د واحد افغان ملت په توګه موږ ګډ درد او ګډې موخې لرو، چې دغې موخو ته د رسېدو او د خپلو ملي ګټو د ساتلو په برخه کې موږ ګډې هڅې کړي او قربانۍ مو ورکړي دي. د هېواد په هر ګوټ کې چې کومه ناوړه پېښه رامنځته کېږي او زموږ هېوادوال په کې متضرر کېږي، نو د هر هېوادوال زړه ورباندې دردېږي او د واحد وجود په توګه یې موږ ټول درد حس کوو، ځکه لکه څنګه مو چې هدفونه شریک دي، همداسې مو دردونه هم شریک دي.
همدارنګه د هېواد په هره سیمه کې چې د بیا رغاونې او پرمختګ کار ترسره کېږي او یا کومه ملي او اقتصادي لویه پروژه پلې کېږي، نو یوازې د اړوندې سیمې اوسېدونکي ورته نه خوشالېږي، بلکې ټول هېوادوال ورباندې من من غوښه اخلي او د خوښۍ څرګندونه کوي، چې همدغه زموږ د واحد وجود او ملت ښه ثبوت دی.
د بېلګې په توګه کله چې د ټاپي پروژې پرانیسته وشوه، نو یوازې د هغو ولایتونو او سیمواوسېدونکو د خوښۍ جشنونه ونه نیول چې ټاپي د غازو نل لیکه یې له سیمو څخه تېرېږي، بلکې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په لر او بر کې خلکو د خوښۍ اتڼونه او جشنونه وکړل، ځکه موږ د هېواد په هره ګوښه کې د لویو او وړو پروژو پر تطبیق له خوښۍ غوړېږو چې موږ له خپل هېواد او خلکو سره مینه لرو.
همدارنګه هر ځل چې کوم بهرني زبرځواک زموږ په ګران هېواد یرغل کړی، نو د هېواد په لر او بر کې موږ ټول خپل ځانونه سپر کړي او د خپل ژوند او ځان په ارزښت مو دفاع کړې، دېته ورته نورې ډېرې بېلګې شته چې موږ یې د افغانستان دښمنانو او هغو مغرضو افرادو ته د ثبوت په توګه وړاندې کولی شو چې وایي موږ واحد ملت نه یوو.
افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی او په دغه ګډ کور کې موږ د قانون مطابق د وروڼو په توګه ژوند کوو. هیڅوک پر نورو ځان زیات نشي ګڼلی او نه هم نور تر ځانه کم ګڼلی شي. د ټولو حق، مسوولیت او مکلفیت معلوم دی. ټول د قانون پر وړاندې مسوول دي او له هیچا سره توپیري او تبعیضي چلند نشي کېدلی او د قانون مطابق دغه ډول چلند جرم دی او له عامل سره به یې د یو مجرم په توګه چلند وشي.
موږ غواړو چې خپل دغه ګډ کور په ګډه آباد کړو او د پردیو هغه نوکران چې د هېواد بربادي غواړي، د هغوی په ګډون به هیچاته د هېواد د ویجاړولو اجازه ورنه کړو. له څلوېښتو کالو راهیسې موږ د هېواد د ساتنې او دفاع په خاطر په بحران کې ژوند کوو. په دې برخه کې مو ډېرې سختې ګاللي او د ژوند تر پایه به یې ګالو، ځکه د واحد ملت په توګه افغانستان زموږ عزت، ژوند او بقا ده.
زموږ اصول ټولې نړۍ ته معلوم دي، موږ مېلمه پال ولس یوو، د خپل مېلمه سخت درناوی او عزت کوو، خو که څوک په لنډ پارۍ، نظر تېرۍ او د یرغل او یرغمل په شوم نېت راځي، نو بیا موږ د مېلمه، نه بلکې د دښمن په توګه چلند ورسره کوو. بیا یې نو د مرګ کومي ته سپارو او څوک چې زموږ هېواد ته په کاږه وګوري، نو سترګې به یې ځنې وباسو، زموږ وحدت زموږ قوت دی او د همدغه وحدت له برکته موږ تل او د هر یرغمل او دښمن پر وړاندې بریالي یوو، ځکه زموږ هدف شریک دی او د شرک هدف لپاره په ګډه مبارزه کوو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320