راپور: المان غواړي هغه افغانان هم وباسي چې جرمي مخینه نه لري

4

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د جرمني «تاز» ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په پام کې لري، په نږدې راتلونکي کې د جرمي مخینې لرونکو افغانانو ترڅنګ هغه افغانان هم بېرته افغانستان ته ولېږي چې نه جرمي مخینه لري او نه هم امنیتي ګواښ بلل کېږي.

د هغه راپور له مخې چې د جرمني د بېلابېلو ایالتونو د کډوالو چارو شوراګانو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، دا مهال لږ تر لږه پنځه افغان وګړي چې نه د جرم په تړاو محکوم شوي او نه هم د امنیتي ادارو له لوري خطرناک کسان بلل شوي، د ایستلو په ځانګړو توقیف‌خونو کې ساتل کېږي.

د «تاز» د راپور له مخې، له دغو کسانو څلور یې د بایرن ایالت او یو بل یې د هِسن ایالت په توقیف‌خونو کې دي. همدارنګه، یو بل افغان وګړی چې د نیدرزاکسن ایالت په توقیف کې و، د سې‌شنبې په ورځ وروسته له هغه خوشې شو چې څرګنده شوه د جرمني د کډوالۍ او پناه‌غوښتنې فدرالي ادارې (BAMF)  د یوې اداري پرېکړې په ابلاغ کې تېروتنه کړې وه.

راپور کې راغلي چې جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د څو کلونو لپاره افغانستان ته د افغان وګړو د ایستلو بهیر درولی و، خو د ۲۰۲۴ کال له مني راهیسې یې دغه بهیر بېرته پیل کړی دی. هغه مهال ایستلو کې یوازې هغه کسان شامل وو چې جرمي محکومیت یې درلود یا امنیتي ګواښ ګڼل کېدل.

سرچینه زیاتوي چې د جرمني اوسني حکومت په خپل ایتلافي تړون کې هم د دې تګلارې د پراخولو او د هغو افغانانو د ایستلو یادونه کړې چې جرمي مخینه نه لري او اوس داسې ښکاري چې د دغه پلان د عملي کېدو چمتووالی روان دی.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې چې د جرمني کورنیو چارو وزارت تر اوسه د ایستلو په تمه د کسانو د شمېر او په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د همغږۍ د څرنګوالي په اړه جزییات نه دي خپاره کړي او د پارلمان د استازو د پوښتنو په ځواب کې یې د «دولت د ګټو» له امله د معلوماتو یوه برخه محرمه اعلان کړې ده.

د راپور له مخې، د روان میلادي کال له پیله راهیسې ۱۰ افغان وګړي په انفرادي ډول او ۷۷ نور د چارټر الوتنو له لارې افغانستان ته ایستل شوي دي. همدارنګه، وروستۍ چارټر الوتنه چې د جون میاشتې په نیمایي کې ترسره شوه، د جرمني د فدرالي پولیسو د ۹۲ غړو په ګډون او د څه باندې ۳۵۰ زره یورو په لګښت ترسره شوې ده.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.