پاکستان افغانانو ته سوله سختوي

0 838

له هغه وروسته چې د وسله‌والو طالبانو استازي په دوحه او ابوظبي کې د امریکا له استازیو او په مسکو کې د حکومت له یو شمېر مخالفو سیاستوالو او پخوانیو توپکیانو سره کېناستل، دې ډلې د پاکستان په لارښوونه او فشار د افغان سولې لپاره د امریکا استازي اسلام‌اباد ته غوښتي او غواړي دا ځل د پاکستان پر غولي پر افغان سوله خبرې وکړي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، ټاکل شوې دا غونډه د فبروري پر ۱۸مه دوشنبه په اسلام‌اباد کې جوړه شي. دې ډلې ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر څنګ به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم په افغان سوله سربېره د کابل او اسلام‌اباد د خرابو اړیکو او دغه راز په دې هېواد کې د افغان سوداګرو پر ستونزو هم خبرې وکړي!
که څه هم طالبانو په دې اعلامیه کې هڅه کړې چې خپلې اوږې د پاکستان د نفوذ او فشار له ځغه خالي وښيي او داسې ښکاره کړي چې د یوه قوت په توګه د امریکايي استازیو تر څنګ، له پاکستاني چارواکیو سره هم د خپل هېواد د ستونزو په اړه خبرې کوي، خو دا اوس نه یوازې افغانانو ته جوته ده، بلکې نړېوال هم پوهېږي چې د طالبانو ریموټ په اسلام‌اباد کې دی، په کومه لاره او څنګه چې د هغوی خوښه وي، دوی بیایي او غږوي.
پاکستان تل خپلې ګټې د افغانستان په کړکېچ کې لټولې او اوس هم د خپلې ترهګریزې تګلارې او تړلیو چرګانو له لارې هڅه کوي چې د افغانستان قضیه همداسې دوام وکړي او د سولې روانه پروسه چې امریکا، افغان حکومت، افغانانو او د سیمې ځینو هېوادونو یې لپاره لستوڼي را بډ وهلي ترې بریالۍ نه‌شي او که د بریا پر لور هم ځي، د اسلام‌اباد موخې او ګټې باید پکې ثابتې وي.
اسلام‌اباد د دې غونډې په کوربه‌توب غواړي چې د افغان سولې په پروسه کې نور هم ښکېل شي او داسې یې را وڅرخوي چې د احتمالي بري په صورت کې پکې غوښنه برخه ولري او هغه موخې یې چې د افغانستان په جګړه او تباهۍ کې لټولې، دلته یې تر لاسه کړي.
د دې تر څنګ غواړي چې په خپلو نمایشي اقداماتو او څرګندونو د افغان سولې پروسې ته ځان ژمن وښيي، له دې لارې پر افغان حکومت نه یوازې فشار راوړي، بلکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مبارزې په اړه د ولسمشر غني د هغه دریځ غچ هم واخلي چې د دغه غورځنګ مبارزه یې برحقه ګڼلې وه او پر وړاندې یې د پاکستاني حکومت چلند ناسم بللی و. دغه راز پاکستان هڅه کوي چې د افغان سولې پروسې په برخه کې د نړیوالو، په تېره بيا امریکا له فشاره هم ځان وژغوري.
بله خوا که څه هم د پاکستان او سیمې د یو شمېر هېوادونو په مستقیمه لارښوونه او فشار د طالبانو د فعالیتونو په اړه شک نه‌شته، خو دې ډلې د جدې پر ځای په اسلام‌اباد کې او د افغان حکومت پر ځای له پاکستاني او امریکايي چارواکیو سره د افغان سولې پر جوړېدونکې غونډې سره خپله تړلتيا او غلامي لا هم روښانه کړه چې دا کار کېدای شي د طالبانو په منځ کې هم د ځینو اختلافونو لامل شي.
ښايي د طالبانو هغه برخې چې په پاکستان سربېره د سیمې او نړۍ له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم اړیکې لري یا هم هغه افراطیان چې له تفکیک او فکر پرته د عقیدې له مخې د افغان حکومت او افغانانو پر ضد جنګېږي، د طالبانو د رهبري د دغه اقدام مخالفت وکړي او په دې سره دا ډله ووېشل شي.
د افغان سولې پروسې دا ډول اوږدول او د سیمې او نړۍ هېوادونو په رقابت بدلول نه یوازې د دې پروسې له بري سره مرسته نه کوي، بلکې لا یې هم پېچلې کوي.
اوس که امریکا رښتیا هم غواړي په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي او د افغان سولې په اړه یې چټکې هلې ځلې ښې پایلې ته ورسېږي؛ نو لومړی باید د پاکستان غوږ تاو کړي او په دې یې وپوهوي، که په دې برخه کې ورسره په اخلاص منډه وانخلي، پايلې به يې ورته بدې وي.
که د افغان سولې په برخه کې یې یوازې د پاکستان دریځ بدل کړ او دغه هېواد ته هم له رښتینو او عملي ګامونو پرته بله لار پاتې نه‌شوه، دا پروسه به بريالۍ شي، که نه په افغانستان کې به بل اور همداسې دوام کوي چې لمبې به یې د افغانانو تر څنګ، د سیمې او ان نړۍ هېوادونه هم وسوځوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply