کوکې/ محرم درانۍ 

0 1,431

لکه ستومانه نهیلی لاروې په وچه دښته کې یې په ډبرین بالښت د تروږمېو تر سیورې لاندې د سبا لمرینې چینې ته د رسیدو په تمه د ژوند پرلویه وچه دمه نیولې وي، لا تر دې دمه نا خبره دی چې د ده د ژوند پر تیارو به د روڼ سهار وړانګې کله را خپریږي ؟

هو، هغه ویده دی، هغه نارې نه اوري، د مودو، مودو راهیسې په اوږده خوب کې داسې ډوب تللی چې ژوند یې هم له یاده وتلی دی، هغه داسې انګیري چې د مبارزې لاره په ګلونو فرش ده، ستوماني او کړاوونه نه لري. نه، هیڅکله نه دا لاره بستر نه غواړي، د بیخوبیو ، ستومانیو او کړاونو اغزنه لاره ده د یاغي سمندر د څپو په غرونو او غونډیو کې مقابله ده د وحشي بادونو د څپو او سرو شګو کې د ښوېېدو او جګېدو لاره ده.

زما نهیلي ځوانان د ژوند د تیارو په ژور سمندر کې ورځ تر بلې ډوبیږي  په هره ټولنه کې نه تمېدوونکې شتمني او ځواک له ځوانانو را پیلیږي خو لکه چې زما د هیواد زلمو کی دا احساس مړاوې بریښي. ځیني یې له پوهې او نور یې لا د ژوند څخه نهیلي دي، یو نیم بیا لکه مالیخولیا په لاره ځي له ځانه سره وايي چې نور مو وران وطن د جوړیدو نه دی…

همدا شېبې مې تاند احساسات داسې سره ونغاړي لکه بوړبکۍ چې خاوره او خځلې په خپله لمنه کې را ونغاړي او له ځانه سره یې لیرې یوسي. هر ځای کې مې چې پریږدي بیا لکه باډسارې د خپلې ورکې په لټه کې شم او له ځانه سره وایم چې؛ نه نه داسي هیڅکله نه! زما نوی پښت هیڅکله نه وایي چې هېواد مې  ځپل شوی دی هیواد به نه رغیږي ، زموږ دعاګانې به نه قبلیږي، هر څه به کیږي خو ای تانده او تپانده پښته هېواد مې تا او ستا همت ته سترګې په لار دی یوازې د لمر چینو ته د رسیدو لاره د ذهن کتاب د فکرسبق  او  لاس کې قلم دی چې ته ورسره نا آشنا بریښې، تاته به کله ملایکې له آسمانه راځي او ستا لپاره به دا نړۍ جنت جوړوي  او یا به پردېو ته د نهیلۍ سترګې غړوې چې ستا وطن در ته جوړ کړي؟

یه د وطن زلمیانو او زلمکېو! د ژوند په ناپایه سمندر کې په مخه ولاړ شئ، د یاغي سمندر له څپو مه ویریږئ او خپل آوازپورته کړئ، ټولو نړیوالوته ووایې! موږ امن غواړو، د سولې او سوکالۍ تږی یو. پاڅیږه، نوره دې د ژوند راتلوونکې په خپله ولیکه، پردی څوک تر منزله نه رسوي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply