د ځمکې حافظه

نور محمد لاهو

843
او که اور چیرې غوسه کې
د ځنګله په دنګ قامت خپل نارنجي لاسونه تاو کا
د مارغانو خوږې میندې به د خپلو ماشومانو
د شنو چیغو هغه سوې موسیقي
له خپلو سترګو څنګه توږي
چې د تګ په وخت ترې اور کې هیره شوې ؟
+ + + +
او د هغې تنکۍ ونې
په شنه زړه به څه تیریږی ؟
چې د اور تک سورکمیس دبلې ونې
شیبه وروسته دیته هم اغوستل کیږي
د اورونو او د باد ګډې نڅا کې
پیغلتوب یې لکه تک سپين بَکر ګل
خړو ایروته ډالۍ کیږي
+ + + +
زړه مې حال باندې دسروې او کاج سوزي
دغه تږې او مشرانې ماشومانې
د اور شونډې لکه تيان دبارانونو
تر ریښو پورې خپل روي
ورسره یې سلسله د پُښت ختمیږي
او هویت یې ترابده مسخه کیږي
شنه لمن یې بیرته نه رازرغونیږي
خو یوازی نسترن بیا نه پوهیږم
چې له خپلو ایرو څنګه راپاڅيږي
او په خپلو سویو ګوتود ژوندون په شیرچايی پاڼې
له سره انځوریږي ؟
+ + + +
او که اور چيرې غوسه کې
د ځنګله په شنه قامت خپل نارنجي لاسونه تاو کا
خواره ځمکه به څه کاندي
هره ونه یی
د لاس رنګینه ګوته
چی د لاس ګوتې یې نه وي
بیا به څنګه دا یاغي لیونی سیند ځان ته ایسار کړي ؟
سیند که څوک چیرې تم نه کا
دابوډۍ ځمکه به
تندې څخه ومري
+ + + +
او که اور چیرې غوسه کې
د ځنګله په دنګ قامت خپل نارنجي لاسونه تاو کا
دغه ځمکه به اخته په الزایمر شي
بیابه نه پيژني ونې
زرغون مخ د پیغلو څانګو په سپرلي کې
شهنایی د پاسته باد په نرمو پاڼو .
یو څوک شته ؟
چې ددې ځمکې په سره اور ککړې ګوتې ورته پریولي
یو څوک شته
چې اوبه تم کړي ؟
او د ځمکې حافظه
بیرته وژغوري ؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.