د طالبانو د قطر دفتر بندېږي

0 1,051

د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د قطر د پنځه کلن مړاوي رول د پای ورځې نږدې شوې او علایم داسې ښيي چې دغه لوبه د امریکا په خوښه سعودي او متحده عرب اماراتو ته ور حواله شوه. 
په اماراتو کې د سعودي عربستان سفیر شهزاده خالد چې د پاچا سلمان بن عبدالعزیز زوی دی له طالب استازيو سره د امریکایانو د وروستۍ ناستې مهم برخه‌وال و. هغه د تر سره شویو خبرو د جزییاتو په اړه ډېر څه نه وايي، خو په نږدې راتلونکي کې یې په همدې ابوظبۍ ښار کې د ورته نورو خبرو د کېدو خبر ورکړی چې تمه کېږي لومړنیو پایلو ته یې ښکیلې غاړې ځانونه تیار کړي.
سعودي شهزاده ویلي چې د امریکایانو د شپږ میاشتني اوربند وړاندیز ته طالبانو د رد ځواب ورکړ، خو د دوی د ۳ میاشتني اوربند د وړاندیز پر سر یې د نورو خبرو اترو او مشوره کولو اشاره ورکړه. د شهزاده نورو څرګندونو ته په کتو داسې برېښي چې د افغانستان د کشالې یو سر د سعودیانو لاس ته ورغلی او غواړي چې د خپل اماراتي ملګرو په مرسته یې هدف ته ورسوي. 
د افغانستان د کړکېچ حل ته د سعودي د وردانګلو یوازېنی شرط له قطر څخه د لوبې د واک اخیستل و. د سعودیانو او اماراتیانو دویمه موخه د کابل او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو تر سره کېدل دي چې طالبان یې باید ومني. په مقابل کې به یې د ولسمشر اشرف غني حکومت د طالبانو سیاسي دفتر ته رسمیت ورکوي او له دوحې به د دوی دفتر د سعودي عربستان جدې یا مکې ښار او یا د اماراتو ابوظبۍ ته انتقالېږي. په دې توګه به د افغان سولې اصلي لوبه پیل شي. 
طالبانو ته له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو په مقابل کې به د دویم امتیاز په توګه کابل، امریکا او ملګرو ملتونو ته یوه لیک استوي چې طالب مشران له تور لېسټه بهر کړي. په دې کار سره به د طالبانو مشران خپلو جګړه‌مارو ته شین څراغ ورکړي او د خبرو اترو لپاره به د باور رښتینې فضا را منځ ته شي. 
کابل به درېیم ګام هم پورته کوي او د یو شمېر طالب زندانیانو د خلاصون لارښوونه به کوي. په دې توګه به د سعودي او اماراتو په منځګړيتوب له امریکایانو سره د طالبانو خبرې نتېجې ته نږدې شي چې د یوه اړخ غوښتنه د امریکايي عسکرو د وتلو د پلان په ډاګه کېدل او د بل اړخ غوښتنه څه موده امریکايي عسکرو ته په افغانستان کې د ارام کولو وخت ورکول او د بهرنیو ترهګرو ډلو له خوا امریکا او ملګرو ته یې د ور پېښ خطر د نه پېښېدو په اړه ډاډ ورکول دي. 
دویمه غوښتنه یې طالبانو لا له مخه منلې، خو لومړۍ هغه تر اوسه ورته سره کرښه برېښي، ولې په لوېدیځ کې ډیپلوماټان فکر کوي چې د طالبانو په نظر کې راغلی نرمښت به یوه ورځ په یوه ډول دا تصمیم دوی ته اسانه کړي. د لوېدیځوالو اشاره د طالبانو هغه دریځ ته ده چې یو مهال یې د بهرنیو سرتېريو په شتون کې چورلټ خبرې ردولې، خو ډیپلوماسي دامریکايي عسکرو له شتون سره سره د جګړې ځای غوره کړی او طالبان اوس یوازې له امریکایانو د وتلو د پلان غوښتنې کوي. 
په کابل کې سیاستوال فکر کوي چې حالات به طالبان مجبور کړي چې له دوی سره هم ژر د خبرو اترو د مېز خوا ته کېني. اشاره یې د طالبانو هغو غورو او لاپو ته ده چې یو مهال یې قسم کړی و، که یو بهرنی سرتېری هم پر افغان خاوره ولاړ وي دوی به خبرې نه کوي. 
خو د ریاض او کابل نږدې او تودو اړیکو ته په کتو داسې برېښي چې د افغانستان د جګړې څلوېښتي په پوره کېدو ده او ژر به د غم پر دغه ټغر ناست افغانان د جګړې فاتحه واخلي. بل خوا ریاض او اماراتو ته د واشنګټن له ورکړي ماموریت او پر پاکستان له راغلي فشار څخه داسې برېښي چې افغانستان د ۱۹۷۹کال په څېر بیا د هغو هېوادونو د همکاریو د سټراټېژي لومړي څپرکي ته ور داخل شوی چې تمه کېږي د جهاد د بري په څېر به سوله هم د کامیابي تر بریده ورسوي.
افغان حکومت د افغانستان په سوله کې د سعودي د ښکېلتیا غوښتنه له څه باندې یوې لسیزې راهیسې کوله، خو ایله اوس د اسلامي نړۍ دغه بانفوذه هېواد پر دې وتوانېد چې د افغانستان د جګړې حل ته خپل لاسونه او پښې ور وغځوي.
سره له دې چې طالبانو څو میاشتې وړاندې په مکه مکرمه کې د مسجدالحرام او د مسجد النبوي د امامانو له خوا د افغان جګړې پر ضد ورکړې فتوا د ټرمپ وینا بللې وه، خو د السعود شهزاده‌ګان وتوانېدل چې د پاکستان له مجبوریته په ګټې اخیستو د طالبانو پښې داسې ناستې ته را کش کړي چې د دوی د سترګو پر وړاندې له امریکایانو او بله ورځ له افغان مشرانو سره د خپل هېواد په راتلونکي خبرې اترې تر سره کړي. داسې ښکاري چې د عربانو په منځګړيتوب او د امریکا، روسیې او چین په ضمانت به د افغانستان د روان جنګ کمبله کرار کرار ور ټوله شي، خو تر جګړې په دغه پېچلي ماموریت کې ټولو غاړو ته د هوښیارو ګامونو پورته کولو اړتیا ده چې افغانستان د ۱۹۹۰کال د نوييمې لسیزې په څېر د اور بلې لمبې ته برابر نه کړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply