ټاکنې مه قومي کوئ/ محمد بشیر یوسفزوی

0 771

ټاکنې د ولسواکۍ اصل دی، خو په افغانستان کې ډېر په ځانګړي ډول نوماندان د دغه اصل د قومي کولو هڅې کوي، هغوی چې کوم، کمال، هنر او جوهر نه لري، خلکو ته جهت او انګېزه نشي ورکولی او خپل ځان ورته نشي تشریح کولی. یا په اصطلاح داسې کوم کمال نه لري چې د خلکو پام ځانته ور واړوي، نو هغوی بیا د ټاکنو د قومي کولو هڅې کوي چې دا کار په څو دلایلو مناسب نه دی.

لومړی دلیل یې دادی چې د ټاکنو قومي کول د افغانستان ملي یووالي ته زیان رسوي او د وروڼو قومونو تر منځ کینه، حسد، بغض، حسادت او بدبیني زیاتوي.

دویم دلیل یې دادی چې د ټاکنو قومي کول د شفافیت اصل ترپوښتنې لاندې راولي، ځکه دلته به خلک د وړ او مستحق کاندید پرځای یوازې هغو کاندیدانو ته رایه ورکوي چې د ده له قوم څخه دی. دا کار په لویه کې د هېواد لپاره ځکه خطرناک دی چې نوماندان د وړتیا نه ، بلکې د قومي ملحوظاتو په خاطر ولسي جرګې ته لاره پیدا کوي.

دریم دلیل یې دادی چې په دې کې ډېر قومونه او خلک له ټاکنو او د وکیل له لرلو محروم پاتې کېږي، ځکه ممکن ځینې واړه قومونه خپل نوماندان ونه لري، نو هغوی به لازم ونه بولي چې د بل قوم نوماند ته خپلې رایې ورکړي، نو په دې اساس به له ټاکنو او رایو ورکولو سره پرېکون وښیي.

څلورم دلیل دادی چې د ټاکنو په قومي کېدو سره انحصار زیاتېږي او د رای ورکوونکو فردي ازادۍ په کې سلبېږي، ځکه په قومي ټاکنو کې هر فرد جلا او ازادانه تصمیم نشي نیولی چې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي، بلکې په قومي ټاکنو کې به په لومړي ګام کې قومي مشران تصمیم نیسي او په دویم ګام کې د کورنۍ مشر، یانې د کورنۍ د نورو غړو په ځانګړي ډول د ښځو د رای ورکولو او تصمیم ازادي په کې له منځه ځي.

لنډه دا چې قومي ټاکنې سراسري تاوان دی، نو له همدې امله باید د ټاکنو کمېسیون او په مجموع کې حکومت د ټاکنو د قومي کېدو مخه ونیسي او خصوصاً هغه کسان چې په لوی لاس د ټاکنو د قومي کېدو ناوړه هڅې کوي، هغوی باید مجازات شي او د دې اجازه ورنه کړل شي چې دغه د ولسواکۍ اصل له خپل اصلي محور څخه منحرف کړي.

که چېرې حکومت سر له اوسه د ټاکنو د قومي کېدو مخه ونه نیسي، نو باور دی چې د ټاکنوملي پروسې پر وړاندې به د داسې ستونزو او خنډونو د ایجاد لامل شي، چې بیا به یې نه د ټاکنو کمېسیون او نه هم حکومت پر وخت مدیریت کړای شي او ټاکنې به په ناندریو بدلې شي.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ناندریز کېدو پر ټاکنو د ولس باور متضرر کړی دی او که خدای مه کړه دا ځل بیا ټاکنې ناندریزې شي، نو د ولسواکۍ دغه نوې تجربه به په ولس کې نوره هم بې باوره شي او د واک د لېږد دغه سوله ییزه لاره یانې انتخابات به هم پر ستونزه بدل شي. داسې ستونزه چې له امله به یې ټول متضرر شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply