د ځوانیمرګ پتیال پر قبر مات بنګړي او پرتې پاڼي
مازیګر يې دقبر خوا ته د ځينو ملګرو سره ورغلم، په قبر یې تازه سور شال غوړیدلی و، ناڅاپه مي تر سره شال لاندي څو پاڼو ته فکر شو، د پاڼو تر څنګ یې په قبر د ماتو بنګړو توکریو انسان ډېر ځوراوه، پاڼي مي را پورته کړي، غمیزه یې تازه وه، د یوه مات زړه، نمګړی ارمان همداسي نمګړی تر خاورو لاندي سوی و، ویلو یې د زړه کیفیت ته سخته صدمه رسوله د انسان په زړه کي یې له انسان څخه د نفرت دایره پراخوله د ځوانیمرګ ځواني د ټولو ارمان وه، هر چاته چي به مي د نمګړو بیتو او ماتو بنګړو کیسه کوله تر خولې به یې غمجني اسویلۍ پورته کیدلې، تر ماتو بنګړو به یې پر ماتو زړو ډېره خوا بدیدله!
نه وم خبره ستا له وینو مي خال نه کښېښوی ()
په غـــــاړه پړی و زارۍ ته دي راغلې یــــــمه
د میني نښه پر مزار دي خپل بنګړي ماتـــوم
ویـــــاړم په تا و سلامۍ ته دي راغلې یــــــمه
کندهار- افغانستان
۲۸ / ۳ / ۱۳۹۴ل.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320