د نوې وګړشمېرنې  اړتیا او ستونزې

د نوې وګړشمېرنې  اړتیا او ستونزې (بشپړه سرشمیرنه څه ده؟) د احصائیې د مرکزی ادارې ویاند ویلي چې په پام کې ده ۳۱میاشتو کې د ۱۲۰-۱۵۰میلیون ډالرو په لګښت دافغانستان بشپړه وګړشمېرنه/سرشمیرنه (سرشماری کامل) اجرا کړی. دلته به په څوبرخو کې…

محبس او قفس

یوه خبره تل یاد ساتۍ، هغه دا چي سردار محمد داود خان په خپلي کورنۍ کښي  له پاچا (محمد ظاهر خان) سره تربور ګلوي پالل، په هیواد کښي یې له( روشنفکري نهضت ) سره سرسخته  دښمني کول. تل یې تلاښ دا وه چي ځان مطرح کړي نو په هیواد کښي یې د(…

ټایګر_ لنډه کیسه

د روهان سترګې ډکې دي، ورته کتلی نه شم، لکه زما په خاطر چې ناست وي، مخ یې ګونځې دی. د ده په خپګان څوک ژر نه پوهیږي، چې مرور شي، لکه غټ سړی یوازې ناست وي. زه مې د ماما له کوره راغلم، دی بالکون ته ختلی و، څنګ ته یې ورغلم، اوښکې یې په

د قفقاز ملګری

لسيزې وشوې چې د هغه دا کيسه مې زړه کې ساتلې وه ـ دا ډېره ګرانه وه، چې څوک دې دومره اوږده موده داسې يو څه په زړه کې پټ وساتي، چې بايد پټ و نه ساتل شي ـ ما سره دا وېره وه، که يې وليکم، نو خلک به مې د باد بڼکه کړي ـ ټولو ته به لېونى ښکاره شم…

د ناخوښۍ دوه لاملونه او وړاندیزونه

د شلمې پېړۍ ستر فیلسوف او عالم برټرینډ رسل په خپل کتاب (د خوښۍ راز) کې د نا خوښۍ او خفګان دوه لوی لاملونه یاد کړي دي. یو لامل له ټولنیز ژوند سره اړه لري او دویم د یو انسان له شخصي نفسیاتو را پورته شوی بولي. دا چې انساني نفسیات هم ډېر کله د…

تور عطر

تور عطر لا ماشوم وم چې بوډا شوم ما ځواني ونه لیدله ما له دې لوی سمندره یوه لپه ډکه نه کړه . های افسوس د زمانې په یوه ستوې زخمي لارې هغه پړانګ او هغه تللي سپین آسان بیرته بیا راستانه نه شول نه مې هم هغو غمونو له زخمونو…

د کابل په ملي پاڅون کې د محمدشاه خان بابکرخیل رول  

د کابل په ملي پاڅون کې د محمدشاه خان بابکرخیل رول   (١٨٤٢- ١٨٤١): د افغان او انګلیس د لومړۍ جګړې په دوران کې یو له نوموتو، نفوذ لرونکو او سترو شخصیتونو څخه محمدشاه خان بابکرخېل  د لغمان د بدیع آباد اوسېدونکی دی. محمدشاه خان د…

طالبانو د ۴۰ نویو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکړی دی

محمد اسحاق اکرمی/ دویچه ویله ۱۴۰۲/۵/۱۳۱۴۰۲ مرداد ۱۳, جمعه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چي د افغانستان په بېلا بیلو برخو کي ۴۰نوي ولسوالۍ جوړوي. طالبان د کومو معیارونو له مخي دغه اداري واحدونه جوړوي؟ د طالبانو د…

ناسا له وویجر – ۲ فضايي بېړۍ سره خپله اړیکه له لاسه ورکړې

د راپورونو له مخې؛ ناسا له وویجر – ۲ فضايي بېړۍ سره خپله اړیکه له لاسه ورکړې او دا پېښه ناببره رامنځته شوې او له کبله یې له ځمکې سره انتن د ۲ درجو په واټن کې څرګند شوی دی. وویجر -۲ په ۱۹۷۷ ز. کال کې خلا ته وتوغول شو او اوس له ځمکې څخه ۱۹…

مختلط یا مېکس میتود تحقیق

د اګست ۲مه، ۲۰۲۳ پس منظر د مختلط میتود څېړنه یوه تازه غوړیدونکې یا نوې را څرګنده شوې میتودولوژي ده چې د دریم میتودلوژیک حرکت په نوم یادیږي. دا مخ پر ودې میتودولوژي په مختلفو برخو کې د څیړونکو او ساینس پوهانو لپاره داسې نوی حرکت دی چې د…