نوي زېږېدلي کوچنیان څنګه ځواکمن کېدای سي؟/ ډاکټر نادیه

0 1,856

تاسو به په خپلو سیمو کي چاغ، ډنګر، جګ او یا هم لنډ کوچنیان ډېر لیدلي وي.
راځئ چي نن پر همدې برخه بحث وکړو چي د کومو لاملونو له مخي د کوچنیانو په رنګ، قد او یا هم وزن کي تغیر راځي.

↩: کوچني ته د مور د شیدو ورکړه.
کوچنیانو ته باید تر شپږو میاشتو پوري یوازي او یوازي د مور شیدې ورکړل سي.
تر شپږو میاشتو وروسته باید کوچني ته تر دوو کلونو پوري د شیدو تر څنګ نور خوراکونه هم ورکړل سي.

↩: د مور د شیدو ګټي.
د شیدو په ورکړه سره د مور او کوچني تر منځ د میني اړیکه ډېره ټینګېږي.
که چېري یوه مور کوچني ته شیدې ورکوي د رواني ناروغیو څخه ژغورل کېږي.
دا ثابته سوې هغه کوچنیان چي مور خپلي شیدې “تی” ورکوي تر هغو نورو ډېره مینه ورسره کوي چي بهرنۍ شیدې ورکول کېږي.
د مور شیدې د کوچني پر ذهن زښت اغېز لري، هغه میندي چي اولادونو ته ئې پوره شیدې ورکړي وي ډېر ذهین دي.
د مور شیدې د کوچني په لويښت، چاغښت، لوړ قد او ښکلې څېره کي رغنده رول لري.
همدا راز د مور په شیدو کي ۵۰ سلنه اوسپنه سته او جذب ئې هم ۵۰ سلنه دی.

↩: کوچني ته د شیدو نه ورکړي زیانونه.
که چېري کوچني ته د مور شیدې ورنه کړل سي هغه به ډېر په ډول، ډول ناروغیو اخته کېږي.
د مور شیدې د کوچني معافیتي سیسټم ځواکمن کوي، خو که چېري شیدې ورنه کړل سي دا سیسټم به ډېر کمزوری وي.
د شیدو نه ورکړه د مور او کوچني تر منځ د میني کچه کموي او تر څنګ ئې مور په رواني ستونزو اخته کوي.
همدا راز که چېري مور کوچني ته شیدې “تی” ورنه کړي د تیو “سینې” سرطان ګواښ ورته زیات دی.
که چېري مور کوچني ته خپلي شیدې ورنه کړي د کوچني پر ذهن، قد او وزن باندي هم منفي اغېز لري.
نور بیا…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply