ملی یووالی زموږ بریا او بقا تضمینوي\ګل رحمن رحماني

0 2,121

 

 

ملي یووالی د خلکو د مشترکو لومړیتوبونو او ارزښتونو لکه دين ، خاوره ، ملت ، ملي هويت ، ملي شخصيت ، سياسي او ملي برخليک ، اقتصاد ، ملي دود ، ملي تاريخ ، ملي قدرت ، ملي او سياسي ژوند ، ملي اړېکې او له ټولو مهم (مشترکه سياسي ټولنه) چې د ټولو خلکو لپاره د عدالت ضمانت کولی شي، ساتونکی دی .

زمونږ د هیواد سوګند خوړلی بهرنی د ښمنان او د هغوی کورنی پلویان چی د اوږدې مودې څخه را په دې خوایې تش په نامه د اسلام پالنې او قومپالنې ډلې او ټپلې جوړې کړې دي د اسلامي او ملي شعارونو تر عنوان لاندې یې کله د مجاهد او کله هم د طالب ترنامه لاندې د خپلو بادارانو په اشاره د هیواد ملي ګټې تر پښو لاندې کړي او کوښښ کوي چې زموږ وروڼه او قومونه په خپلو کې د قوم، سمت، سیمې، ژبې او مذهب په اساس سره ووېشي.

اوس د تاریخ په دې حساسو شیبو کې د قوم او ژبې پالنې شعارونه یې را پورته کړي او زمونږ د ځوانانو د احساساتو څخه د ناوړې ګټې په اخیستلو سره غواړي یو ځل بیا هیواد کورنۍ جګړې ته ور ټېل وهي . ګران هیوادوال دې بیدار اوسي چې د دغو دین او وطن د کورنیو او بهرنیو د ښمنانو د بې ځایه تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه شي او په هوښیارۍ سره خپل ملي یوالی او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.

په دې وخت کې د ملي یوالي په خلاف بهرنیو استخباراتي کړیو او دهغوی کورنیو مزدورانو لخوا لمسونونه او پارونکي فعالیتونه زیات شوي او مخ په زیاتېدو دي، نوی نوی سوژی ورته پیدا کوي او په یو ډول او بل ډول زمونږ وروڼه قومونه د یو بل په مقابل کی دروي او په دې توګه زمونږ د وطن او خلکو دښمنان د تاریخ په دې حساسو شیبوکې چې د افغانستان په تاریخ کې له اوږدو جنګونو وروسته یوه نوې پاڼه پرانیستونکې ده غواړي چې خپلو ناپاکو هدفونو ته ځانونه ورسوي.

د افغانستان د ښمنان چی کله کامیاب نه شي نو ژبنیو تعصبونو ته لمن وهي کله چېی انګریزان په فغانستان باندې کامیاب نه شول نو دوی قومي تعصباتو ته لمن وهل شروع کړه، خو بیا هم ناکام شول او کله چی روسان هم په افغانستان باندې کامیاب نه شول نو دوی قومي او او ژبني مسایل په افغانستان کې راپورته کړل او له دغې لارې یې موږ په خپلو کې په جنګ او بدبختۍ سره اخته کړو، چې لا هم هېواد او خلک د دغو جنګونو په لمبو کې سوځي.

پښتو اودري د افغاستان دواړه رسمي ژبې دي بايد هر افغان هڅه وکړي چي دا دواړه ژبې زده کړي او همدارنګه قومونه زمونږ پيژندګلوي ده او د اړوندو قومونو راويښول پوهي او زده کړي ته رابلل ،له خرافاتو څخه را ايستل او په ټولنيز ژوند کي د هغوي برخه اخيستنه او سياسي هوښياري زمونږ دنده ده چي بايد پاملرنه ورته وکړو خو تر دي هر څه مهمه او اساسي خبره دا ده چي مونږ بايد يو ملت شو د قومونو او ژبو له اغيزي او کړيو څخه ځانونه راوباسو ملي يوالي ته وفادار اووسو.

تر څو چي مونږ په ريښتني توګه يو ملت نه شو هميشه به زمونږ ګاونډيان د سيمي او نړي نور هيوادونه مونږ ديو بل پرضد جنګوي او خپلي موخي به لاسته راوړي لکه څنګه چي په دي ورستيو وختوکي زياتو افغانانو له ملي ګټو څخه خپلو ژبنيو او نورو ګټو ته زياته پاملرنه اړولي ده .له دي امله ملي يوالي ورځ تربلي زيانمن کيږي اوکه په همدي توګه دوام ولري ناوړه پايلي به ولري .

هر هغه څوک چي د پښتو او دري چغي وهي ملي يوالی زيانمنوي داچي مونږ په دي شريک کور افغانستان کي د يو بيرغ لاندي ژوند کوو له هر څه بايد دې ته صادق اووسو چي ملي يوالي ټينګ وساتو او ملي ګټې تر قومي ګټو لوړي وګڼو که زمونږ کور جوړ نه وي ژبي به مو هم خواري او کمزوري وي .

مونږ د ملي يووالي ته تږي يوو ځکه چي په ملي يوالي سره زمونږ په ګران هيواد کي سوله راتلاي شي او په سوله کي پرمختګ او ابادي را مينځ ته کېداي شي ترقي او پرمختګ مونږ ته د ژوند ټولي اسانتياوو شتون لرلي شي او مونږ کولاي شو په خوشحالي او ارامي سره بي له دي چي د نورو بهرنيو هيوادونو تر اغيزي لاندي اووسو په هسکه غاړه ژوند کولاي شو نو راځي چي ملي يووالي وساتو او وې پالو، ځکه ملی یوالی د افغانستان د پرمختګ ضامن دی .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply