ګڼ طالب بندیان چې دا مهال له حکومت سره په مرکز او ولایتونو کې بندیان دي له وسله والو طالبانو سره نېغې اړیکې لري او ځینې یې له همدغو بندیخانو څخه هغوی ته د بریدونو لارښوونې کوي او یا هم په جلب او جذب بوخت دي، مګر که حکومت وغواړي، له دوی سره د خبرو له لارې هم دوی له جنګ اړولی شي او هم د دوی اوسنی منفي رول په مثبت رول بدلولی شي.
حکومت د واضح پلان او برنامې له لارې له طالب بندیانو څخه دا مرسته او ګټه اخیستلی شي، چې هغوی خپل ملګري له جنګ څخه کېنوي. او برعکس یې عادي او سوله ییز ژوند ته را وبولي، ځکه د بندیانو په منځ کې ډېر داسې کسان شته چې لا هم پر جنګي طالبانو پوره نفوذ او اغېز لري، مګر درېغه چې تراوسه نه د دغو بندیانو ټینګه څارنه شوې او نه هم د دوی له رول څخه په سوله کې د ګټې اخیستنې لپاره منظم کار شوی دی.
حکومت او د سولې عالي شورا ته ښایي چې له طالب بندیانوسره اړیکې ټینګې کړي، له دوی سره بحث او مذاکره وکړي او له دوی څخه دا تعهد واخیستل شي چې په ولایتو او ولسوالیو کې خپل ګروپونه او مهم قوماندانان د جنګ پرځای سولې او سوله ییز ژوند ته وهڅوي.
که دغو مهمو طالب بندیانو ته قناعت ورکړل شي، د هغوی ډاډ ترلاسه شي او دېته وهڅول شي چې د سولې په برخه کې صادقانه هلې ځلې وکړي، نو باور دی چې هم به په دې برخه کې مرسته وکړي او هم به د دوی هلې ځلې واقعي رنګ راوړي. او د دوی د هلو خلو له برکته به هغه سیمې چې د دوی ملګري په کې فعال دي امن شي.
د دې کار ګټې دادي چې د طالب بندیانو خپلوان، ملګري، ګروپونه او جنګیالي له جنګ لاس اخلي او کمېږي. د دوی کورنۍ او خپلوان عملاً د سولې پروسه کې داخلېږي. د دوی هلې ځلې پر جنګي طالبانو نېغ او زیات اغېز لري.
مګر د دې په بدل کې باید طالب بندي ته د دې ډاډ ورکړل شي چې که واقعاً یې د سولې په برخه کې صادقانه هلې ځلې وکړې او د جنګ پرځای یې عادي او سوله ییز ژوند ته مخه کړه، نو په بدل کې به ورته حکومت د سوله ییز او باعزته ژوند اسانتیاوې برابرې کړي، په بدل کې به هغه ته داسې کار ورکړي چې د کورنۍ اړتیاوې یې پوره کړي.
مګر دا په دې مانا هم نه ده چې په بندیخانو کې ټول طالب بندیان به په دې برخه کې مرسته وکړي یا به موثر تمام شي. د دې لپاره یو جدي تفکیک د بندیانو تر منځ پکار دی. لومړی دا تفکیک چې په هغو کې څومره داسې کسان دي چې په وسله والو طالبانو نفوذ او اغېز لري او بیا د دغو کسانو تر منځ دا محاسبه هم حتمي او ضروري ده چې د دغو بانفوذه طالب بندیانو له منځ څخه یې څو تنه داسې دي چې په خپلو تېرو کړنو پښېمانه دي او غواړي چې سوله ییز ژوند ته ور وګرځي.
حکومت ته ښایي چې په لویه کې د ټولو طالب بندیانو د اصلاح او پوهاوي لپاره موثر پلان او برنامه ولري، تر څو له خوشې کېدو وروسته د جنګ لیکو ته د ورتګ پرځای د هېواد په داخل کې په خپلو سیمو کې عادي ژوند ته ور وګرځي او په بندیخانه کې باید پر دوی دومره کار وشي، روزنه یې وشي او یو څه ور وښودل شي چې هم دوی له جنګ څخه کرکه وکړي او هم د خپل ژوند د پرمخ بېولو جوګه شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320