شاعر ملنګ جان څوک ؤ/سرور ستانکزی

0 2,254

چا غوږ کې راته ؤویل چې جانان مه یادوه
د سرو شونډو له پاسه سور پیزوان مه یادوه

تاسو شاید دا سندره اوریدلي وي، خو امکان لري، چې له اصلي فلسفې یې ناخبر یاست.
دا د شاعر ملنګ جان شعر دی او هغه د سردار محمد داؤد خان په وخت کې د لر او بر پښتنو ترمینځ ډېر مشهور ؤ. هغه وخت یوه راډیو موجوده وه، چې په پښتو ژبه خپرونې یې لرلې او هر مازیګر د راډیو میلمه ملنګ جان ؤ، د راډیو خپرونې یوازې د لر او بر پښتنو تعقیبولې. ملنګ جان هغه وخت د همغې راډیو له لیارې د خپلې شاعري په زور د لر او بر پښتنو احساسات را پارولي ؤ او اکثرو پښتنو پر یوه غږ د لوی افغانستان یادونه کوله، ملنګ جان د پښتنو احساسات پدې حد را لوړ کړي ؤ، چې حتیٰ آی ایس آی سخت ورخطا شو او همدا فکر ورسره ؤ، چې د ملنګ جان شاعري د لر او بر پښتنو د یووالي باعث نشي او د ډیورنډ خط له مینځه یونسي.
کله چې داؤد خان تر اټک د نیولو اخطار ورکړ او برید یې شروع کاؤ، عینې وخت کې د ملنګ جان شاعري هم د ښکته افغانستان پښتنو جذبې او احساسات راپارولي ؤ، پاکستان ډېر په چل او فریب سردار داؤد خان ته زارۍ او د هغه د هرې غوښتنې منلو وړاندیز وکړ، خو د جنګ د نه کولو عذر یې وکړ، پاکستان د خپلو غوښتنو ترمینځ رسماً له داؤد خان ځنې وغوښتل، چې ملنګ جان په ذکر شوې راډیو کې د څو ورځو لپاره د لر او بر پښتنو د یووالي او د اټک د نیولو شعرونه زمزمه نکړي.
آخر سردار داؤد خان په مخفي ډول له ملنګ جان څخه غوښتنه وکړه، چې د یو څه وخت لپاره غلی شي، کله چې ملنګ جان د ښکته افغانستان په هکله شعرونه بند کړل، بیا د راډیو خبریال پوښتنه ځنې وکړه، چې دا څو ورځې ولې د لر او بر پښتنو په هکله شعرونه نه وایې؟ بیا ملنګ جان د خبریال په ځواب کې پورته ذکر شوی شعر زمزمه کړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply