محمدروښان ښاد
ډاکټر غني پیاوړې حافظه لري، حتی کله کله په ټوکو وایي چې زما د حافظې قوت د کابینې د وزیرانو ښه نه اېسي، ځکه دوی چې کومې ژمنې وکړي، نو تل زما په یاد وي او هر وخت یې ور یادوم، چې له دې څخه بیا دوی ځورېږي. د دې ترڅنګ چې یو ځل یو څوک وګوري او نوم یې زده کړي، نو بیا یې کلونه کلونه د هغه نوم او څېره په یاد وي.
محمد اشرف غني دپیاوړې حافظې له برکته له څلورم څخه تر دولسم ټولګي پورې یاداشت نه نیوه او یو ځل یې چې کتابونه ورک شول، نو دا هم ورته بې تفاوته وه چې چا او څنګه یې غلا کړل، خو د دې باوجود بیا هم هغه نه پوهېده چې کومه ځانګړې او فوق العاده حافظه لري. هغه وایي: ”دا عجیبه وه. زه نه پوهېدم چې کومه خاص حافظه لرم. زه کابل پوهنتون کې پوهیالی وم. هندوستان سره ګډ بین المللي سیمینار وو، هغه وخت زموږ مشران په انګلیسي پوهېدل،خو غږېدل نه. د ادبیاتو پوهنځي مشر میرحسین شاه خان ماته وویل ته راشه ژباړه وکړه او مجروح صیب خدای دې وبښي. زه راغلم کېناستم، دوی غږېدل یو هندي تاریخپوه وو. نیم ساعت وغږېده ما یاداشت نه نیوه. ماته یې ویل پنځه دقیقې وغږېږه، ما د هغه پروفیسور ټولې خبرې وژباړلې. حبیبي صیب ، مجروح صیب ، رشاد صیب، بېنوا صیب دا ټول راغلل، غېږ کې یې ونیولم او ښکل یې کړم. ما ویل څه خبره ده؟ ویل داسې حافظه موږ نه ده لیدلې. زه همغه ورځ پوه شوم چې حافظه لرم او ژباړه کولی شم.“
هغه له کمکینې د مطالعې او څېړنو شوقي وو، لیک، لوست، مطالعه او څېړنه یې د ژوند مهمې بوختیاوې وې. له همدې امله یې زښت ډېر مواد ټول کړي وو. نوموړی کیسه کوي، ”د میوند واټ په پای کې یوه خټینه کوڅه وه باباخودي یې باله هلته د زړو کتابونو د خرڅولومرکز وو، هره اونۍ به زه درې ورځې هلته نه وم، د افغانستان د تاریخ ټول اسناد یې راته ټول کړي وو. “
زړو کتابونو،ګرځېدا او د شاګردانو موګرافونو له نوموړي سره د افغانستان پېژندنې په برخه کې ډېره مرسته وکړه. ”مواد مې دومره ډېر ټول کړي وو چې دا چوکاټ مې ووړ شو، ځکه زما منظور هیڅ وخت قباله نه وه، ما غوښتل یو واضح ذهني چوکاټ ولرم او هدف مې دا ووچې دوه کالو لپاره به ځم او بیا به راځم او نور تحقیق به کوم ، خو د افغانستان شرایطو مجبور کړم او دوه کاله په ۲۴کلونو بدل شول، کورنۍ مې ټوله بندي شوه. افغانستان تراژيدي ته لاړ. زه مجبور شوم چې هلته درس ورکړم او هلته په بین المللي ټولنه نوې څېړنې وکړم او لس کاله هغه زمینه برابره شوه.
تاریخ، ادبیات او ریاضیات د اشرف غني د خوښې مضامین وو، خو رسم او خط ورباندې جبر وو، ځکه په اساسي توګه یې نه ورښودل. هغه وایي، ” هغوی راتلل یو رسم یې اېسته او ویل یې دا رسم کړئ، خو دا یې نه ویل چې څنګه؟ خط کې هم همداسې وو. خط مې اوس زښت زیات خوښېږي، خو خط مې سخت خراب دی. د مالیې وزیر چې وم یو چا زما خط جوړ کړی وو. ویل دا ستا خط دی ما ویل څنګه دا خو ډېر ښه خط دی. زما خط اوس هم د دریم صنف خط دی. کمپیوټر چې راغی ډېر ښه تمام شو. په رسم او خط کې مې تل لږ نومرې وې.“
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320