دمينې ليک ۸
شپه توره تياره وه،نن د سپوږمۍ رڼا هم نه وه،درې بجې وې، چې ويښه شوم، تليفون ته مې وکتل، چې ګورم د تا پيام راغلی،يوه نقطه پکې ليکلې وه،زړه مې ورته خپه شو خدايه کاااش خوب نه راتلای،نقطه مې ښکل کړه،په زړه مې دنااميدۍ تياره خوره وه زړه مې ډک شو…