شاوخوا شپږ ويشت کاله وړاندې ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې غږ پورته کړ. د حکومت نوم د ملي وحدت حکومت شو، دوستم د ارګ په بغل کې و، د شمال جګړهمار چې وروسته په شمال ټلواله، شورای نظار، جمعيت او نورو نومونو کله سره راټول او کله سره بېل شول، د حکومت په مخالف اړخ کې وو، حکومت له پاکستان سره اړيکې ښې کړې، پاکستان د دغې راشه درشې د سر په صدقه کې حکومت ته د هغو کسانو لېسټ ورکړ چې له مجاهدينو سره يې ګوتې پټې وې، خو په حکومت کې ننوتي وو.
موده وروسته له پاکستان سره د حکومت اړيکې خرابې شوې، ترينګلې شوې، تر بدو پسې بترې شوې او بالاخره ډاکټر نجيب الله د سر ورکوم، خو سنګر نه ورکوم او وطن يا کفن شعارونه پورته کړل او خبره له پاکستان سره دوښمني ته ورسېده.
يو وخت راغی پاکستان پر کندهار، خوست او بيا پر ننګرهار په خورا سپينسترګۍ بريدونه وکړل، شرموونکې ماتې يې وخوړې، خو د هغه وخت اشرار په دغه شرمندهګي، و نه شرمېدل.
د شمال جګړهمارو همداسې مخالفت ته دوام ورکاوه، دوستم د ملي وحدت له حکومته لاره چپه کړه او يو وخت بيا داسې راغی چې د نجيب الله حکومت نسکور شو او افغانستان اور واخيست.
د ډاکټر نجيب الله د ملي وحدت له حکومته درويشت کاله وروسته په کابل کې د ملي وحدت د يوه بل حکومت لهپاره دوو تنو پر قران لاس کېښود.
د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د ملي وحدت حکومت جوړ شو، دوستم د ارګ څنګ ته راغی، شمال ټلواله اپوزيسيون ته ولاړه، له پاکستان سره اړيکې ښې شوې، حتا يو تړون هم ورسره لاسليک شو.
د شمال اپوزيسيون لا هم مخالفت ته دوام ورکوي، له پاکستان سره هماغه تړون فسخه شو، اړيکې بېرته سوکه سوکه خرابې شوې، اوس خبره تر دې رسېدلې چې کله ولسمشر وايي، پاکستان په نااعلان شوي جنګ راسره اخته دی، کله بل حکومتي چارواکي د پاکستان د دوښمني نغاره ډنګولې وي، پر ننګرهار په تورخم کې بريدونه وشول، له پاکستان سره دروازې وتړل شوې او اړيکې ورځ تر بلې ورسره خرابېږي.
دوستم بيا له ارګه مرور شو، په کور دننه له حکومت سره مخالفتونه ورځ تر بلې زياتېږي.
د ډاکټر نجيب الله د حکومت پر مهال هم ګارنېزيون کار خراب کړ، اوس هم ګارنېزيون جوړ شوی او تر ډېره يې ګډوډي جوړه کړې.
هغه مهال هم ملېشو او اربکيانو غم جوړ کړ، اوس هم اربکيان جوړ شوي، خلک يې تر سپوږمو راوستي.
کيسه کټمټ، ټکي په ټکي هماغسې روانه ده، يوازې توپير دا دی چې هغه وخت د حکومت د سر سړی نجيب احمدزی و، اوس غني احمدزی.
دا حالت سوکه سوکه خراب لوري ته ځي، سوکه سوکه اندېښنې پسې زياتېږي. سوکه سوکه خلک زړه اچوي.
هغه مهال ډاکټر نجيب الله د سولې په برخه کې ډېر پرمختګ وکړ، د حقاني غوندې انسان د ډبرې زړه يې نرم کړ، له حکمتيار سره د سولې خبرې تر اخيري حده رسېدلې وې، خو د سولې دا ټولې پروسې د نتېجې وروکولو پر مهال په ډراماټيک شکل ويجاړې شوې دي.
د هغه وخت د حکومت او په اصطلاح اپوزيسيون دواړو خلک ژوندي دي، خو رښتيا نه وايي. ښايي دوی به ډارېږي چې د خاين نوم به ورباندې پوخ شي.
راشئ رښتيا ووايو، د راز خبرې بربنډې کړو، که نه د کوم ګړنګ پر ژۍ ولاړ يوو، سوکه سوکه ښويېږي، نړېږي او غورځي.
که نن رښتيا و نه وايوو، بيا به مو دا سندرې چې يو باتور ملت غرقېږي، يو مضبوط وطن نړېږي، په تلليو اوبو پسې د بېل وړل وي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320