د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه په څلورو پړاوونو کې پیلېږي

34

د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه په څلورو پړاوونو کې پیلېږي؛ شاوخوا ۱۲۰ زره ګډونوال

د طالبانو تر ادارې لاندې د ازموینو کمېټې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې بهیر به د ثور میاشتې په ۲۱مه پیل شي او په ټول هېواد کې به په څلورو پړاوونو کې ترسره شي.
د دې کمېټې په وینا، سږ کال نږدې ۱۲۰ زره تنه په دې ازموینه کې ګډون کوي. د وړاندې شوو شمېرو له مخې، له ۱۱۰ زرو څخه زیات کسان به لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته جذب شي؛ له دې ډلې څخه ۵۹ زره او ۴۶۰ تنه د عمومي ازموینې له لارې او ۲۴۰۰ د دیني مدرسو فارغان د لوړو زده کړو پروګرامونو ته شاملېږي.
دا ازموینه به په څلورو پړاوونو کې ترسره شي: لومړی پړاو د ثور په ۲۱مه په ۱۵ ولایتونو کې، دوهم پړاو د ثور په ۲۸مه په ۱۸ ولایتونو کې، درېیم پړاو د جوزا په ۱۲مه په کابل کې، او څلورم پړاو چې پکې متفرقه، له هېواده بهر داوطلبان او د شپې پروګرامونه شامل دي، د جوزا په ۲۲مه ترسره کېږي.
د ازموینو کمېټې په وینا، لومړی پړاو به په میدان وردګ، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، بادغیس، ارزګان، غور او بدخشان ولایتونو کې ترسره شي. دوهم پړاو به هم په پنجشېر، لغمان، بلخ، کندز، جوزجان، تخار، سمنګان، نورستان، بامیان، خوست، زابل، پکتیا، کندهار، هلمند، ننګرهار، فراه او نیمروز ولایتونو کې ترسره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.