د شاعرۍ درې وجهې

استاذ اجمل ښکلى

396
موږ له ژبې نه د دریو موخو د څرګندولو لپاره کار اخلو:
يوه، کله چې راسره يوه خبره يا يو فکر وي او بل ته يې څرګندوو، چې دا که له واقعيت سره برابره وي، د ماناپوهنې له پلوه ورته قضيه وايي، مثلا “افغانستان د منځنۍ اسيا له ځينو هېوادونو سره پوله لري.” قضيه يوه خبري جمله وي او دې ته په همدې خاطر «خبري وجهه» وايي.
دوه، کله چې د يوه څه په اړه معلوماتو غواړو؛ نو له ژبې نه استفاده کوو، چې دا ژبې په خبري جمله کې کوو.
درې، کله چې د يوه څيز، شخص يا پېښې په اړه خپل احساسات، تعجب، ګومان او هيله څرګندوو، چې دې ته تعجبي، ګوماني، تمنايي وجهه وايي.
په لومړيو دوو کې ژبه تر ډېره ارجاعي او وروستۍ کې عاطفي نقش لري.
اوس پوښتنه دا ده چې په شاعرۍ کې، چې ژبه له عادي حالته راوځي، هم دا درېواړه دندې لري؟
پوښتنه ځکه هو ده، چې شاعري هم په اصل کې ژبه ده او د فورماليستانو خبره په ژبه کې هستېږي؛ نو دا درېواړه نقشه لري؛ خو دا درېواړه نقشه له عادي ژبې په داسې جلا بڼه وړاندې کوي، چې قضيه يې يوازې قضيه نه وي، عاطفه هم وي او پوښتنه يوازې پوښتنه نه وي، خبر يا قضيه هم وي.
ښه شاعران خبرې او په شاعرانه انداز د خبرو کولو ذوق و شوق لري؛ نو خپله قضيه په داسې اندازه وايي، چې لوستونکي ته نوې او ښکلې ښکاره شي؛ نو که خپله ادعا يا قضيه په يوه طبيعي يا ټولنيز تصوير کې وړاندې کړي، همغه قضيه په مضمون بدله شي. د پسرلي صاحب لاندې بيت ته وګورئ:
لوی خلک به مومې له شهرت او نامه ها پلو
ډک خمونه ګوره له مينا او جامه ها پلو
دا بيت يوه قضيه لري او قضيه يې “لوی خلک به له شهرت او نامه لرې مومې” ده؛ خو دا يې د ډکو خمونو په يوه تصوير کې وړاندې کړې او ملموسه کړې ده. په يوه حساب پر عادي قضيه يې يوه بله قضيه ورزياته کړې او لومړۍ قضيه يې پرې جوته کړې ده. د عادي او شعري ژبې د قضيې يو توپير په مدعاالمثل کې دی. کله شاعر د تضاد له تخنيک نه استفاده کوي، متضاد مفاهيم سره په يوه بيت کې جوړه کوي، داسې چې په يوه مسره کې له نهيلۍ نه هيله پايله راوباسي يا برعکس. دا تخنيک د ځينو شاعرانو په سبک کې ډېر کارېږي.
ډاکټر درمل په لاندې بيتونو کې د تضاد له دې تخنيک نه په څو ډوله استفاده کړې؛ خو ورسره يې د پوښتنې وجهه هم کارولې ده:
عشق نه دی ليونيو د هوښيارو کاروبار
ړانده څوک دي چې وکړي د هندارو کاروبار؟
که کېږي به زموږ د خودازارو په دعا
خراب مه شه د ښکليو دل ازارو کاروبار
د چا په فطرت زور بر دی؟ گل مړ کړي په خندا
ور وسپاري بلبل ته د کوکارو کاروبار
درمله ښار د ساندو سوداگرو واخيست ټول
په ټپه دی ولاړ د سندرمارو کاروبار
د قضيې د مهمولو يو بل تخنيک د عامولو او خاصولو دی، مثلا شاعر د ښځې په اړه خبره کوي؛ خو د خپلې محبوبې په تصور کې يې مخصوصه کړي يا د محبوبې خبره کوي؛ خو د ښځې د عام مفهوم په مټ يې وړاندې کړي. يا د عشق خبره کوي؛ خو د ادم خان په استعاره کې يې خصوصي کړي. پخپله د شعر وزن او کلمو ترتيب هم د قضيې په شعري کولو او دلچسپه کولو کې لاس لري.
