ته غلام يې د پنجاب /عظم الدين عليمي

0 1,111

دوستانو د پښتون ژغورنې د غورځنګ او د غورځنګ د وياړلي مشر, منظور پښتين, پر ضد مې د يو بې ننگه گلخاني خبرې همدا اوس واورېدې, سملاسي مې يو څه وليکل هيله ده د شډلو الفاظو په کارولو مې پړ ونه گڼئ.

ای مـلـکـه د خـيـبـره
ای مـلا د پـيـښـــوره
غوړه مال يابو نوکره
ای لـه ځــانـه ناخبره
ته غلام يې د پنجاب
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا وطــن د مــيــړنـيـانــو لـه امــــو تــر ابــاسـيـن
جـهـنـم تـه غـورځـولـی پـنـجـابـي مــالـوم لـعـيـن
لـوي لـښـکـر د اجـنـبـيـانـو تـه دلال شو پـه يـقـين
ډگـرونـه يې لاس کې ورکړل هوايي په سبا سپين
ځمکنۍ لارې يې خلاصې کړې ټـانـکـونو ته بيدين
پر خپل “دوست” طالب يې وشيندل بمونه آتشين
بيا يې غږ کړ جهاد فرض دی پـر کابل جنت پروره
ای مـلـکـه د خـيـبـره
ای مــلا د پـيـښــوره
غوړه مال يابو نوکره
ای لـه ځـانـه نـاخبره
ته غلام يې د پنجاب
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هـر ملا مې مطلب نـه دی ملايان دي د دين ستنې
ښـه مـلا تـه مـې سلام دی چې د حق کوي څيړنې
هـر مـلـک چـې پـر ولس بـانـدې لري ښې پيرزوينې
د هـر چـا د سـتـرگو تـور وي هغه وړ وي د ستاينې
د پښتون د تحفظ ښکلي غورځنگ چې کړې غندنې
هغه شين بې لـکۍ خـر بوي يې راووځي له څرمنې
ای جـسـيـمـه بـې ثـمـره بــې شـعـور مـسـتانه خره
ای مـلـکـه د خـيـبـره
ای مــلا د پـيـښــوره
غوړه مال يابو نوکره
ای لـه ځـانـه نـاخبره
ته غلام يې د پنجاب
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا جـگـړه د تـرهـگـرۍ ده لـويـه لـوبـــه د اغـيـارو
د لاهور پـر مـرسته جــوړه او تپلې پر موږ خوارو
زرگـري جـنـگـونـو بـانـدې بـاور مـه کـړئ د مکارو
لـنـگ پـوښـان وتـلـي نـه دي اطـاعت نـه د بـادارو
راځئ ټول په گډه لاړ شو د منظور پښتين په لارو
ستړو ستړو مظلومانو ای لـه جـنـگ څخه بـيـزارو
اتـفـاق بــانـدې ژغـورلـی شـو ځـانـونـه لـه خـطـره
ای مـلـکـه د خـيـبـره
ای مــلا د پـيـښــوره
غوړه مال يابو نوکره
ای لـه ځـانـه نـاخبره
ته غلام يې د پنجاب
ـــــــــــــــــــ عظم الدين عليمي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply