دعوت میډیا ۲۴ (سه شنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): په فراه کې یو مسافر وړونکی موټر په سړک کې پر خښ کړل شوي ماین برابر شوی، چې پکې ۱۱ تنه وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي. د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وايي نن سهار وختي د بالابلوک ولسوالۍ په لخشک سیمه کې یو ۴۰۴ډوله موټر پر ماین برابر شو. هغه وايي دا موټر له هرات نه کابل ته روان و، چې په یاده سیمه کې بم پرې ور وچاوديد. هغه وايي له پېښې يې سخت ټپیان د ماشومانو او مېرمنو په ګډون د هرات مرکزي روغتون ته رسولي دي. د فراه د والي ویاند دعوه کوي چې ماین طالبانو تازه ځای پر ځای کړی و، خو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320