په افغانستان کې پخواني امريکايي چارواکي لارنس سيلن ويلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د هغه چا پر ضد کاروي چې د پاکستان پر ضد وي. په افغانستان او عراق کې پخواني امريکايي پوځي چارواکي لارنس سيلن دغه څرګندونې له امريکا غږ پښتو څانګې سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي. نوموړي ادعا کړې چې د طالبانو تر نسکورېدو وروسته پاکستان په ٢٠٠١ زېږديز کال يو ځل بيا طالبان منظم او منسجم کړل او د افغانستان پر ضد يې وکارول. لارنس وايي، د طالبانو قوماندانۍ او شوراګانې په پاکستان کې دي، د پاکستان په مذهبي مدرسو کې نوي غړي جلبوي، د هغوى د ټپيانو درملنه د پاکستان په روغتونو کې کېږي. ده زياته کړې، پاکستان طالبانو ته خوندي ځايونه لري، خو په خپله له بريدونو خوندي دی، خو له هغه ځايه پر افغانستان بريدونه کوي. نوموړی له افغانستانه د سرتېرو د ايستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د پلان په اړه وايي، موخه يې دا ده څو د سولې هڅې ګړندۍ شي. خو لانس وايي چې طالبان له دغه اعلانه ګټه اخيستې ده او د سولې په مذاکراتو کې سرزوري کوي. دغه امريکايي پخواني پوځي چارواکي ويلي چې پاکستان له امريکا سره په ګډه پخوانی شوروي اتحاد مات کړ، خو دا يې د خپلې ګټې لپاره وکړ. د هغه په وينا، هغه مهال هندوستان د شوروي اتحاد ملګرى و او د شوروي ماتول د پاکستان په ګټه او د هند پر زيان و.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320