د غازي امان الله خان د ملي غرور عظمت

0 1,696

د غازي امان الله خان د ملي غرور عظمت

کتاب : داستان های چند از تاریخ سیاسی افغانستان
لیکوال : خیرمحمد بایګان
ژباړه : الله نظر احمدزی

د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې ادولف هټلر په خپل یوه لیک کې غازي امان الله خان ته په خطاب کې ولیکل

زه پوهیږم چې آلمان او افغان ملت له نژادي اړخه آرین دي د هم نژادۍ او ورورولۍ په اساس د آلمان دولت مکلف دی چې هغه خپل ګران ورور اعلیحضرت د ۴۸ ساعتونو په موده کې د افغانستان د سلطنت تخت او دربار ته بیا ځلي وګرځوي د دې امر په اجراء کولو د آلمان دولت له تاسې څخه تقاضا کوي چې د افغانستان له شمالي سرحدونو خپل نظامي او پوځي تعرض پیل کړئ د دې کار په کولو سره به د آلمان دولت له هیڅ راز مرستې ډډه و نه کړي مطمئین یم چې هغه ورور به زما وړاندیز ومني
ادولف هټلر

د لیک د رسیدو سره سم غازي امان الله خان ادولف هټلر ته غاښ ماتوونکی ځواب ولیږه

ګران ورور ادولف هټلر ! ستا له وړاندیز څخه خبر شوم د هغه ورور لپاره باید څرګنده کړم چې زه په هیڅ رسم او نوم د افغانستان د تخت او تاج غوښتونکی نه یم خاصتآ که هغه تاج او تخت او افغانستان ته ستنیدل د یوه پردي هیواد په ذریعه وي که څه هم د هغه هیواد له خوا اعاده شي چې هم نژاده او ورور هیواد وي او چې هغه ستنیدنه هم د هغه پردي هیواد په سیاسي غوښتنې پورې مشروط وي زه هیڅ وخت نه حاضریږم چې د باچاهۍ د تخت او تاج اخیستلو لپاره د افغان ملت غرور او حیثیت پایمال کړم هیله ده چې زما معذرت ومنئ
امان الله

 

د هیوادپال او ملت پال ارمانجن غازي ارواح دې ښاده او یاد دې یې تل پاتې وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply