خليلزاد افغانستان لا بېثباته او د رياست په واک کې ورکړ

سيد حسين پاچا

0 690

خليلزاد افغانستان لا بېثباته او د رياست په واک کې ورکړ :

امريکا ستونزې جوړوي، خو ختموي يې نه

خليلزاد ډېره خطرناکه لوبه جوړه کړه

 

حکومت له پامه غورځول او له ترهګرې ډلې سره سازش د هېچا په ګټه نه دی. څوک دې هسې بېځايه خيالي خوبونه نه ويني

 

 

نوټ : ټرمپ له ځانه ستر قبطي جوړ کړی. هغه د خپل سلطنت [نظام] لپاره د موسی (ع) په خاطر د بني اسرائيلو ۷۰۰۰۰ ماشومان ووژل، خو موسی (ع) يې پخپل کور کې را ستر شو. ټرمپ د خپلو هوسونو لپاره د خليلزاد په لابيتوب ((دلالۍ)) طالب راخپل او د افغانوژنې لپاره ترې هوبه هو د هغو قبطي لښکرو په توګه ترې کار اخلي چې ستر قبطي يې بالاخره د قتل هڅه وکړه، خو خپل بچ او نه يوازې خپل سر، بلکې له هر څه سره تباه وبرباد شو. د روغتون ماشومانو څه ګناه کړې وه چې د ټرمپ د هوس لپاره بلهاري شول؟

 

 

فبأي ذنب قتلت ؟

د خليلزاد دندې نن د قبطي او د قبطي د مستخدم رياست د لابيتوب ((دلالۍ)) بڼه خپله کړې ده.

دا چې ښاغلی خليلزاد له دوو کلونو راهيسې ايله په دې وتوانېده چې هغه څه يې وکړل چې د رياست د هغه وخت د نظامي ديکتاتور ضياءالحق او د څارګرې سره د تېرو اتيايمو کلونو په اوږدو کې د هغه وخت د روسانو د مخنيوۍ لپاره سره پخپلو کې تړونونه کړي وو چې يو ته خو د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير اغا شاهي اشاره کړې :

اغا شاهي :

ضياءالحق د افغان مجاهدينو په تړاو د امريکا د هغه وخت وړانديز په دريو شرايطو ومنلو :

·         وسله به د دوی پر لاس ويشي،

·         وسله به د دوی پر خوښه ويشي،

·         کله چې روسان له افغانستانه وځي، نو موږ پوه شه او افغان مجاهدين.

=-=-=-=

The Baghdad Pact (1955) and the Central Treaty Organization (CENTO)

The Central Treaty Organization (CENTO), originally known as the Baghdad Pact or the Middle East Treaty Organization (METO), was a military alliance of the Cold War. It was formed in 1955 by Iran, Iraq, Pakistan, Turkey and the United Kingdom and dissolved in 1979.

Extinction: 16 March 1979

Formation: 24 February 1955

 

Why did Pakistan leave Cento?

In 1965 and in 1971, Pakistan tried fruitlessly to get support in its wars with India from CENTO, but this was rejected because it was viewed that CENTO was aimed at containing the USSR instead of India. … Spontaneous withdrawal of Pakistan and Iran in 1979 caused the collapsed of Central Treaty Organization (CENTO).

=-=-=-=

شهزاده ترکي الفيصل :

Ex-Saudi spy head denies foreign hand in Faisal’s death

Prince Turki Al-Faisal says in TV interview assassination was based on personal vendetta

By Ahmed Asmar

 

[[Speaking on another issue, he said there was “Saudi-American-Pakistani cooperation to support the Mujahideen [fighters] against the invasion” of the Soviet Union in Afghanistan in the 80s.

 

He added also that there was a Sudanese offer to extradite Osama bin Laden, former head of al-Qaeda terrorist group.

 

In 1995, former Sudanese President Omar Bashir offered to hand over Bin Laden to the Kingdom on the condition that he would not be prosecuted, but the Saudi government rejected it,” he said.

 

After this I went, carrying a letter from the then Crown Prince Abdullah to Mullah Omar, the Taleban ruler of Afghanistan, seeking extradition of Bin Laden in order to try him in Riyadh but that did not happen,” he added.

 

He also denied any involvement of the Saudi and American intelligences in creating al-Qaeda.]]

=-=-=-=

 

The Rise of Taliban

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:

The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

 

بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره :

طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.

 

د افغانستان و امريکا د اړيکو لنډه تاريخچه

افغانستان ته انګليستان څو ځله لوړپوړي چارواکي او وروسته يې د وخت صدراعظم راواستاوه او د اعليحضرت محمد شاه سره يې وکتل.

جنرال سردار عبدالولي چې د شاه اوخی او د اکا مارشال شاه وليخان زوی دی په ارګ کې د ليدنې (۱۰۰۳) پر مهال ماراقم ته وويل.

پلاوي پاچا ته وړانديز وکړ چې د امريکا او پلوي هېوادونو هوډ کړی دی چې د شوروي اتحاد په مقابل کې د سنټو (Central treaty Organisation “Cento”)  په نامه دفاعي تړون جوړ کاندي، که تاسو پکې غړيتوب واخلئ، په بدل کې به موږ د احمد شاه بابا امپراتوري درته جوړه کړو. مګر ظاهر شاه ونه منله. وروسته د امريکا ولسمشر ايزنهاور پخپله افغانستان ته راغی او د کابل هوايي ډګر په VIP کې يې له پاچا سره وکتل او پاچا ته يې وويل :

((که ته زموږ دا هيله ونه منئ، نو موږ اړ يونوی هېواد جوړ کړو او دا کار راته ستونزمن دی. که ته راسره يوځای شې، دا پيسې به ستا په مرسته ولګوو او هم به څلور ميليونه مسلمانان په افغانستان ورګډ کړو. محمد ظاهر شاه ورسره ونه منله)).

جنرال سردار عبدالولي زياته کړه چې سردار داوود خان، زما پلار مارشال شاه ولي خان، صدراعظم ډاکټر محمد ظاهر او يو شمېر نورو لوړ رتبه منصبدارانو هڅې وکړې چې پاچا دې غوښتنې ته چمتو کړي، خو بريالي نه شول. پايله دا شوه چې د امريکا او انګليستان په همکارئ پاکستان جوړ شو.

[14 اګست 1947 ز]

 

جنرال پروېز مشرف او افغانستان

 

هيټلر ته د شاه امان الله خان ځواب

[[زما عزيز ورور آډولف هيټلر!

ستاسې پيشنهاد مې په غور ولوست، بايد زه خپل ښاغلي ورور ته دا څرګنده کړم چې زه د هيڅ نوم او نښان او د قدرت د لاسته راوړلو له پاره په افغانستان کې د تخت او تاج غوښتونکى نه يم. په خاصه بيا هغه مهال چې دغه تاج او تخت د يو بل هيواد په مرسته را کول کيږي، که څه هغه هيواد او ولس يې زما همنژاده هم وي او که څه هم زموږ سياسي ګټې مشروع او مشترکې هم وي. زه هيڅکله و دې ته نه يم حاضر چې په افغانستان کې د سلطنت د تاج او تخت د لاسته راوړلو له پاره خپل حيثيت او د افغان ولس حيثيت پايمال کړم. زه د خپل ورور څخه هيله کوم چي زما معذرت قبول کړي. “]]

 

دا چې اوس ښاغلی خليلزاد وايی :

((که حکومت او طالبان د ترورېزم پر ضد همکاري ونه کړي افغانستان به تل بې ثباته وي)).

نو د خليلزاد دا خبره هوبه هو د پخواني نظامي ديکتاتور ضياءالحق هغه خبره راتازه کوي چې ويلي وو او د ((خرس تلک يا حقايق پُشت پرده جهاد افغانستان)) هم راخېستې ده.

 

ضياءالحق :

Making the water boil in Afghanistan

by Praveen Swami
/ The Hindu

“The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.

په افغانستان کې بايد اوبه د حرارت په يو مناسبه درجه وېشول شي چې نه سړيږي. مانا دا چې د دوامداره جګړه چې سړښت يې نه، خو سوخت او درد يې د تل لپاره وي. [خپلواکي ګڼه]

 

ضياءالحق :

پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي.

 

تېر شپږ زره کلن قرآني تاريخ ته په کتو چې د موسی عليه السلام سختو ناخوالو ته په کتو چې د وخت حاکم يې د خپل سلطنت [نظام] د ړنګولو [ختمولو] په پار کتلی وو چې په بني اسرائيلو کې به دغسې يو ماشوم پيدا کيږي او له هغه نه به ستا نظام [سلطنت] ته د پای ټکی کېښوول کيږي، نو هغه ظالم د خپل واک [نظام/سلطنت] د بقاء ((ساتنې)) په موخه د موسی (ع) د موندنې په پار په زرګونو معصوم ماشومان ووژل او په دې يې لا هم تنده ما ته نه شو او د موسی عليه السلام د دوعا په پايله کې يې قوم ته مخ واړاوه چې ((خوشې مې کړئ / پرې مې ږدئ چې موسی (ع) ووژنم)) او د موسی عليه السلام د وژنې پسې راووته. هغه مبارک خپل قوم ((ملت)) رامخته کړ چې نننی مصر پرېږدي او هغه ورپسې شا ته له خپلو ټولو قواو سره راروان او نيل / بحر کلزوم ته راورسېد چې موسی (ع) ترې الله تعالی امانت له خپل قوم سره پورې ايسته او دی يې هملته له هر څه سره ختم کړ.

 

قرآن همدې ټکي ته اشاره کوي چې :

((والله يعصمک من الناس)).

انبياء ورسولان د الله تعالی په ساتنه کې دي. څوک ورته ضرر نه شي رسولی.

 

او زموږ وروستی د مرحوم محمد ظاهرشاه د وخت تاريخ بيا تکراريږي چې :

د امريکا د هغه وخت د ولسمشر ايزنهاور خبره يې ونه منله او هغه يې د نه منښتې په صورت کې زموږ په څنګ کې د سرطان دانه راته په هماغه ورځ راوزېږوله چې نن ترې د مذهب په نوم پر خپل روا او مشروع حق پخپل کور کې لا څه ان چې په نړيواله کچه په ټولو اسماني اديانو او بشري قوانينو کې چې عبادتځايونه او روغتونونه ترې مستثنی دي هم د ننني وخت د دغه قبطي د هوسونو د پوره کولو لپاره د هغوی د مزدورې او مستخدمې اردو او رياست او د هغوی د روزل شويو له لورې زموږ معصوم ماشومان په روغتونونو او ان په جنازو کې ترې په ارام نه يو او وينې مو تويوي.

 

زه حيران دېته يم چې زموږ دغه په خټه پښتون افغان ولې دومره بې پروايي وکړه؟ ده ته خو افغانان خوشاله ول چې دی خو به لږ تر لږه دغه بلانس وساتي چې زموږ د ټولو اړخونو (لوريو) ګټې سره خوندي شي، خو له بده مرغه نوموړي داسې تګلاره رامينځته چې هغه پخوانی کفنکش ضياءالحق او د هغه کړنلاره يې بيرته په نوې بڼه راژوندۍ کړه او د افغان نسلوژنې يوې نوې څپه يې رامينځته کړه.

 

دا ډېره دردوونکې ده چې اوس ښاغلی خليلزاد د دې نسلوژنې سره سره لا زموږ په زخمونو ملګې دوړوي او څرګندونې کوي چې ((که حکومت وطالبان په ګډه سره د ترورېزم پر ضد همکاري ونه کړي، افغانستان به تل بېثباته وي))، نو طالب ته يې برائت ورکړ او حال دا چې ((د امريکا سفارت طالبان وروستيو بريدونو ته د زميني برابرولو مسوول (پړه) بللي)). همدا اوس تازه نوموړي له باجوه سره په څه خبرې کړي دي؟

 

دې ډول بوږ نوونکو پېښو او شواهدو (لاسوندونو) ته په کتو چې د بلکواټر مشر د روسيې په نظامي تحقيقاتي مرکز کې کړې وې چې ((د امريکا په نوي ماموريت کې به طالبان د بلکواټر رول ولوبوي)) څنګه توجيه کوي؟ د نوموړي د ۲۰۱۸ کال د پلان هڅه دلته کتلای شئ :

Exclusive: Blackwater founder’s plan to privatise America’s $76bn, 17-year war in Afghanistan

نوې تازه څرګندونې يې د روسيې د وګنر فراريانو [محرورانو] په مرکز کې چې لا ويل کيږي د روسيې د دې مرکز پورې اړونده ډله د ليبيا د جنرال خليفه په ملاتړ هلته جنګيږي.

ERIK PRINCE OFFERED LETHAL SERVICES TO SANCTIONED RUSSIAN MERCENARY FIRM WAGNER

 

خو ښاغلي يې مخه ونيوله او د هېواد جګړه يې له خصوصي کونې وژغورله، خو داسې برېښي چې ښاغلي خليلزاد هماغه پلان لږ په ارزانه بيه سيده له رياسته ترلاسه کړ. پر ښاغلي غني هر اړخيز فشارونه نور اړخونه هم لري چې څنګه يې څوک لږ په وړيا او ارزانه بيه ترلاسه کړي؟ ځکه خو ښاغلي ايريک پرينس هم په دې تازه وختونو کې له رسنيو سره د زړه خواله کړې وه.

 

د ترورېزم په نوم جنګ نه خلاصيږي او مشر لالا به خپلو لېرو موخو ته د ترورېزم په پلمه ځان رسوي، خو د مال وسر او وينو لوړ قيمت به يې افغان ولس ورکوي چې د کابل په روغتون هڅه يې له همدې ډول ګنده معاملو سره تړاو لري. ښاغلی خليلزاد کوښښ کوي چې طالب له حکومت سره په ازمايښتي عملياتو کې روږدی کړي، خو رياست لا طالب وختي له نورو سوړو سره هم لاس پر لاس کړی دی چې کله ناکله ماريا زخارف او د مړويسي ضمير کابلوف څرګندونې له همدغه ډول ګنده معاملو سره تړاو لري چې کله ناکله رسنيو ته راوځي. د طالب جلب له رياست سره په پنجاب کې دی، خو د قطر په دوحه کې يې د خپلې هيرا منډي ته ورته نخرو کې يې د اعتماد لپاره کېنولی، خو له دې سره سره پرې له تهران، مسکو، بېجنګ او نورو سره هم چڼې وهي. ځکه خو ضمير کابلوف د ښاغلي غني په خلاف څرګندونې کړي او سرګي لاروف هم همکارۍ ته خپله سينه ډبولې ده. طالب اوس يو خوند نه، بلکې ډېر خوندونه اخلي چې د مذهب په نوم په استخباراتي او اقتصادي موخو د لاسته راوړنې لپاره به په څنګ د افغان نسلوژنې پروسه هم مخته وړي. بشري بوږنوونکي جنايات به خپله او يا د دوی تر چتر لاندې نور تروريستي ډلې تر سره کوي چې کله ناکله به خپل ځانونه په دغسې بدنامو او بوږنوونکو بريدونو کې په انکار او يوې اعلاميې په خپرولو سره خلاصوي او بس.

 

ستونزه دلته ده چې القاعده، داعش، لشکر طيّبه، حرکة المجاهدين او داسې نورې ترهګرې ډلې زموږ له خاورې، نبض او وينې سره جوړ نه دي، نو ولې پرې د تهران، مسکو او بېجنګ د وېرولو لپاره له موږه قرباني واخلي چې د سرومال او د وينو تويدېدنې لوړ قيمت به يې موږ او زموږ معصوم نوي زېږېدلي ماشومان ورکوي او ګټه به يې رياست او نورو ته رسيږي؟ ترڅو به د غفلت (بې پروايۍ) په درانه خوب بېده اوسو؟ اوس د افغانستان د حکومت وپارلمان په ګډه مسووليت دی چې له امريکا سره په شوي تړون له سره غور وکړي او هم له ښاغلي خليلزاده وپوښتي چې دا څنګه جرګه دې کړې چې هره ورځ پرې د ولس وينې له هر لوري توييږي او سړښت يې نه راځي؟ ايا رښتيا هم طالب دومره واکمن دی چې دومره تشدد ته مخه کړي؟ که د چا ملاتړ ورسره نه وي، نو طالب غول هم نه شي کولی او نه يوه هفته خپل جنګ ته دوام ورکولی شي. له امريکا سره بايد سپينې او پرېکنده (قاطع) خبرې وشي چې تر څو به يې دا جاله ډوبه لوبه مخته کړې وي؟

 

د ډاکټر نجيب الله د وخت خبره چې هغه مهال يې لويې جرګې ته کړې وه چې تاسې ما ته مشوره راکړئ چې :

Ø      دا وطن پنجاب ته ورحواله کړو؟

Ø      او که ساتنه (دفاع) يې وکړو؟

 

له خليلزاد او امريکا سره بايد هوبه هو سپينه او غوڅه خبره وشي چې د طالب د چتر لاندې مو د ترورېزم په پلمه د خپلو لېرو موخو او نورو ځانغوښتنې هوسونو [ټاکنيزې بريا او د سولې جايزې] لپاره مو دا ځلې بيا :

Ø      پنجاب ته ورحواله کوي که څنګه؟

Ø      ايا موږ هم د سوله ييز ژوند حق لرو يا نه؟

 

په درنښت

سيد حسين پاچا

 

خليلزاد، که حکومت او طالبان د ترورېزم پر ضد همکاري ونه کړي افغانستان به تل بې ثباته وي

https://www.taand.com/?p=1617

ايريک پرنس : د امريکا په نوي ماموريت کې به طالبان د بلک واټر رول ولوبوي

https://www.taand.com/archives/149009

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply