Browsing Tag

نور محمد لاهو

څرخېدونکې مرغۍ

څرخېدونکې مرغۍ ــــــــــــــ ډوډۍ یوه ده او وږي ! زرګونه ...... لاسونه ! د یوې مړۍ په تمه یو په بل پسې اوږدیږي لکه د تږو غنمو ریښې چې د اوبو په لورغځیږي ډوډۍ د لاسونو منځ کې لکه سرګردانه مارغه څرخي ځینو ته یې سیوری ځینو ته یې…

خالي څوکۍ

یو بوډا د پارک په یوې زړې څوکۍ ناست دی. امسا یې لکه د عمر وروستی وفادار ملګری، تر څنګ ولاړه ده. شونډې یې موسکۍ دي لکه له لیرې یې چا نوم اخیستی وي . باد راشي د ونو پاڼې وخوځوي. بوډا سر پورته کړي خو هېڅوک نه وي یوازې ماښام وي…

د خوبونو رڼا

د خوبونو رڼا ـــــــــــــ جګړه ! تل د ټوپک په تورو ډزو نه پیلېږي جګړه ! کله کله هغه وخت پیلېږي چې تنور سوړ شي او د ډوډۍ طلايی خوشبویي د بندو دروازو ترشا زړه شي او د غنمو زرغونې خوشې د باد په اوږو د سندرو په ځای سلګۍ ووهي او…

نخښه

هیڅوک نه پوهیږي هغه د کومې هدیرې د کوم بې نښې قبر په غیږ کې له دې دنیا سره وروستۍ خدای پاماني کړې ده ؟ خو یوه ورځ یوه باد د یوه کاڼي غوږ کې وویل : ما هغه ولید نښه یی دا چې یوې ګولۍ یې په سینه باندې یو سور ګل کرلی و . پوره حال…

توره نقاشي

‎توره نقاشي ‎ ! راشه ‎ددې پټه خوله تورکاڼي ‎ د تنهايی په سرې قالینې وناڅه ‎د سترګو او لاسونو ‎ په دې ناز ناز حرکاتو ‎یوه ښکلی ‎او وحشي سندره جوړه کړه ‎په پستو پستو ګامونو ‎ ! غزلونه ‎لکه پاڼې د نرګیسو ‎ ژیړې ژیرې په هوا کړه ‎ !…

مړاوې شوې نڅا

مړاوې شوې نڅا ــــــــــــــــــــ یوه زمانه وه ته زما د ژوند وچ بیابان کې لکه پټه چینه ! روښانه ! ځلیدې . او بې پروا چې ستا نوم به مې د سیند اوبو ته واخیست سیند به ناڅاپه مین شو په څپو به یې ستا نوم تکراروه یو سور ګل به مې لاسو…

دیوال

ــــــــ کاشکې له چړې ! څخه نور هیرشي چې د مرغانو شنې مرۍ څنګه پرې کیږي کاشکې له ټوپکه ! څخه هیرشي د یو چا مسته سینه کې د یو چا د ښکلو سترګو خوږ تصویر څنګه شنه لوخړه کیږي کاش ! له توغندي شي د دې خلکو د کورونو لارې ورکې . زه…

جادوګره نیشه

! کړکۍ خلاصه کړه چې د بدن نازنین عطر دې لکه پوست او خوږ شمال د سرو ګلونو منځ ته ورشي څو هر ګل ته هیره شوې خوشبويي بیا ور په یاد کړي . او د زاړه ښار ! په تورو تورو دېوالونو تکه سپینه او شیرینه رڼا پریوزي د زمان په وینو لیت…

څودا پسرلی دی

څنګه په پټو پټو سترګو وهې چیغې قتلوې نرګیسي پاڼې د ژوندون ژوبلوې نارنجي وریځې د ښایست سپین لاسونه دې ډير وخت شو د یوبې پلاره ماشوم د وینو بوی کا ستا چوپتیا هم لکه مرګ داسې ترخه ده ستا چوپتیا هم لکه قبر نیمه شپه کې خپله خوله همیشه…

تریخ درد

جګړه ! په دعاګانو نه ختمېږي دغه اور ! د یو ګلاب په شیرچايی او پستو شونډو او د نرګېس په نارنجي خوږې رڼا نه وژل کیږي دغه اور ! لکه کمیس اغوستل کیږي . زمانه بدله شوې اوس د خلکو نصیبونه د ټوپک په تودو ګوتو لیکل کیږي او بریا ! په…