ملګري ملتونه: افغانستان د مرستندویه بشري کارکوونکو لپاره له ۵ خطرناکو هېوادونو دی

331
ارشیف: د ملګرو ملتونو یوه کارکوونکې د یو شمېر اړمنو مېرمنو د ثبت او راجستر پر مهال

ملګري ملتونه وایي، افغانستان د مرستندویه بشري کارکوونکو لپاره له ۵ خطرناکو هېوادونو دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا یوناما دغه هېواد د مرستندویه بشري کارکوونکو لپاره د نړۍ له خطرناکو هېوادونو بولي او اندېښنه ښېي چې بشري کارکوونکي په خپلو کاري ساحو کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

یوناما نن دوشنبه د اګسټ ۱۹ د “بشرپالنې نړیوالې ورځې” په مناسبت په خپله ایکس‌پاڼه خپور کړي ویډیویي پیغام کې ویلي، تېر ۲۰۲۳ کال د بشرپاله کارکونکو لپاره خونړی او ۲۰۲۴ ښايي تر هغه بدتر وي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د استازي مرستیال اندریکا راټوېټ په‌دې پیغام کې ویلي: “افغانستان د بشري مرستندویانو د فعالیتونو لپاره یو له خطرناکو ساحو دی، که څه هم ۲۰۲۱م کال جګړه پای ته ورسېده محدودونکو اقداماتو په عامه ژوند کې د افغان ښځو او نجونو ګډون کم کړ چې دې چارې نوې ننګونې رامنځته کړې.”

دا وايي اوس له هر بل وخت ډېره اړتيا ده چې، د نړۍ مشران د بشردوستانه کارمندانو ساتنه تضمین کړي.

په‌همدې حال کې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا په یو راپور کې ویلي چې، طالبانو پر افغان ښځو او نجونو په بېلابېلو برخو کې سخت محدودیتونه لګولي چې، بشري خدمتونو ته یې د ښځو لاس‌رسی سخت کړی دی او دوی ته یې خنډونه رامنځته کړي.

د اوچا د راپور له‌مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه مؤسسو او ادارو څه باندې ۳۵ زره کارکوونکي د پوهنې، روغتیا، ماین پاکۍ او د خوراکي توکو د مرستو په ګډون په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخت دي.

د ملګروملتونو د کارکوونکو يوه ډله
د ملګروملتونو د کارکوونکو يوه ډله

د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یو‌‌این‌ایچ‌سي‌ار هم د بشرپالنې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ايکس‌پاڼه په یو بیان کې ويلي، په نړۍ کې د وسله‌والو شخړو تلفات وحشتناکه دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګروملتونو اړوند ادارو یو شمېر مرستندویه کارکونکي ادعا کوي چې، په خپلو کاري ساحو کې د سیمه‌‌ییزو طالب چارواکو او زورواکو له لوري له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پرون هم د دوی د GDI (استخباراتو) خلک راغلي وو او ویل یې چې تاسو خپل معلومات ولیکئ، فورمې ډکې کړئ چې چا ته کار کوئ.”
د يوې مؤسسې کارکوونکی

له‌دې ډلې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د WHO یو کارکوونکي عزت‌شاه صمیم ازادي راډیو ته وویل، په ۲۰۲۲ کال کې د نامعلومو کسانو له لوري هدف ګرځول شوی وو.

نوموړی وايي: “کله چې مې د ماشومانو د واکسین سروې کوله، له کاره چې بېرته ستنېدم، ښه وه چې ما سره بل څوک نه وو، په موټر کې یې راته مقناطیسي ماین ایښی و، که څه هم په‌دې پېښه کې مې د بدن یو غړی پرې شو خو الله ژوندی وساتلم.”

په تورخم کې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې UNHCR یو کارکوونکي د نوم نه ښودولو په شرط بیا ادعا وکړه چې، د ځایي طالب چارواکو له لوري وخت ناوخت له ځورونو سره مخ کېږي.

هغه وايي: “اوس هم ستونزې شته دوی (طالبان) دغسې خلکو ته په ښه سترګه نه ګوري، پرون هم د دوی د GDI (استخباراتو) خلک راغلي وو او ویل یې چې تاسو خپل معلومات ولیکئ، فورمې ډکې کړئ چې چا ته کار کوئ.”

ارشیف: په افغانستان د ډبلیوایف‌پي کارکوونکي د خوراکي توکو د لېږد پر مهال
ارشیف: په افغانستان د ډبلیوایف‌پي کارکوونکي د خوراکي توکو د لېږد پر مهال

حامد بیا په بغلان ولایت کې د یوې مرستندویه کورنۍ مؤسسې مسوول دی.

دی وايي، ډېرې مرستې یې سېلاب‌ځپلو ته ځانګړې وې، خو ادعا کوي چې د ځایي طالب مسوولینو او زورواکو له لوري د مرستو د وېش په برخه کې خپله خپلواکي نه‌شي ساتلی.

کله چې مؤسسې که بهرنۍ دي که کورنۍ سیمې ته د مرستو لپاره ځي، د امارت اکثره مشران او مسوولین هڅه کوي چې په لېست کې خپل نږدې اقارب ونیسي
حامد د يوې مؤسسې مسوول

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: “مخکې هم دا ستونزې وې او اوس هم، کله چې مؤسسې که بهرنۍ دي که کورنۍ سیمې ته د مرستو لپاره ځي، د امارت اکثره مشران او مسوولین هڅه کوي چې په لېست کې خپل نږدې اقارب ونیسي، هلته چې کومې مرستې وېشل کېږي د دوی د څار لاندې وي او که د دوی خوښه وي چاته یې ورکوي یا نه ورکوي، ان که څوک د دوی په خوښه کار ونه کړي په مرګ ګواښل کېږي.”

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغو ادعاو او د ملګروملتونو د ادارو د راپورونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې یې ازادي راډیو ته ویلي چې دوی په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د نړیوالو مرستو هرکلی او لازمې همکارۍ ورسره کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه له ۲۰۰۹ کال راهیسې د اګسټ ۱۹مه هر کال د بشرپالنې او بشري کارکوونکو د کارونو د ستاینې لپاره دغه ورځ نماځي.

  • 16x9 Image

    فېروزه عزیزي/  ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.