د افغانستان په شمال، مرکز لوېدیځ او سویل کې د څو خپلسرو قوماندانانو نیونې په ډېرو هغو کسانو سر لړلې تبه راوستلې چې په وروستۍ یوه لسیزه کې یې د خلکو په وینو مزې کولې. له عليپوره د روزګان تر رحیم الله خانه او د کندوز له نویدکه د فاریاب تر نظام بایه ټول د هغه لېسټ څو ټپوسان دي چې تر پرونه یې د بېوزلو افغانانو په کور، ناموس، جایداد، اولاد او شتمنیو غوټې وهلې او نن پخپله د زندان د تورو مېلو تر شا خړې سترګې پراته دي او یا په څارنوالي او محکمو کې یې ورته دوسیه ډکې شوې دي.
په تېره یوه نیمه لسیزه کې په پردي دسترخوان دغه ډول پړسېدلي لنډهغر اوس داسې په تېښته دي چې د دې لوی ا افغانستان په سردرو کې د پټې او پښو ځای نه لري او هر یو یې د خپلې مېرمنې په خوا کې هم په ارامه سر نهشي ایښودای.
د دغو خپلسرو وسلهوالو هغه تابوتونه دړې وړې شول چې بېوزلو افغانانو ته یې له خپلو لرګیو تراشلي وو. د ولسمشر غني حکومت وايي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانان د هغو ټولو خپلسرو وسلهوالو له شره د تل په مخه خلاص کړي چې د دوی شپه او خوب یې ناارامه کړی دی. فکر کېږي چې په ټول افغانستان کې له ۷۰ تر ۱۰۰ پورې دغه ډول لنډهغر وسلهوال له څه باندې یوې لسیزې راهیسې خپلسرې واکمنۍ جوړې کړې چې یو په بل پسې د دړې وړې کېدو په درشل کې دي.
ولسمشر غني ژمنه کړې وه چې د قدرت هغه ټولې جزیرې به له منځه وړي چې د یوه پرمختللي او خپلواک افغانستان پر وړاندې خنډ شوې دي. نوموړي دا کار د خپلې کابینې لپاره د وزیرانو په غوراوي سره پیل کړ او هغه تنظیمي او قومي ستنې یې یوه په بل پسې خپلو اصلي کارونو ته ور ستنې کړې چې پر افغانستان له هغوی پرته واکمني ډېرو ته ناممکنه برېښېده. نوموړي دویم ګام په حکومتي امنیتي ادارو کې د پراخو اصلاحاتو په عملي کولو سره پیاوړی کړ او په دفاع او کورنیو چارو وزارت کې د سمونونو په مټ یې د هغو سلګونو ماشیني او جهادي جنرالانو شړلو ته کار ووایه چې په تېرو ۱۵کلونو کې یې د خدای اجرونه له دې بېوزلي ملت څخه غوښتل او د ټول افغانستان امتیاز یې خپل ګاڼه.
ښاغلي غني افغانستان پر هغه لار ور سیخ کړ چې ملت ورته څلور لسیزې قرباني ورکړه. نوموړي دا چاره د عطامحمد نور په لېرې کولو سره نوره هم پراخه کړه او د افغانستان په ختیځ او سویل کې یې د هغو نورو زورورو د غیرقانوني عوایدو چینلونه ور وتړل چې د افغانستان حکومت ته به یې د دغه او هغه کار د کولو لپاره ۱۲ او ۲۴ ساعتونه وخت ټاکه.
سره له دې چې ښاغلي په دې کار څلور تېر کړل، خو ډېر په دې باور دي چې دا کار همدومره پېچلی او سخت و او ولسمشر د خپلې کلکې ارادې پر مټ ورته رښتینې بڼه ورکړه. په دې سربېره ښاغلي غني هغو خپلسرو کاغذي پړانګانو ته هم لاس ور تېر کړ چې له اسمانه کښته یې د خدای پر ځمکه ځان د هر څه واکدار او واکمن ګاڼه او په خوب کې یې نه تېرېده چې یوه ورځ به یې همدغه سپینږیری ولسمشر د نیولو امر ورکړي.
په وروستیو څو میاشتو کې حکومت د هغو ټولو ببرڅټو دبدبه او جلال ملت ته ور وښوو چې ځانونه یې د نیايي خدایان بلل او د افغانستان په یوه لویه برخه کې یې ځان ته لښکرې او سنګرې جوړې کړې وې.
اوس د هغو زورورو ښکرونه په ماتېدو دي چې یو مهال د امریکا تر بي ۵۲ لاندې چا په خپل اخور نهشوای درولای. ښاغلي غني نړۍ او افغانانو ته وښووه چې د هر جابر خپلسري د ماتولو وړتیا او اراده لري او غواړي چې په افغانستان کې هغه ټول توپک په لاس قانون ته په ګونډو کړي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې د نظام د ستنو د ړنګولو شعارونه ورکول.
ولسمشر د هغه ځواک بېساری پرسټیژ نندارې ته وړاندې کړ چې ډېرو یې د پاشل کېدو خوبونه لیدل او د زورواکيو پر وړاندې تش لاسی اجیر لښکر بلل کېده، خو نن هماغه اردو او کمانډو هغه ځانخوښي ټوپکمار په مخه کړي چې د حکومت د پخوانیو چارواکيو تر سیوري لاندې دومره چاغ شول چې اوس د تېښتې او منډې کولو نفس یې ختلی او د خپل سر د خوندي کولو په لټه هغه او دغه ته پیغامونه استوي.
د افغانستان په تاریخ کې یوه بله پاڼه په اوښتو ده او د دې ملت پر سر هغه غوړېدلی تور جال په شلېدو دی چې د خلکو په ځورولو او د قانون په ماتولو سره غوړېدلی وو. که کیسه همداسې روانه وساتل شي، لېرې نه ده چې هغه یتیمان او کونډې د ارام ساه وباسي چې د نویدک او نظام بای په څېر ببرڅڼو له خوا زیندۍ شوي وو.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320