ژباړه: حامد احمدزی
څو لسیزې وړاندې د انټرنېټي شبکو په اړه هېڅ خبر نه و. خلکو نه شوای کولی چې په اسانۍ سره د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له خپلو دوستانو سره په اړیکه کې شي، خو اوس هر څه بدلون کړی. په اوسمهال انسان د خپل ژوند ډېره برخه له ټولنیزو شبکو سره تېروي. نن ورځ په نړۍ کې ډېر کارونه همدې ټولنیزو شبکو اسانه کړي دي. اوسمهال کولی شو په لږ وخت کې د نړۍ په هره برخه کې چې وي، د خپلو دوستانو پوښتنه وکړو. ترڅنګ یې د ټولنیزو شبکو په مټ کولی شو د خپلې خوښې وړ موسیقي واورو. همدارنګه د زده کړو، اړیکو، تفرېح او هر څه په اړه معلومات چې وغواړو، په کم وخت کې یې په انټرنېټ کې پيدا کولی شو. دا د حیرانتیا خبره هم ده چې له یوې کوچنۍ الې څخه په استفادې په کم وخت کې ډېر څه تر لاسه کولی شو. خو له دې ټولو ګټو سره سره د ټولنیزو شبکو زیات کارول د انسان روغتیا ته زیان هم لري. دلته ځینو داسې ټکو ته اشاره کوو چې په مرسته به یې له دغو زیانونو څخه په امن کې شو:
۱- د ټولنیزو شبکو له ډېرو څارلو ډډه وکړئ
د هرې ستونزې د حل لپاره لومړی ګام د ستونزو منل دي. په ورځني ژوند کې تر ډېره باید زړه په یوه شي پورې ونه تړو. کله چې موږ په ټولنیزو شبکو کې ډېر بوخت کېږو او ټوله ورځ په دې لټه کې یو چې وګورو نور په څه اخته دي یا څه لیکي، دا د دې لامل کیږي چې ډېر وخت د ټولنیزو شبکو کړکۍ خلاصې کړو او په دې سره ورو ورو پرې روږدي کېږو.
۲ – د خبرتیاوو (اطلاعاتو) بندول
راځئ له خپل ځان سره ريښتني و اوسو؛ ایا دا لازمه ده چې د هر هغه پيغام په اړه چې زموږ د ټلیفون پر مخ راځي، له هغه ځان خبر کړو؟
د دې لپاره د (نه) ځواب ډېر ښه دی، موږ په ژوند کې تفرېح او نورو ټولنیزو کارونو ته اړتیا لرو تر څو ژوندي پاتې شو، نو ښه ده چې فېسبوک او انسټاګرام ته (نه) ووايو.
کله چې زموږ فېسبوک ته هر شېبه مسېجونه راځي، له موږ څخه ارامتیا اخلي. کله مو چې له دې حالت ځان وساته خپله مو فکر اصلي او واقعي ژوند ته راګرځي.
ځینې وخت مو ټلیفون ته بېلابېل پیغامونه راځي. موږ په دې فکر کې کېږو چې اوس به په نړۍ که څه روان وي، همدا حالت مو په اندېښنه کې اچوي، همدا کړنه د دې لامل ګرځي چې که موږ همدا پيغامونه ونه ګورو، داسې انګېرو چې څه مو له لاسه ورکړل.
۳ – په نویو بوختیاوو مشغولېدل
په ورځني ژوند کې موږ ډېر وخت په ټولنیزو شبکو کې تېروو، له ملګرو پوښتنه کوو، چېرې یې، څه دې وکړل، څه دې وخوړل، ما نن تفرېح ونه کړه او داسې نور چې دا ټول غیرې منطقې کړنې دي، زموږ د ژوند ډېره برخه ضایع کوي. دا ډول خلک تل د ځان لپاره پلمې لټوي او وايي چې بې له ټلیفون څخه دوی وخت نه شي تېرولی.
خو هغه کسان چې د خپلې راتلونکې فکر ورسره وي، هغوی په دې هڅه کې وي چې یوه نوې ژبه زده کړي. او تل د ښې راتلونکې په لټه کې وي.
دا ډول خلک که تفرېح هم کوي، د داسې فلمونو په لټه کې وي چې ښه پیغام ولري. ښه دا ده چې ژوند په مثبتو کړنو مخ ته یوسو. هره ورځ د ۱۵ دقیقو لپاره خپل ټلیفون بند کړئ او له ځانه یې لرې کېږدئ. په دې وخت کې په نورو کړنو لاس پورې کړئ او د ټلیفون سره عادت مو ورو ورو له منځه یوسئ.
۴ – ټولنیزو شبکو ته وخت ځانګړی کړئ
ډېری وخت موږ په ټولنیزو شبکو کې د نورو خلکو د پيغامونو لپاره خپل وخت ضایع کوو او یا هم په خپل ټلیفون کې داسې سافټویرونه انسټالوو چې تر ډېره موږ ته په درد نه خوري ، دا ښه نه ده چې خپل ذهن له هغه سره مصروف وساتو. البته دا په دې مانا نه ده چې یو مخ ټولنیزو شبکو ته سر مه ورښکاره کوئ، خو د دې هر څه لپاره باید لازم وخت وټاکو؛ ځکه مخکې مو یادونه وکړه چې که ډېره ګټه ترې واخلو، بیا ورسره روږدي کېږو. مثلاً که په ورځ کې یې یو ساعت وکاروو په اونۍ کې ۷ ساعته کېږي.
کله چې انټرنېټ کاروئ، په خپله خونه (کوټه) کې ساعت ته وګورئ چې تر دې وخته به زه انټرنېټ کاروم، که څه هم په لومړیو کې دا کار سخت تمامیږي، خو وروسته ورسره عات کېږئ.
۵- د بې ارزښته پوسټونو له لیدلو ډډه وکړئ
یو څه چې په دې وختونو کې په ټولنیزو شبکو کې ډېر لیدل کیږي، هغه بې ارزښته پوسټونه دي.
ډېری وخت په ټولنیزو شبکو کې بېلابېلې ويډیو ګانې زموږ مخ ته راځي چې ډېرې یې زموږ پر ذهن ناوړه اغېز کوي. که موږ په دې پوه شو چې څومره زیان لري، نو د انټرنېټ بې ارزښته محتوا به د هغې له سطحې لرې کړو.
په ژوند کې هرڅه رامنځته کېږي، مثلاً ناروغي، غمونه، زړه ماتېدنه، یوازېتوب او داسې نور، ښه نه ده چې دا هر څه پر فېسبوک ولیکو.
۶- د رښتینو اړیکو پياوړي کول
موږ باید د ښو خاطرو او ښه ژوند وختونه له خپلو دوستانو سره تېر کړو او په فېسبوک کې له سلفي عکسونو او نورو بېځایه پوسټونو نه ځان وساتو او په دې باید ونه ویاړو چې زه په فېسبوک کې په زیاته اندازه ملګري لرم او یاهم زیات فالورز لرم. ښه ده چې د دوستانو په خپلولو او زیاتو دوستانو په پیدا کولو فکر وکړو.
په خپلو کمنټونو او لایکونو کې باید مسوولانه چلند وکړو، یو مخ هرڅه باید لایک نه کړو؛ ځکه دا هم زموږ شخصیت باندې ډېر اغېز لري. ډېری خلک یو پر بل توندې نیوکې کوي یا هم زیاتره خلک ډېر ناسم عکسونه پورته کوي، نو خپل ځان ته باید د دې اجازه ورنکړو چې ګنې دا هر څه خوښ کړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320