محمدروښان ښاد _
د ولسمشر غني او نورو افغان مشرانو عمده توپیر دادی چې ولسمشر غني نه د نورو غوندې شف شف کوي، نه د پاکستان د دروغو په ژمنو غلطېږي او نه هم په سیاسي او ملي مسایلو کې عاطفي او نورو مسایلو ته ارزښت ورکوي. له دې امله به د ولسمشر غني سفر پاکستان ته که ګټه ونه لري، نو تاوان او د وخت ضیاع به په هیڅ صورت نه وي.
د ولسمشر غني سفر به له دې امله هم ګټور وي، چې پاکستان په تېرو څلور نیمو کالو کې پر ولسمشر غني بېلابېل فشارونه وارد کړل، خپل مختلف مهارتونه یې وکارول، دوی بالاخره دې نتیجې ته ورسېدل چې ولسمشر غني سره له نورو هغو لارو څخه چې پر ولسمشر کرزي به یې کارول نشي بریالي کېدلی، ځکه ولسمشر غني د سیمې او نړۍ وضعیت دقیق څاري، د پاکستان وضعیت تر بل هر چا ښه ور معلوم دی، د افغانستان په اړه د پاکستان نېت، اراده او دریځ هم ښه ور معلوم دی، نو پاکستان له خپلو مهارتونو، فشارونو او بازار تېزیو نهیلی شوی او بالاخره دوی مجبوره دي چې د ولسمشر غني هغې خبرې او بلنې ته راشي چې کلونه دمخه یې ورته ویلي وو چې د هیوادونو او ملتونو اړیکې پر عواطفو نه، بلکې په دوه اړخیزو ګټو ولاړې وي او له پاکستان څخه یې غوښتي وو چې پر غیر حکومتي ډلو او ګروپونو د پانګونې او اړیکو پرځای دې له دولت سره اړیکې ونیسي.
د ولسمشر غني دا ځلي سفر به ځکه ګټور وي چې له یوې خوا پاکستان له اقتصادي او کورني کړکېچ له پلوه په بد وضعیت کې قرار لري. له بل لوري دوی په تېرو څلور نیمو کالو کې دې نتیجې ته ورسېدل چې له ولسمشر غني سره پر هغه د فشار د زیاتولو له لارې هیڅ نتیجې ته نشي رسېدلی، نو ښه داده چې خپل مسایل ورسره د خبرو له لارې حل کړي او د افغانستان پر وړاندې د دښمنۍ اوسنی دریځ د دوستۍ دریځ ته بدل کړي.
پاکستاني مقامات اوس دا هم درک کوي چې افغانستان دا ظرفیت او توانایي لرله چې په څو کالو کې پر پاکستان خپله عمري تکیه ختمه کړي او د سیمې له هیوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړي، مګر پاکستان دا توانایي هم نه لري او پاکستان په اوسنیو شرایطو کې تر بل هر وخت دېته زیاته اړتیا لري چې د افغانستان له ظرفیت او موقعیت څخه معقوله او قانوني ګټه واخلي او دا ګټه هغه مهال اخیستی شي چې پاکستان له وسله والو ګروپونو او طالبانو سره خپلې اړیکې وشلوي او پرځای یې له افغان دولت سره دوستانه مناسبات ټینګ کړي.
پاکستان دا هم ګڼلې چې په زور او فشار په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه نشي نیولی، مګر که چېرې پاکستان له افغان دولت سره دوستانه مناسبات ولري او د هند د نفوذ په اړه په ډيپلوماتیک ډول خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې، نو ممکن تر اوسني حالته زیات ګټور وي ، نو له همدې امله به پاکستان ته د ولسمشر غني سفر ګټور واوسي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320