د ژبې دويمه وجهه پوښتنه ده. په شاعرۍ کې چې د پوښتنې خبره کوو، نو دوې مانا لري. يوه دا چې لوی شاعران پوښتنې پيدا کوي؛ نو دا پوښتنې د قضيو او انتقاد په مټ هم وي او د دې مانا دا وي، چې شاعر لوستونکو ته د موجود واقعيت په اړه شک پيدا کوي. په دې ځای کې زموږ خبره د پوښتنې د وجهې په اړه ده.
شاعر په شعر کې له خبري وجهې نه استفاده کوي؛ خو دا مازې پوښتنه نه وي، بلکې قضيه هم وي او احساسات هم او دا ښيي، چې په شعر کې د عادي ژبې پر خلاف دا وړتيا ډېره ده، چې خبري، پوښتني او تمنايي يا بله ورته وجهه سره يوځای کوي.
د هميم په لاندې شعر کې رديف پوښتنه ده، چې ټول غزل يې په «پوښتني وجهه» اړولی دی؛ خو په اصل کې پوښتنه نه ده، بلکې په «پوښتني وجهه» کې يې قضيه وړاندې کړې ده. په ماناپوهنه او کارونپوهنه کې د ژبې دې ډول کارونې ته ناسيده وينايي چار وايي. هميم په لومړي بيت کې وايي، چې جهان ټول دېوال دېوال دی؛ نو طبعاً له دې نه دا قضيه راوځي، چې بايد نهيلی شم:
جهان ټول دېوال دېوال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟
ناممکن پکې وصال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟
طلايي وېښتان دې ګوره، پکې سپين تارونه ښکاري
نن مې پام شو دا څه حال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟
په وروستي بيت کې يې پر پوښتنه او قضيه د «دا څه حال دی» په فقره کې خپل احساسات هم ورګډ کړي او شعر يې د ژبې د وجهو له پلوه لا پېچلی او خوندور کړی. يوه بله بريالۍ بېلګه يې د قدرت الله درمان دا بيت دی:
تمه د ګل د ټوکېدو کوي په کومو سترګو؟
چا چې په سرو وینو خړوب کړله لمن د وطن
په لومړۍ مسره کې شاعر په ښکاره پوښتنه کوي؛ خو په اصل کې قضيه وړاندې کوي او قضيه د خپل ذهني حالت.
په پښتو شاعرۍ کې د پوښتنې له وجهې کم شاعران استفاده کوي؛ خو که د پوښتنې په مټ خپله خبره وکړو، د لوستونکي ذهن فعالوي، چې ځواب يې کړي. په يوه ډول خپله خبره او قضيه د هغه له خولې راوباسو.
په درېيم ډول وجه کې چې د پوښتنې غوندې ورته ناخبري وجهه ځکه وايي، چې ويناوال ادعا نه کوي، بلکې خپل احساسات څرګندوي او څرنګه چې قضيه نه لري، د لوستونکي د ذهن پر ځای د هغه احساساتو ته متوجه وي. د قدرت الله درمان يو بل بيت دی، چې د «څه» په کلمه کې يې خپل احساسات د پېښې په اړه څرګند کړي دي:
څه په ارزانه نرخ يې پلوري د نېستۍ سوداګر
څه خونړو ځنګلو وخوړل زامن د وطن
د عادي ژبې پاسنۍ درېواړه وجهې دومره مهمې دي، چې موږ پرې د خپلو شاعرانو شعرونه نقد کولای شو، مثلا د رحمان بابا غوندې شاعرانو په شاعرۍ کې «خبري وجهه» پياوړې ده، د هندي سبک شاعران هم د قضيو او څه ناڅه د پوښتنو شاعران دي. که څه هم د دې دوو ډلو شاعرانو شعرونه بې عاطفې نه وي؛ خو داسې شاعران هم شته، چې رومانس او عاطفي اړخ يې پياوړی وي او د خبرو پر ځای پر احساساتو تمرکز کوي، د خاطر په شاعرۍ کې دا اړخ دروند دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.