Browsing Tag

فرزانه زیار

زرک‌ او شیتل

دواړو لاسونو ته‌يي زور ورکړ قرآن يي نور هم پر سينه کلک ونيوه، سترګې یی پټې نیولې وې سر يي د‌موټر پر ښيښې ايښی وه ځای ځای به موټر د‌لارې ‌د‌‌ خرابۍ له امله جمپ واهه خو دې به‌خپلې سترګې نه غړولې،مګر کله به يي زور کړ او قرآن به يې سینې ته…

پسرلي کې د سابو دود

(د پسرلي سابه او کلیوال دود) یو له کلیوالو دودونو څخه په پسرلي کې سابو ته د تللو دود ده، چې پښتنې ښځې کولای شي د سابو په پلمه له کوره بیرون ووځي او د پسرلي له شین او ښکلي طبیعت څخه خوند واخلي. د حمل لومړنۍ شپې او ورځې به وې، د کلي ښځو به…

د خاورو خمیره

پاس اسمان ټول بله رڼا شو، دې سره د کور د مخې په پاس پټي کې مو د ډزو غږونه شو، ټعق ټعق ټعق ټعق تا به ویل: پاس اسمان کې اور بل دی، ورسره د نارینه غږونو شورماشور شو، مبارک مبارک مبارک ویل یې د ډزو له غږونو سره ګډ شول، او یو بل ته یې سره غیږې…

وږمه لنډه‌ کیسه

لیکنه: فرزانه زیار وږمې په زوړ تنور کې ډوډۍ پخوله، او د هغې ابي ته ورته سترګې له اوښکو ډکې وې. هغې د کلي نجلۍ په څېر نه ژړل، بلکې سترګې یې د دود له امله سوځېدې. نیا یې ورته غږ کړ: – وږمې! وږمې! – څه شوې، دومره وخت دې تېر کړ، ما به په…

بېسوادې

د نادیې له ګلابي خیرنو څپلکو نه غټه اوږده ګوته په ځمکه لګېدله، د ټیکري یو کونج یی پر سر پاتې وه د بې دیواله ښوونځیو په اوږده دهلیز کې یې رامڼډه کړه، تر مخې یی ټولګیواله حنا ولاړه وه،د لاسونو ټق یې سره جګ کړ، بیا یې په ستړي ترهېدلې غږ ورته…

څنګه کولای شو له هیواد څخه بهر خپل اولادونه په وطني روحیه وروزو

ښه مې یاد دي،د اوړي شپې ورځې وې،په ټول کلی کې عواضه شوه د فریدې د زوی واده ده، خپله د تره لور یی ورته کړې ده. فریده زموږ د کلي هغه ښځه چې تږل عمر یی په اروپا کې تیر کړی وه، بې کچې مهربانه، هوښیاره او فیشني ښځه وه خو دا به کله کله وطن ته…

خانه مانده‌که

د غوا نارو کور پر سر اخیستی وو، له بع بع سره یې ریشمه هم خلاصه کړې وه، میرې یې لوړ غږ نارې کړې: _مردارې! وه مردارې! سر خو دې وخورې، چیرته ورکه یې؟ غوا خوشې شوې، تمامه ورځ ته یې او منځونه، قبله دې نور سورۍ کړه، د ما د کور وراني پسې د…

د پوهاند محمد صابر خويشکي پښتو معاصرګرامر ته کتنه

 سريزه ادبي کره کتنه يا نقد هغه علم دی چې د يوه ادبي اثر ښیګڼې او بدګڼې را په ګوته کوي، اثر کومې ښيګڼې لري او کومې برخې یی د تامل وړ وې. نو په دې سمستر کې هم زما کورنۍ دنده د پوهاند محمد صابر خويشکي معاصر ګرامر ته کتنه وه، سره له دې چې…

د سبکپوهنې اړیکه له نورو علومو سره

سبک څه ته وايي؟ سبک د یوې لیکنې د فکر او فيګور له ترکيب او تناسب راپيدا ښکلا او ځلا ده. د فکر او فورم تر منځ باید تناسب وي او دا تناسب ښکلا او ځلا رامنځته کوي. هر لیکوال يو خاص سبک لري، او پر هغه سبک باندې پيژندل کيږي، په يوې بلې پيژندنې…

یوازې یوه هیله

ستونی یی وچ شو نور یی حلق کې لاړې نۀ وې پاتې، غوښتل یی نور د کتاب پاڼې وتړي، د نن لپاره درس بس کړي، پر سپین مخ یی راغلې خولې لۀ ورایه ځلیدې، پر مخ راغلي ویښتان یی تر غوږو واړول،شاته یی پر بالښت تکیه وکړه خپلې سترګې یی د آرام پر پلمه…