په غزني کې د کوزې پښتونخوا د وژل شوي طالب مور ته د اختر مبارکۍ لیک
فدامحمد باران
مورې سلام! ستا به زړه دردمن وي، د اسلامي تمدن مرکز غزني ښار جګړې کې دې برېن واش شوی احمق باغي زوی وژل شوی، داسې وژل شوی چې تسلیت هم درکولای نه شم.
په تا ویر دی، د اختر مبارکي که درته ووایم، غوسه به شې، داسې غوسه چې سره لمبه…