د روسیې، چین، ایران او شمالي کوریا تر منځ اړیکې د “معاملې پر اساس ګډ ژوند” پر بنسټ ولاړې دي، چې پکې هر هېواد د بل اړوند اړتیاوې پوره کوي. د امریکایي چارواکو په وینا، هڅه کول چې دا ائتلاف مات کړي، یو ناسمه ارزو ده.
څپاند

ژوندون

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.