نړیوال هم چل کوي/محمد روښان ښاد

0 769

 

 

 

افغان حکومت نړیوالو ته په کره اسنادو او شواهدو دا ثابته کړه، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه کې نه یوازې د نړیوالې ټولنې صادق او ستراتیژیک ملګری نه دی، بلکې برعکس د ترهګرۍ ملاتړی او پالونکی دی.

نړیوال هم په دې پوهېږي چې پاکستان ورسره په غلطه روان دی، ځکه هم له دوی څخه د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه پرېمانه مرستې او امکانات اخلي او هم دغه ترلاسه شویو مرستو یوه برخه بېرته د ترهګرو په تمویل او تجهیز لګوي.

نړیوال دا مني چې د پاکستان اوسنی دریځ نه په خپله د پاکستان، نه د سیمې او نه هم د نړۍ په ګټه دی، ځکه پاکستان چې کوم ترهګر روزي او پالنه یې کوي هغه د ټولو لپاره جدي ګواښ او تهدید دی. موږ ولیدل چې ترهګرو پر کابل انټرکانټیننټل هوټل د برید پرمهال یوازې افغانان شهیدان نه کړل، بلکې د امریکایي ملکي وګړو په ګډون یې نور بهرنیان هم ووژل.

حتی بهرنیان لا له لومړي سره د پاکستان په نېت او اراده شکمن وو او دا ورته معلومه وه چې پاکستان په خپله خاوره کې طالبانو ته پټنځایونه ورکړي، هغوی ته امکانات او روزنه ورکوي، ان تر دې چې د بریدونو د ترسره کولو لپاره ورته نه یوازې پلان ورکوي، بلکې خپل تقاعد شوي پوځیان هم د جنګ په محاذ کې د مرستې لپاره ورسره استوي او بار بار د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د جګړې پرمهال د پاکستاني پوځیانو مړي په میدان پاتې شول او ځینې یې زموږ مېړنیو ځواکونو ژوندي ونیول.

مګر د دغو ټولو اسنادو او شواهدو باوجود هم نړیوال په چل کې دي او لا هم د پاکستان پر وړاندې هغسې اقدام نه کوي لکه څنګه چې ښایي. نړیوالو ته پکار دي چې د پاکستان پر وړاندې پرېکنده دریځ اختیار کړي. داسې چې هم دې اقتصادي فشارونه ورباندې زیات کړي، هم دې خپلې مرستې ورباندې بندې کړي او هم دې خپلې اړیکې ورسره وځنډوي او د دې ټولو ترڅنګ دې د استخباراتي معلوماتو په اساس د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو او وسله والو طالبانو پټنځایونه تشخیص او د هوایي بریدونو له لارې ویجاړ کړي.

که نړیوال د پاکستان پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او پاکستان په دې پوه شي چې د دوی په خاوره کې د ترهګرو پر ضد عملیات ترسره کېږي او یا یې د طالب او ترهګر په سر نړیوالې مرستې، امکانات او مناسبات له لاسه وځي، نو باور دی چې په همغه ورځ به پاکستان وسله وال طالبان او ترهګرې ډلې یا لاس تړلې نړیوالو ته وروسپاري، یا به یې له خپلې خاورې څخه وشړي او یا به خپل غوږ او پوزه ونیسي او په خپلو تېرو کړنو به پښېماني وښيي.

که چېرې نړیوال په چل کې نه وي، نو دوی ولې د پاکستان پر ضد جدي اقدام نه کوي، که نړیوال په دې برخه کې کوم مجبوریت لري او یا د پاکستان د بدیل په فکر کې وي نو په ډاګه دې ووایي، د افغانستان صداقت او ستراتیژیک موقعیت ته په کتو افغانستان د نړیوالې ټولنې لپاره په سیمه کې هم د پاکستان ښه بدیل او هم ښه ستراتیژیک شریک دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply