د ریاضي د زده کړو آسانه لار/سرور ستانکزی

0 1,150

ریاضي هغه مضمون دی، چې د هر مضمون زده کړیال یو ځل په زنده ګي کې ورسره مخ کیږي. ریاضي د بعضو وګړو خوښیږي، خو که حقیقت ووایو ریاضي د اکثره زده کوونکو لپاره په زړه پورې مضمون ندی او که چېرې متوجه شوي یاست په پوهنتونونو کې کم محصلین د ریاضي د زده کړو هم دي. ریاضي ریښتیا هم آسانه مضمون ندی، خو که د ریاضي د زده کړو په اصلي تخنیکونو او رازونو پوه شئ، بیا ډېر په زړه پورې هم دی. تاسو شاید بعضې وخت د ریاضي د یوې معادلې پر حل ساعتونه تېر کړي وي، خو بیا هم شاید بې نتیجې راوتلي یاست. تاسو ته د دغې ستونزې د حل لپاره څو مشورې درکوم، هیله ده ستاسو د ګټې وړ وګرځي:
اول: دا ناممکنه ده، چې ریاضي تنها په لوستلو او اورېدلو زده کړئ. د ریاضي د زده کړې لپاره د تمریونونو حل کولو لپاره ډېر ضرورت دی، په کومه اندازه چې ډېر د یوه ریاضي درس په اړه تمرین کوئ په همغه اندازه یې نتیجه لا ډېره ښه او مثبت ده.
دوهم: د خپلو غلطیو پېژندل مهم دي؛ کله چې یو ځل په یوه سوال کې غلطي وکړئ، تاسو باید د دوهم ځل لپاره د همغې غلطۍ د نه تکرار لپاره د همغې موضوع پر بُنیاد ځانونه پوه کړي وي.
دریم: د ریاضي د عنوانو په اصلي معنیٰ ځانونه باید پوه او ښه زده کړئ، وروسته موضوع ته د سوالونو د حل لپاره داخلېږئ.
څلورم: د خپل شک پیژندل ډېر ضرور دی. بعضې زده کوونکي د ریاضي د سوالونو د حل پر وخت کې ډاډه تصمیم نیولی نشي، معنیٰ ذهن ته مختلف ځوابونه ورځي او پدې نه پوهیږي چې کوم ځواب به صحیح وي. تاسو باید خپل دا ډول شکونه وپیژنئ او پر همغه اړوند درس کې ځانونه د دوهم ځل لپاره ښه تکړه کړئ.
پنځم: د ریاضي د زده کړې لپاره د آرام ځای لرل اړین دي، تاسو تر خپلې وسې هڅه وکړئ، چې د ریاضي د زده کړې پر وخت کې آرام ځای پیدا کړئ.
شپږم: هڅه وکړئ چې ریاضي په حقیقي ژوند کې هم عملي کړای شئ. د مثال په ډول؛ د جمعې استعمال په حقیقي ژوند کې ډېر دی، د اخیستلو او پلورلو پر وخت کې له جمعې استفاده کوو، کله چې تاسو د جمعې سوال په ورقه د عددونو په ډول حل کولی شئ، د هغې استعمال ته باید په حقیقي ژوند کې هم متوجه شئ. همدا ډول د ریاضي د نورو موضوع ګانو له زده کولو وروسته د هغې د استعمال په اړه فکر وکړئ او حقیقي ژوند کې استعمال کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply