د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله تل د امتیاز اخیستلو ته نېغ ناست وي او له همدې امله یې حکومت سم نیمایي کړ، یانې نیم وزیران که د ولسمشر غني دي، نو پاتې نیم یې د همده ښاغلي له لوري معرفي شوي دي، حتی هغه لا په دې نیمایي امتیاز هم ځان قانع نه بولي، خو کله چې د مسوولیت خبره کېږي، نو هغه تل له مسوولیته تښتي.
کله چې امتیاز نیمایي کوي، نو مسوولیت هم باید نیمایي کړي، مګر عبدالله برعکس امتیاز نه یوازې مني، بلکې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره له هرې لارې او وسیلې کار اخلي، خو د مسوولیت منلو ته یې بیا ملا ماته وي، لکه نن یې چې د وزیران شورا په غونډه کې د وروستیو ناامنیو او د وضعیت د خرابوالي ټول مسوولیت په ارګ واچاوه.
ډاکټر عبدالله عبدالله په دغسې غیر مسوولانه څرګندونو سره په همدومره اسانۍ له مسوولیت څخه خپلې اوږې نشي سپکولی او نه هم ولس په اسانه قانع کولی شي. هغه باید ولس ته دقیق حساب ورکړي او دا ورته واضح کړي چې په تېرو څلورو کالو کې یې چې هم امتیاز اخیستی، هم یې فرصتونه او منابع ضایع کړي، نو په بدل کې یې د افغانستان او خلکو لپاره څه کړي دي؟
زه فکر نه کوم چې اجرائیه رئیس دې د ولس لپاره یا قانع کوونکی ځواب ولري او یا دې داسې څه ترسره کړي وي چې ولس ته دې د لاسته راوړنې او خدمت د نمونې په توګه مطرح کړي او هغوی دې ورباندې قانع کړای شي، ځکه په تېرو څلورو کالو کې د هغه زیات وخت په بهرنیو تفریحي او نمایشي سفرونو، له ولسمشر سره په بې مورده ټکرونو، مخالفتونو او خپګانونو تېر شوی دی.
ډاکټر عبدالله عبدالله نه یوازې د کار او خدمت کولو اراده نه لري، بلکې ظرفیت یې هم نه لري، ځکه د ولسمشر کرزي په حکومت کې نوموړی ډېر کلونه د بهرنیو چارو وزیر و چې د ده په وخت کې وزارت نه کومه پالیسي لرله نه په کې کوم ښه والی او پرمختګ راغی، بلکې برعکس د ده په وخت کې په وزارت کې نهایت فساد وشو، نااهله او داسې کسان په بهرنیو هېوادونو کې د افغان ډيپلوماتانو په توګه وګومارل شول چې ټول یې په یو سمت، یو قوم، یوې ژبې او حتی په یو ګوند پورې تړلي و. ډيپلوماسي څه چې ان بهرنۍ ژبه یې هم نه وه زده، ډاکټر عبدالله د دغه وړ کسانو په ګومارلو سره چې که په داخل کې زموږ ملي یووالی متضرر کړ او قومونه یې د بل پر وړاندې بدبینه کړل، نو د هېواد بهر یې د افغانستان تصویر کم رنګه کړ، ځکه چې د ده له لوري په بهر کې ګومارل شوي کسان نه یوازې پّ ډيپلوماسۍ نه پوهېدل بلکې د افغانستان ضد دریځ یې درلود.
لنډه دا چې په دې وروستیو کې یې د برېښنایي تذکرو مخالفت هم له ملي ګټو سره په ټکر کې دی، ځکه په دې خو ټول پوهېږو چې برېښنایي تذکرې د امنیت، ثبات، پانګونې او نورو ګڼو ښېګڼو په ګډون د افغانستان لپاره ډېرې ګټې لري، مګر ډاکټر عبدالله له کوم منطق پرته د دغو تذکرو د وېش مخالفت کوي. لنډه دا چې ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو کړنو او څرګندونو سره تل د ولس روحیه وژني.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320