د ځوانۍ په ځنګل کې

اکرام الله امېد

108

دا ناول ډېر په زړه پورې دی، په بیا ځلې لوستو ارزي؛ ځکه هم پکې د انسان لپاره درس شته او هم پکې د مینې یو تریخ بیان، ما دلته د دې ناول ځینې برخې په لنډو کې بیان کړې، هیله ده چې دا کتاب پیدا او تر پایه یې ولولئ.

دا د انګرېزانو د هغه مسلمان پوځي (نایک) غلام مهدي کیسه ده، چې د نوموړي ټول ملګري د جاپانیانو له لوري ووژل شول، دی په ټپي حالت کې د مالیزیا په ځنګل کې د جاپانیانو له وېرې ځان پټ کړي؛ خو هلته یې د ځوانۍ ځنګل زرغون شي، له دې ځنګل څخه ورغ وتل او وېره یې له جاپانیانو څخه هم ډېره وي؛ ځکه د ځوانۍ ځنګل داسې ځنګل وي، چې انسان د تل لپاره د ګمراهۍ کندې ته ور ټېل وهي.

کله چې مهدي ته په (۱۹۳۸م) کال کې د نایکۍ عهد ورکړل شي؛ نو دی انباله چوڼۍ ته واستوي، په دې وخت کې ورته د پلار له لوري لیک راځي، چې رخصتي راوخله، چې واده درته وکړم، نوموړی د یوه داسې دود قرباني شوی و، چې ان تر اوسه پورې هم زموږ په پښتني سیمو کې پالل کېږي، هغه ته یې په کوچینوالي کې د تره لور په نوم کړې وه، د نوموړي سره دومره څه نه و، چې واده یې کړی وای، له بلې خوا یې خسر ته په کلي کې پېغورونه ورکول کېدل، چې د مهدي زړه نه غواړي، چې ده ته په نوم شوې زینب خپل کور ته راولي، زینب ډېره ښایسته نجلۍ وه، له مهدي سره ډېره مینه لرله؛ خو مهدي د دې لپاره هېڅ د مینې احساس نه درلود، کله چې مهدي د انګرېزي توپخانې سره د مالیزیا پر لور روانېده، نوموړي د ته یې د کوژې مراسم ونیول او زینب یې کوژدن شوه، زینب د مهدي مشرې خور ته ویلي و، چې که مهدي ټول عمر هم رانشي؛ نو زه به یې په نوم ناسته یم.

کله چې په (۱۹۳۹م) کال کې جرمني دویم نړیوال جنګ پیل کړ؛ نو انګرېزانو د خپل پوځ یوه برخه د مالیزیا په ځنګل کې ځای پر ځای کړه، د دې ځنګل درېیو خواو ته اوبه دي، یواځې شمال خواته وچه لري، کله چې د (۱۹۴۱م) کال په پای کې جاپان جنګ پیل کړ، په انګرېزانو سخته راغله، د جاپان سمندري بېړۍ د مالیزیا د ځنګل پر لور حرکت وکړ، مهدي له خپلو ملګرو سره په څنګل کې څو ورځ تېرې کړې، یوه ورځ جاپاني الوتکو ورباندې بمبار پیل کړ، له یوې خوا بمبار او بلې ځمکنۍ جګړې د ده ټول ملګري؛ له توپخانې سره یو ځای له منځه لاړل، دی هم د هاوان مرمۍ ټپي کړ، نوموړي په داسې حالت کې چې وینه یې له وجود څخه روانه وه، په یوه نامالوم لوري حرکت وکړ، ځنګل ګڼ و، څو ورځې همداسې په ځنګل کې لار ورکی تاوېده.

یو وخت په داسې حالت کې چې نور یې د وجود سېک ختلی و او د مرګ تیارې ورباندې خورې وې؛ یوه نجلۍ یې مخې ولاړه ولیده، په لومړي سر کې یې فکر کاوه، چې کوم جن دی او یا هم فریښته؛ خو وروسته یې ذهن ته راغلل، چې دا د دوی د ټولي په څنګ کې د یوه هټۍ وال عبدالرحمان لور؛ عایشه وه، عبدالرحمان هم د جاپانیانو د وحشت او د خپل ناموس د ساتنې په خاطر په ځنګله کې اوسېدل غوره کړي و، مهدي د عبدالرحمان په کور کې ډېرې ورځې بې حاله پروت و، کله چې په هوښ راغی، عبدالرحمان ورته په قران قسم ورکړ، چې د نوموړي ناموس (عایشې) ته په بد نظر نه ګوري.

عبدالرحمان چې یو هټۍ وال و، یوازې د شپې مهال به عایشې ته راته او له جاپانیانو څخه په پټه یې خوراکي توکي ورته راوړل، سهار وختي په تیار به بېرته د کلي پر لور ته، عایشه هغه څوک وه، چې مهدي پخوا هم ورته د مینې په نظر ډېر ځله کتلي و، د عایشې ښایست، ساده ګي او شوخي هغه څه و، چې مهدي یې د خپلې ځوانۍ په ځنګل کې را ایسار کړی و، کله به چې په نوموړي باندې شیطان غالب کېده؛ نو د عبدالرحمان سره کړی قسم او ژمنه به ور په یاد شوه، عایشې به د مهدي په ټپونو مرحم او پټۍ کېښودې، ټوله ورځ به یې خدمت کاوه، همدا وجه وه، چې د دې په زړه کې د مهدي لپاره ځای پیدا کېده، مهدي یوازې یو پوځي و، په مینه نه پوهېده؛ خو له عبدالرحمان سره په کړي قسم به یې ځان له ګناه څخه ساته.

کله چې د مهدي ټپونو په جوړېدو شول، عایشې یوه ورځ وریاده کړه، چې عبدالرحمان یې پلار نه دی؛ بلکې هغه د دې لپاره د دې پالنه کړې، چې نکاح ورسره وتړي او مېرمن یې کړي، هغې دا خبره هم ورته وکړه، چې زما لپاره یې خپله پخوانۍ مېرمن د درملو په واسطه ووژله، د مهدي په زړه کې د عبدالرحمان لپاره د مینې پر ځای کرکه را وټوکېده او پر دې باندې یې فکر وکړ، چې څنګه له عایشې سره یو ځای له دې ځایه وتښتي، په ځنګله کې په دې لټه شو، چې ګوندې کومه آبادي پیدا کړي او هلته پناه یوسي، یوه ورځ یې په ځنګله کې داسې ځای پیدا کړ، چې هلته یو کلی اوسېده، په کلي کې مړی شوی و، دی یې هم جنازې ته ورغی، مړی شوی کس پړانګ خوړلی و، له جنازې او دفن وروسته یې د کلي مشر ته خپل ټول حال ووایه، مشر هم ژمنه ورسره وکړه، چې د خپل سر په قېمت به ساتنه ورڅخه کوي.


کله چې مهدي او عایشه دې کلي ته را راونېږي، عبدالرحمان یې څاري، په یوه ځای کې روباندې توپانچه راباسي، په دې وخت کې پړانګ په عبدالرحمان حمله کړي، مهدي ډېره هڅه وکړي چې نوموړی وژغوري؛ خو نه توانېږي، د نوموي جسد په همدې کلي کې خښوي، مهدي چې پوځي و او ټوپک یې هم درلود؛ نو د کلي خلک ورڅخه هیله کوي، چې پړانګ پیدا او ووژني؛ ځکه چې هغه د انسان وینه څکلې ده، له دې وروسته به له انسان پرته بل حیوان ونه خوري.

کله چې نوموړی له کلیوالو سره د پړانګ لټون ته ځي، ناببره پړانګ ورباندې حمله کوي او سخت یې ټپي کوي، کلیوال دی کلي ته راوړي او هلته شپږ میاشتې د کوما په حالت کې پروت وي، د ځنګله له نمجنې هوا څخه یې ځخمونه پړسوب او ګزک کوي، بیا یې کلیوال د جاپانیانو له وېرې په پټه د یوه طبیب کور ته لېږدوي، هلته یې حالت یو څه ښه کېږي، او له بلې خوا جاپانیان هم له دې سیمې څخه د انګرېزانو له لوري په شا کېږي، مهدي ته طبیب چې ملا هم وي ډېره مینه ورکوي او له عایشې سره نکاح هم وتړي، کله چې یې روغیتا بشپړه شي، بېرته خپل کلي استول کېږي، هلته عایشه هم له ځانه سره بیایي، نوموړي دا فکر کړي، چې پخوانۍ کوژدن زینب به یې بل ته په نکاح ورکړې وي؛ ځکه چې درې کاله مخکې د ده کورنۍ ته د نوموړي د مرګ خبر رسېدلی وي؛ خو کله چې کلي ته رسېږي، ورته جوته شي، چې زینب تر اوسه هم د ده په نامه ناسته ده، زینب یې یو ځل پلار بل چاته په نوم کړې وي؛ خو هغې دا سوګند کړی وي، چې تر مرګه به بل خاوند ونه کړم، ځکه چې مهدي به یوه ورځ ضرور راځي.

کله چې د مهدي له واده خبرېږي، د کسات لمبې یې په زړه کې پورته کېږي او یوه ورځ د یوې ښځې په لاس عایشې ته زهر وکوي او وژني یې، له هغې وروسته زینب د لېونتوب حالت ته رسي، ډېره موده هېڅ هم نه خوري او د مهدي په لېونۍ مینه کې مرګ ته هرکلی وایي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.