په روسيه کې د افغانستان سفارت د محصلينو په پيسو تجارتونه کوي

1 3,341

په روسيه کې د افغانستان سفارت د محصلينو په پيسو تجارتونه کوي.

ليکوال : په روسیه کې په زده کړو بوخت د افغانستان د پوهنتونونو استادان

افغان دولت هغو محصلینو ته چې په افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو استادان وي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ماستري او دوکتورا زده کړې کوي ،هغه هېواد او سکالرشيپ ته په کتلو د مياشتې له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ ډالر د مددمعاش په نامه ورکوي. چې  د وېشلو او محصلينو اکاونټونو ته لېږلو چارې یې په اړوندو هېوادونو کې د افغان سفارتونو  د مالي برخې لخوا ترسره کېږي.

په همدې ترتيب په روسيه کې چې د افغانستان د پوهنتونونو کوم استادان د ماستري او دوکتورا په زده کړو بوخت دي د مياشتې  ۱۰۰ ډالر د مدد معاش په توګه د افغانستان د دولت لخوا ورکول کېږي، خو د هلته په زده کړو بوختو د پوهنتونونو ۳۵۱ استادانو د مددمعاش پيسې چې په  لسهاوو زره ډالر کېږي د يوه، دوه او ان کلونو کلونو په ځنډ محصلینو ته لا نه ورکول کېږي او نه یې بانکي اکاونټونو ته جمع کېږی ، په داسې حال کې چې د سفارت  هره مياشت او دوه مياشتې بعد ددې لپاره چې د محصلینو د اعتراض خولې  ورچوپې کړي اسناد او د پوهنتونونو تاييدخطونه (سپرافکې) غواړي. په  مددمعاشونو باندې د سفارت کارمندانو خېټې اچولې دي او په يوه او بله بهانه يې په میاشتو او کلونو پيسې ځنډول کېږي ،افغان محصلين  چې د عايد کومه بله سرچينه هم نه لري او د روسيې دولت لخوا ورکول کېدونکی سکالرشيپ یې د ماسټر لپاره ۲زره افغانۍ او د دوکتورا د محصل لپاره په متوسط ډول ۵ زره افغانۍ (معادل) سکالرشيپ دی د مياشتې بيخي کفايت نه کوي ځکه د ليليې فيس، د ويزا دتمديد پیسې، صحي بيمه او خرڅ و خوراک ،د تګ راتګ ټکټ ټول هلته په مېشتو افغان محصلینو دي.  او د افغانستان په پوهنتونو کې د معاش په برخه کې د نويو لانجو له امله خو د ځينو استادانو د استادي معاش هم د افغانستان په داخل کې قطع شوی دی.

په ماسکو کې د افغان سفارت له کارمندانو سره په ځلونو ځلونو هلته په زده کړو بوختو محصلینو کتلي دي او په لسګونو ځلې يې سفارت ته مراجعه کړې ده خو د سفير (سيد طيب جواد) سره ملاقات د ويلاديمير پوتين له ملاقات څخه هم سخت دی، نوموړی وايي چې دا ستونزې عامې دي زه په دې برخه کې هيڅ نه شم کولای او نه دا ډېره مهمه موضوع ده،  فرهنګي اتشه شاه سلطان عاکفي چې په سفارت کې يو څه عالم او ښه شخص دی هغه واک او ځواک نه لري او چې استادان د معاش په اړه ورته ميسج وکړي نوموړی وايي چې زه ددې برخې مسوول نه یم او نشم کولای.  د مالي او مددمعاش د برخې اصلي مسوول د افتخار په نامه يو کس دی چې نهايت غبي او کمزوری انسان دی، په يوه او بله بهانه محصلین ځوروي او غلطوي ، په لسګونو او سلګونو ميسجونه چې ورته وکړې د هو او نه ځواب نه درکوي او نه هم معلومات درکوي،  ځينې چې بيخي ډېر فشار پرې راوړي او دسفارت تر دروازې په څو څو ځلې ورشي او ځولۍ ورته وغوړوي، د سفارت کارمندان پیسې له تجارت څخه ورته راوباسي او اکاونټ ته یې ورولېږي.

خو دا چې روسيه په زرګونو کيلومتره پراخه ده او ځينې محصلین له ماسکو څخه لس زره کيلومتره لرې د ويلاديويستوک ، خباروفسکي په شان د روسيې په لرې ښارونو کې زده کړې کوي د هغو ميسج خو څوک لولي هم نه، او نه څوک ځواب ورکوي ځکه  د سفارت کارمندان پوهېږي چې له ۱۰، ۱۱ زره کيلومتره لرې څخه خو محصلين ټکټ نشی راکولای چې ماسکو ته د ۴سوه يا ۵ سوه ډالرو لپاره راشي.

محصلين څو ځلې په افغانستان کې باندنيو چارو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ته عارض شوي دي خو هغوی ورته يو او بل ډول اسناد ښيي چې موږ سفارت ته پیسو وېشلو مکتوبونه لېږلې دي دا چې دوی یې نه درته ويشي دا د هغوی خپل کار دی. ګومان دادی چې د لوړو زده کړو وزارت د خارجه ارتباط رييس (نوراحمد اخندزاده) په باندنيو چارو وزارت  او د باندنيو چارو وزارت د خپلوي، ملګرتيا او نورو لاملونو له امله د سفارت په مشرتابه او کارمندانو فشار نشي راوړلی او نه د محصلینو څوک هلته په کيسه کې دي.

په ماسکو کې مېشتو ځينو هغو کسانو چې له سفارت سره نږدې اړيکې لري او هره ورځ ورسره تګ راتګ کوي د نوم نه ښودلو په شرط محصلینو ته ويلي دي چې دوی هلته مېشتو کاروباري افغانانو ته  د محصلینو دغه پيسې په سود ورکړې دي او يا هم په ځينو برخو کې په سوداګري کې ورسره شريک دي ، د مياشتې او کال خپله معينه ګټه ترې ترلاسه کوي.دوی دا کاروبارد ماسکو په سوستوفل نامه ځای د افغانانو په کاروباري سيمه کې پيل کړی دی او د سفارت ډېر کارمندان پکې شريک دي.

سربېره پر دې سفارت په تخنيکي برخه کې دومره ضعيف او کمزوری دی چې نه رسمي ويب سايټ  لري او نه رسمي ايميل ادرس، هره میاشت  په ماسټري او دوکتورا بوخت استادان خپل ټول معلومات او شهرت د دوی (په ياهو کې جوړ کړي ايميل ته ورلېږي) او يایې د دوی شخصي موبايل نمبرونو ته چې وټس اپ یې پرې جوړ کړی دی د نوي سفير په راتګ سره  هلته په زده کړو د بوختو استادانو ستونزې لا پسې ډېرې شوې دي ځکه نوی سفير سيد طيب جواد چې په افغان دولت کې خاص ملاتړ لري او د امریکا، برتانيا د سفارتونو  تجربې لري ددې پوخ لوبغاړی دی چې څه ډول محصلین تېرباسي او څه ډول خپل بار له اوږو د نورو په اوږو ور واچوي، نوموړي د سفارت او د افغانستان د جمهوری دولت له ادرسه خپله شخصي فيسبوک پاڼه جوړه کړې او له هغه څخه کار اخلي د سفارت هغه پخوانۍ پاڼه چې د افغانستان د باندنيو چارو وزارت لخوا په فيسسبوک کمپنۍ وريفای شوئ وه هغه نه کاروي.

دا چې د سفارت له سیاسي کمزوري رول او تخنيکي پلوه شاته پاتې والي سره د هلته ميشتو محصلينو کار نشته، نو هيله لرو چې  افغانستان جمهوري دولت، په ځآنګړي ډول دباندنيو چارو او لوړو زده کړو وزارت په روسيه کې د مېشتو دولتي محصلینو غم وخوري د سفارت په کارمندانو فشار راوړي چې مددمعاش یې حواله کړي او که احیاناً نه وي حواله شوی او د مدد معاش کارونه یې په لوړو زده کړو او باندنيو چارو په وزارت کې د يو، دوه کلونو راهيسې بند وي هيله ده چې ژر یې اداري کارونه خلاص کړي تر څو هلته د په زده کړه بوختو افغان محصلینو له مالي پلوه مشکل يو څه حل شي.

ومن الله توفيق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Show Comments (1)