څنګه کولای شو له هیواد څخه بهر خپل اولادونه په وطني روحیه وروزو

فرزانه زیار

371

ښه مې یاد دي،د اوړي شپې ورځې وې،په ټول کلی کې عواضه شوه د فریدې د زوی واده ده، خپله د تره لور یی ورته کړې ده.
فریده زموږ د کلي هغه ښځه چې تږل عمر یی په اروپا کې تیر کړی وه، بې کچې مهربانه، هوښیاره او فیشني ښځه وه خو دا به کله کله وطن ته راتله دلته یی د ښځو لپاره د خیاطۍ کورسونه جوړ کړی وه، تل به یی له ښځو سره مرسته کوله،سره له دې چې کالي به یی غربي اغوستل، ټیکری به یی نه په سرکاوه خو د ټولو ښځو تر منځ یی خاص ارزشت درلود
که به یی له شاه پسې هر څه ویل: خو مخامخ به ورته نه مړې وې نه ژوندۍ…
خو دې خپل اولادونه هیڅکله وطن ته نه وه راوستلي،ددې د زوی واده شه او هر چا یی د بلنې ارمان کاوه، چې له نیکه مرغه موږ ته یی هم کارت راغلی وه،زه او مور مې هم ورغلو د کابل په یوه ډېر لوکس هوټل کې یی واده وه، ډېره ښه ډوډۍ یی تیاره کړې وه .
کله چې ناوې او شاه راغلل، شاه د خارجیانو په څیر عجیب حرکات کول، په پښتو او دری ژبه له سره نه پوهیده،له خبرو سره یی ټول وجود ته جالب حرکات ورکول، په هر میز کې ورپسې پسنهاری شروع شو، وۍ دا خو لیونی ده
د ناوې مور ته یی ویل:دا خو د لیوني ته ورکړې وه خورې ولې ؟
ګل غوندې لور دې په لیوني وویشتله په سترګو وړنده شې .

ددې زوی په اقتصاد کې ماستري درلوده
که څومره ټولو چیغې وهلې چې هلک د اروپا له پوهتون نه ایم اې لري، یو بزنس پر مخ وړي د یوه لوی شرکت منیجر ده، خو نو چاورسره منله .
نو بهرمیشتو، راځئ خپل اولادنه په وطنی روحیه رالوی کړئ، هغوی ته خپله ژبه ورزده کړئ او په خپل کلتور یی لوی کړئ.
ډېر کله به مو له مشرانو څخه اوریدلي وي:
زویه/ لورې خارج ته مه ځه په تا خو باور لرم چې خپل دین او رواج مه نه هیروې خو راتلونکی نسل به دې د همغوی په رقم وي.
وایی: پلانی لاړه خارج ته کافر شو.
څنګه کولای شو په بهر کې هم خپل اولادونه پخپل رسم و رواج وروزو!!؟
ځینو هغو سپارښتنو ته چې باید پام وکړو:

دین:
تر ټولو لومړی باید خپلو دیني مقدساتو ته پام وکړو، ماشوم هر څه له ټولنې زده کوي، نو بهر چې هر ډول او د هر دین خلک شته موږ باید خپلو اولادونو دیني مقدسات ورزده کړو
د یوه ماشوم مغذ دسپینې ورقې په څیر وي موږ کولای شو هر څه پکې ولیکو .
لومړی خپل ماشوم ته کلمه ورزده کړو
د عقایدو پر اړه ورته ووایو
چا پیدا کړي یو ؟
ولې یی پیدا کړي یو ؟
دنیا ته د څه لپاره راغلي یو؟
ایمان څه ته وایی
په فرښتو، آسماني کتابونو، د محشر پر ورځ …. ایمان څه معنا لري.

عبادات
وروسته د عبادت پر ډولونو او ارزښت وپوهو،لکه:
اودس ورزده کړو
ورپسې فرض لمونځونه ورزده کړو
دا لارښووونه ورته وکړو چې دا پینځه وخته لمونځ پر موږ فرض دی که یی ونه کړو سخت ګنهګار او د جزا وړ یو.
د جمعې، جنازې،اخترونو …. لمونځونه ورزده کړو .
د روژې، زکات، حج … پر اړه یی وپوهوو.

درناوی:
مسلمانان او بیا په تیره بیا افغانان له متقابل درناوي څخه ډک خلک دي، خو بهرنۍ ټولنه چې یوه بوخته ټولنه ده دې موضوع ته پکې چندان توجه نه کیږي.
دلته مور، پلار، خپلوان، مشران … د یوه ځانکړي مقام لرونکي وي، تر دوی واړه یی حتا ډېر وخت د احترام له امله لاسونه ښکلوي، هیڅکله په تنده لهجه ورسره خبرې نه کوي حتا که کله پوهیږي هم چې زه پر حقه یم نو بیا هم لویانو ته ځواب نه ورګرځوي.
د لویانو هره خبره د کاڼې کرښه کڼل کیږي،او هرې خبرې ته یی ټول په ډېر احترام غوږ نیسي…
دا هغه موضوعات چې باید په بهر کې هم ورته جدي پاملرنه وشي
خپلو ماشومانو ته د لویانو احترام، د مور او پلار مشرانو حقوق …. ورته وویل شي، وښودل شي او عملي شي.

په بهر کې خواړه:
دا چې موږ مسلمانان یو نو نه شو کولای چې له ټول بهرني خواړه وخورو، ځکه ځینې شیان شته چې زموږ په دین کې یی خوړل حرام دي؛ نو پر دې اساس باید خپلو اولادونو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د حرامو او حلالو خوړو په اړه بشپړ معلومات ورکړل شي
په خوړو کې بله د بحث موضوع د ډودۍ خوړلو آداب په پیل کې د بسم الله ویل، په آخ کې شکر … هغه موضوعات چې باید په یوې اسلامي کورنۍ کې مراعات شي، ځکه د ډوډۍ دود په هره ټولنه کې توپیر لري.
زما ښه یاد شي، زموږ له لرې خپلوانو څخه کوم سړی ډېر کلونه پس له بهر څخه راغلی وو نو ډېره ډڼډوره او خبرې به یی د خوړلو پر طرز وې، لکه:
چا به ویل: غوښه نه وړوي هماغسې یی خوري
چا به ویل: اوبه په ولاړه شکي.
چا به ویل: د ډوډۍ پیل کې بسم الله نه وایی…
نو ښه به دا وي چې خپلو اولادنو د ډوډۍ خوړلو آداب له شرعیت سره سم ورزده کړو.

په بهر کې کالي:
خپلو ماشومانو ته دا وښیو چې موږ اخترونه، د نکریزو شپه، نوروز … دودنه لرو، او د امکان په صورت کې ورته د خپل دود سره سم کالي واغوندو نو لا به ښه وي .
خپلو اولادونو ته وښایو چې افغاني کالي زموږ هویت ده، او باید خارجیانو په څیر کالي وانه غواندو .
د خپلو مقدساتو او دودونو د ورزده کولو لپاره که وخت ونه لرو، نو کولای شو چې آنلاین استاده استاده ورته ونیسو
داسې به هم د وطن خلکو سره مالي مرسته وي او هم به د تاسو اولادونه راتلونکي کې د خلکو د هندا نه کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.