وايي “۹۰سلنه ټولنه مو د خره ماغزه لري”/ کمالپوري

0 1,258


دا د یوه ملګري د هرپوسټ او هرې تبصرې ۹۰ سلنه همدا “۹۰سلنه ټولنه مو د خره ماغزه لري” برخه جوړوي او فکر کوم له ټولنې سم خبر نه دی او یا له دې ټولنې بې ځاره دی خو په هر صورت، دا فسبوک دی د بیان ازادي ده د هرچا حق دی، موږ دا صلاحیت نه لرو چې دا حق یې سلب کړو، د زړه د بړاس د سپکېدو همدا ځای دی چې هغه هم همدا ټولنیزې شبکې دي چې درونه یې ورسپکېږي.
د ټولنې امنیتي وضعیت:
زه کله هم سیاسي پوسټ نه کوم او ټولنه هم ښه راته معلومه ده او ښه یې درک کولای شم چې څومره اړمنه ده او هره ورځ څومره ستونزې زغمي، سهار له کوره په وتلو له شاه څو ځلي ایت الکرسي درپسې کوف کېږي چې رب دې ژوندی راولي، تر بېګا موږ یوه داسې کورنۍ تر شاه پریښی چې هغه په رواني لحاظ ۹۰ سلنه ناسالم وي څو ماښام موږ په دروازه کې وګوري.
اقتصادي اړخ یې
ټولنه مو له لوږې سره مخ ده، بې کاري زیاته شوې په خصوصي او دولتي دواړو ادارو کې هغه کانې روانې دي څو یو څه در جوړ کړي او له دندې دې بې برخې کړي، په رواني لحاظ د امنیتي ستونزو تر څنګ د اولاد د ګېډې غم هم درسره شته او لګیا دي خلک د اولاد په ګېډه دې پښې درږدي، نو ورورکه دلته بیا هغه خلک زیات بادارانو ته ډېر مخکې وي چې غوړه مالي (چاپلوسي) یې زده وي مجبوره دي، رب دې د ګېډې غم نه درښيي.
خپله غوړه مالي یا چاپلوسي په څو کټه ګوریو ده چې لومړې هغه یې په اوس وخت کې هېڅ په درد نه خوري، (۱- برس پاک ۲- زیر بغلي- پاس پاس- ګریس وهنه او په دا وروستي وخت کې مې د چاپلوسۍ دا درجه هم ولیده چې باید خپل بادار تر پیغمبرۍ درجې ورسوې) دا اوصاف به خپلوئ بیا به دې د اولاد ګیډه کې یو څه وي.
د پوهې معیارونه که دوکتورا- لیسانس هم یې په دې هېواد کې به د یوه شتمن زیړ- شنه او څرګني رنګونو سره ځغلې، ځکه هغه چې څه درته فرمايي په هماغه به روان یې دوی سره د تورو او سپینو دلیل ویل بې معنی ځکه دي چې هغه ته وختي شیدې تورې معرفي شوي که تا سل دوکتوراوې هم کړي وي. بس د هغې شېدې تورې دي او دا به ورسره ضرور منې. نو ایا مجبورا نه یو؟؟؟؟؟؟؟؟؟
د پردې تر شا ښه هوښیار یو د رب په هغه لوړ حضور لوړه کوم چې ښه هوښیار یو، خو د ګېډې د دوزخ لپاره مو دا هرڅه زغملي، نه مو د خره ما غزه دي او نه د کوم بل ځناور.
اوس که ژوند عادي ګرځوئ او ښار ته وځي چې ګنې په کراچۍ به پیاز کچالو وپلورم، خو خپله د کابل ښاروال هرپوسټ چې ګورئ همدا به یې سیاه کړي چې (شهر از دست فروشان- کراچیوانا پاک سازي کردېم) دا د کابل فروشګاه یې هم سپین میدان درګرځولې، یوازې تو کړې نصوار په کې ښکاري او بس، د روزي ګټلو دا لاره چاره دې هم ودرېده، مجبوره یې زیر بغلي او یا پاس پاس ته لاس کړې او ځان خوندي کړي.
بس به وي ورک یې کړه. 
هغه رب مو دې دا حال بدل کړي چې دا نړۍ یې پیدا کړې.
کمالپوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply