د راولپېنډۍ د سولې تړون

لیکوال: ا.م.ا سیستاني - ژباړن: سیلانی

228
د راولپېنډۍ د سولې تړون د ټولو هغو مخکینیو تړونونو په پرتله چې له انګرېزانو سره لاسلیک شوي وو، د افغانستان په ګټه او غوره و. د راولپېنډۍ د سولې تړون غوراوی او امتیاز چې د ګندمک او ډیورنډ د مخکینیو تړونونو په پرتله یې لري، دا دی چې همدغه تړون د افغانستان سیاسي خپلواکۍ ته لاره هواره کړه. له همدې امله له یاد تړون وروسته افغانستان د نړۍ د آزادو ملتونو په کتار کې ودرید او د یو خپلواک هېواد د وقار او حیثیت څښتن شو. له همدې تړون وروسته افغانستان وکولای شول له نورو آزادو هېوادونو سره سیاسي، سوداګریز او کلتوري اړیکې او همکاریانې ټینګې کړي او دغه اړیکي د خپلو سفیرانو په لېږلو او د دوستو هېوادونو د سفیرانو په منلو سره لا پیاوړې کړي. د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال، افغانستان له لسو څخه زیاتو هېوادونو لکه بخارا، شوروي اتحاد، ایټالیا، آلمان، انګلستان، پولنډ، ترکیه، ایران او برتانوي هند سره خپلواک سیاسي روابط درلودل او په یادو هېوادونو کې یې لسګونه سفیران ګومارلي وو چې هلته د افغانستان ګټې و ساتي او استازیتوب یې وکړي.
برعکس، په ګندمک تړون کې راغلي وو: «د افغانستان امیر او د هغه ټولې مربوطې سیمې پر دې ژمنې دي چې د بهرنیو حکومتونو سره په اړیکو کې به د برتانوي حکومت مشورو ته ځان پابنده بولي کوي، له دغو حکومتونو سره به (د بریتانیا له اجازې پرته) کوم تړون نه لاسلیک کوي او همدارنګه به د یادو حکومتونو په وړاندې وسلې نه پورته کوي. که چېرې په افغانستان کوم بهرنی یرغل وشي، د دفاع په موخه به د انګلستان پوځي مرسته، وسلې او پېسې د انګلستان په هغه ډول چې مناسب یې بولي، وکارول شي…» (غبار، در مسیر تاریخ، لومړی ټوک، مخ ۶۱۱).
امیر عبدالرحمن خان او د ګندمک تړون منل
کله چې امیر عبدالرحمن خان په چاریکار کې ځان د پادشاه په توګه اعلان کړ، له کابله د برتانوي حکومت سیاسي استازي سر ګریفن ورغی او د برتانوي هند حکومت پرېکړه‌یې ورته څرګنده کړه، چې: « د افغانستان هېواد په اړه، ماته امر شوی چې دا څرګنده کړم چې د کندهار ټول ولایت یو خپلواک واکمن ته سپارل شوی، پرته له پشین، سیبي او کرم څخه چې د انګلستان خپلې ولکې ته پاتې کېږي. له همدې امله د انګلستان حکومت نشي کولای په دغو مواردو او له امیر محمد یعقوب خان سره په شوې هوکړه (یعنې د ګندمک تړون) له سره تاسو سره مذاکرات وکړي. له دې مستثنیاتو پرته، د انګلستان حکومت غواړي چې تاسو په افغانستان بشپړه او پراخه واکمني ټینګه کړئ، لکه له پخوا چې ستاسو د کورنۍ امیرانو درلوده.» (تاج التواریخ، لومړی ټوک، مخ ۲۰۰).
ګریفن زیاته کړه: «د هند واکمن ماته اجازه راکړې چې تاسو ته څرګنده کړم: له هغه ځایه چې د انګلستان حکومت نه‌مني چې نور بهرني دولتونه په افغانستان کې (په ښه نیت) لاس‌وهنه ولري، او همدارنګه د ایران او روسیې حکومتونو ژمنه کړې چې د افغانستان په چارو کې به لاسوهنه نه کوي، دا څرګنده ده چې ستاسو اعلیحضرت پرته له انګلستان څخه له بل هېڅ بهرني دولت سره سیاسي اړیکي نشي درلودلی…» (تاج التواریخ، لومړی ټوک، مخ ۲۰۳–۲۰۴).
دا اسناد په څرګنده توګه ښيي چې افغانستان که څه هم په خپلو کورنیو چارو کې خپلواک و، خو په بهرنیو چارو کې په رسمي ډول د انګلستان تر حمایې لاندې و. انګرېزانو د امیر محمد یعقوب خان له وخت څخه تر امیر حبیب الله خان تر مړینې پورې، شاوخوا څلوېښت کاله افغان امیرانو ته اجازه ورنه کړه چې له انګلستان نه پرته له بل کوم بهرني هېواد سره خپلواکې سیاسي، سوداګریزې یا کلتوري اړیکې ټینګې کړي.
د افغانستان یو تکړه تاریخپوه ډاکټر سید عبدالله کاظم له ډاکټر صاحب خالدي څخه دوه ډېرې بنسټیزې پوښتنې کړې دي. هغه وایي: «ما له تاسو او ستاسو هم‌نظرانو څخه دوه پوښتنې کړې دي، خو هېڅ یوې ته مو تر اوسه ځواب نه دی ویلی. دا ځل له تاسو پوښتنه کوم: ایا تاسو د امیر محمد یعقوب خان، امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان د واکمنیو په ترڅ کې د افغانستان د تحت الحمایه حالت څخه انکار کوئ؟ دویم، ایا په داسې حالت کې د افغانستان خپلواکي بشپړه ګڼئ؟ یو داسې هېواد چې حق ونه لري له کوم بهرني هېواد سره په خپلواکه توګه سیاسي اړیکې ولري، ایا ادعا کولی شي چې بشپړه خپلواکي لري؟ او البته یوه بله پوښتنه: افغانستان کله وکولای شول له یو شمېر نورو هېوادونو سره په خپلواک ډول سیاسي اړیکې ټینګې کړي او همغو هېوادونو د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله؟ که ستاسې انجمن له دغو حقایقو انکار کوي او یا ترې تېښته کوي، باید په نوم کې يې د «تحریف» کلمه ورزیاته شي (یعنې د افغانستان د تاریخ تحریفولو انجمن).»
د ډاکټر صاحب خالدي د منطق کمزوري له همدې دعوې څخه څرګندېږي چې هغه وایي: د یعقوب خان له استعفا یا مړینې سره د ګندمک تړون هم له منځه ولاړ، حال دا چې داسې نه ده. یو تړون تل د یوه واکمن له خوا د یوه دولت په استازولۍ لاسلیک کېږي، او که یو واکمن له خپلې دندې استعفا وکړي او یا د سیاسي عواملو له امله ووژل شي، ځای‌ناستی یې د بهرني مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره اړ کېږي اعلان وکړي چې هغه له مخکېني حکومت څخه پاتې ټولو تړونونو او ژمنو ته درناوی لري او پابند یې دی. لکه څنګه چې شاهي رژیم نسکور شو او د سردار محمد داوود خان جمهوریت پیل شو، داوود خان له هلمند سيند څخه د ایران د حقابې تړون په رسميت وپېژانده. همدارنګه د خلق دیموکراتیک ګوند رژیم، سره له دې چې له ایران سره یې سیاسي اختلافات درلودل، یاده شوې حقابه یې پر ځای پرېښوده (په رسمیت یې وپېژندله). حتی طالبان هم، سره له دې چې د ایران له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي، ځان مکلف بولي چې له هلمند سيند څخه ایران ته د اوبو د حقابې ورکړه ومني. دا ځکه چې د رژیمونو له بدلون سره نړیوال تړونونه په خپل سر نه باطلیږي او هر نوی حکومت د مخکینیو نړیوالو تعهداتو درناوی کوي.
هېملټن ګرېنټ د راولپېنډۍ د سولې د مذاکراتو تر پایه، د لندن له خوا د اجازې تر ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان د خپلواکۍ سند ولیکه. هغه د افغان هیئت مشر ته په یو لیک کې څرګنده کړه: «د استقلال جګړې ټول مخکیني تړونونه باطل کړي دي.» له دې کبله، دا تړون او دا مکتوب په رسمي ډول د افغانستان کورنيواو بهرنيو چارو بشپړه آزادي او خپلواکي پخپله افغانستان ته سپاري. هغه همداراز زیاتوي: «برسېره پردې، اوسني جنګ ټول مخکیني تړونونه لغوه کړي دي.» (آدمک، د افغانستان سیاسي اړیکو تاریخ – له امیر عبدالرحمن خان څخه تر خپلواکۍ پورې، مخ ۲۳۳).
دا څرګند اعتراف ښيي چې که د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره له سترې برتانیې سره دا جګړه نه وای شوې، انګرېزان به هېڅکله د افغانستان بشپړه خپلواکي منلو ته چمتو شوي نه وای. ډاکټر لډویک آدمک چې د راولپېنډۍ د تړون د مذاکرو ټول جزئیات یې ثبت کړي، وايي: د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۵مه نېټه د بریتانیا حکومت په مبهم ډول د هند حکومت (معاهده) تایید کړه او ویې ویل: «د تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د انګلستان لخوا د افغانستان د بهرنيو اړیکو کنټرول په رسمي توګه د برتانوي سیاست یو اساسي اصل و. تاسو به د پاچا حضور د حکومت هغه بې میلی درک کړئ چې له داسې اصل څخه تېر شي، ځکه دوی تر اوسه هم دې اصل ته ډېره زیاته پاملرنه کوي.» (آدمک، پورته اثر، مخ ۱۰). آدمک زیاتوي چې لندن پرته له دې چې د افغانستان په بهرنۍ تګلاره کنټرول ولري، افغانستان ته د مالي اعانې له ورکولو ډډه وکړه.
د آدمک د یادښت په پام کې نیولو سره څرګندیږي چې انګرېزانو د افغانستان د بهرنۍ تګلارې کنټرول ته څومره زیاته پاملرنه کوله. هغوی د امیر عبدالرحمن خان له واکمن کېدو څخه نیولې تر امیر حبیب الله خان سراج د مړینې پورې، په ټوله کې څلوېښت کاله هر کال شاوخوا ۱۸ لکه روپۍ افغان امیرانو ته ورکولې، یوازې د دې لپاره چې هغوی له روسیې سره سیاسي اړیکې ونلري. او دا د امیر امان الله خان زعامت و چې دې ورکړل کېدونکي رشوت ته یې شا کړه، او پر ځای یې د هېواد د زامنو په قربانۍ سره له انګرېزي استعمار څخه خپلواکي ترلاسه کړه او د افغانستان ازادي غوښتونکي ملت ته یې یو ستر تاریخي ویاړ ور په برخه کړ.
د ژباړن تبصره
د افغانستان د تاریخ ټولنه، یوه پروژه یي انجیو چې په بهر کې جوړه شوې ده او د افغانستان د خپلواکۍ جګره یوه افسانوي، غیر ضروري بولي او ټینګار کوي چې باید دا ورځ و نه نمانځل شي. دوی وايي موږ له پخوا خپلواک و او امان الله خان او افغان ولس په ناحقه دا جګړه وکړه، ناحقه یې قربانیانې ورکړې او حقیقت کې ددې جګړې پایله د استقلال راسته راوړل نه و بلکې د دوو لوی قدرتونو ترمنځ سیاسي جوړجاړی و.
زه ددې انجیو مشر او ټولو غړو ته پورتنۍ لیکنه چې د تاریخي اسناد پر اساس لیکل شوې ده وړاندې کوم او پوښتنه کوم، چې په پورته تړونونو کې په واضحه راغلي چې افغانستان خپلواک هېواد نه و، اوس تاسو ددې ویاړ تحریفولو ته ولې ړستوني بډ وهلي دي او څه غواړئ او چاته کار کوئ؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.