Browsing Category
ادب
ادبیات او سوله / فهیم بهیر
ادبیات له نورو پوهنو سره ګډې اړیکې لري، چې د څېړلو پر مهال د پوهنو هره برخه په ټولنه کې ځانګړی رول لري. د پوهنو هره برخه د ټولنې د وګړو د وسیلې په هدف کارول کېږي، نو په دې اساس…
ګل ورژېد / بصيرالحق عادل
د نن داستان
د مور له ستوني يې ډوډۍ نه تېرېده، خپل سره لاسونه يې مخ ته نيولې وو، پر مخ يې اوښکه ورغړېده، څړپ کاسې ته ولوېده.
پلار يې فکرونو کې ډوب و، د خپلې لورکۍ د خوب ځای ته به…
زه له هغې پرته دا څو شپې هیڅ خوب نشم کولی/ حامد حقمل
اوه خدایه،
دا څۀ دې راپېښ کړل
لۀ هغې پرته
دا ژوند هیڅ معنی نلري
ما تر اوسه د خپګان مزه نه وه څکلې
خو د هغې هجران پر ما دا مزه وڅکله
د هغې ځای تر اوسه زما په زړه کې خالي دی…
فلسفه او شعر/ نقيب احمد عزيزي
فلسفه لغوي له پوهې سره مينې ته وايي. اصطلاحاً فلسفه د تخليق د ماهيت د څرګندتيا پوهه ده، خو ځينې داسې فلسفې هم شته چې موضوع يې پر خالق څېړنه کول دي. د اسلامي عقيدې او بلکې ديني…
شعر د تخیل په هنداره کې / محمدخان بریال
پر دې ټول پوهېږي چې شعر ته تر اوسه داسې بشپړ او ټولیز تعریف نه دی وړاندې شوی چې ټولو ته د منلو وړ وي. له ارسطو رانیولې، تر اوسنۍ معاصرې دورې پورې هر شاعر، ادیب او ژورنالېست له خپل…
نجيب محفوظ / ژباړن: نجم الله جلالزی
نجيب محفوظ د عبدالعزيز زوی د ابراهيم احمد پاشا لمسی د مصر هېواد د قاهرې ښارپه جميليه نومې سيمه کې د ۱۹۱۱مېلادي کال په ډسمبر مياشت کې نړۍ ته سترګې وغړولې، پلاريې دولتي مامور و.…
د نړۍ پراخوالی/ شیلر
د فارسي ادبیاتو څخه د شیلر د یو ادبی پارچی
ژباړن : سید عبیدالله نادر
زړه می غواړي چي د باد په وزرونو کښینم ، او هغه څه چي څښتن تعا لی د تاریکۍ او سر ګردانۍ له مینځه څخه…
د مينې په نوم / بصيرالحق عادل
حمزه بابا فرمايي:
چې دنيا د آب او ګل ته انسان راغی
مينه راغله، فتنه راغله، توفان راغی
مينه د انسان په بدن کې اغږل شوې ده او د انسان د يو دروني راز او سپېڅلې جذبې ته مينه ويل…
ادبیات روح تسکینوي / محمد نسیم مومند
دا خبره مې ډېره اورېدلې چې: «ادبیات مو روح تسکینوي» او هم مې په خپلو ځينو لیکنو کې را اخیستې ده او دا مې ورته دلیل راوړی چې ادبیات د انسان له روح روان سره کار لري او د دې تر څنګ د…
د کره کتنې غشي او ادبي ډالونه / فهیم بهیر
د لیکوالۍ پر مهال ډیری کسان له کره کتنې څخه یو ډول ویره لري، چې کله د هغه په اثر باندې کره کتنه وشي؛ نو د دې پر ځای چې ځواک واخلي، د ځان پر وړاندې دا پروسه یو ډول عقدوي ګڼې کله چې…