سر شمیرنه

روښان خادم

52

ګراطنوالو، سر شمیرنه خپل یو ډیر لرغونې تاریخ لري، کوم چې د دې اهمیت روښانه کوي

د نړۍ په تاریخ کې یو له لومړنیو سیستماتیک سرشمېرنو څخه په لرغوني ایران کې د هخامنشي دورې په لومړیو کې ترسره شوې وې، چې د دار روش لوی واکمنۍ پورې ئې دوام درلود.

 دا سرشمېرنه، چې موخه یې د مالي پلان جوړونې، پوځي سازومان او مالیې راټولول وو ؟ ، د دریو براعظمونو آسیا، افریقا او اروپا سیمې یې پوښلې وې.

 پدې کې د نفوسو شمیر، د ښارونو او ولایتونو شتمني د کرنیزو ځمکو دقیقې ارزونې، د هرې سیمې سرچینې، او نور هغه عوامل شامل وو چې کوم د تل لپاره د دولت د مالي چارو ، حکومتدارۍ او د پوځي عملیاتو لپاره د پلان جوړونې لپاره مهم وي

د مصر لومړنۍ سرشمېرنه د غواګانو شمېرنه وه، چې د مالیې ورکولو لپاره یې خلک نه بلکې څاروي شمېرل کېدل.

 د زوړ سلطنت په لومړیو کې دا شمیرنه به هر دوه کاله پس کېده؛ د وخت په تیریدو سره یې فریکونسي زیاته شوه. په مصر کې د انسانانو سرشمېرنه لومړی ځل د منځني سلطنت په وروستیو کې راڅرګنده شوې وه او په نوي سلطنت کې ئې پراختیا  موندلې وه.

 هیروډوټس لیکلي چې د نوي سلطنت لومړی پاچا، احموس، له هرمصري څخه وغوښتل چې هر کال اعلان وکړي، چې له کوم ځای څخه یې خپل ژوند پیل کړې وو ، د بطلیموس او رومیانو په وخت کې په مصر کې د حکومتي چارواکو لخوا څو سرشمېرنې ترسره شوې وې

په لرغوني یونان کې هم سر شمیرنې تر سره شوې وې،

په لرغوني اسرائیل کې د انجیل په روایت کې څو ځله د سرشمېرنې یادونه شوې ده. چې خدای امر کوي چې د سرشمېرنې  سره د خیمو د ساتنې لپاره دې سړي سر مالیه ورکړل شي.

دویمه سرشمېرنه هغه وخت وشوه کله چې اسراییلیان د “موآب په میدانونو” کې خیمې وهلې وې.

 باچا داود علیه السلام یوه سرشمېرنه ترسره کړې وه، بیا د هغه زوی، باچا سلیمان علیه السلام  ، په اسراییلو کې ټول بهرنيان وشمېرل

د نړۍ یو له لومړنیو ساتل شویو سرشمېرنو څخه  په چین کې د هان کورنۍ په دوره کې په دوهم میلادي کال کې سرشمیرنه ترسره شوې وه، او اوس هم د پوهانو لخوا خورا دقیق ګڼل کیږي.

مګر پدې موقع یوازې د مالیې وړ کورنۍ په پام کې نیول شوې وې، چې عاید او د هغو سرتیرو شمیر په ګوته کول ووچې متحرک کیدی شو. په چین کې بله سرشمېرنه په ۱۴۴ میلادي کال کې ترسره شوې وه

داسې انګیرل کیږي چې په هند کې ترټولو پخوانۍ ثبت شوې سرشمېرنه شاوخوا ۳۳۰ کاله قبل مسیح دمخه د امپراتور چندرګوپت موریا د واکمنۍ پرمهال د چانکیا او اشوکا په مشرۍ کې ترسره شوې وه

او د هغې نه ورسته ، په روم او بیا  په نورو یورپی هیوادونو کې په مختلف وختونو کې سر شمیرنې تر سره شوې وې،

هالنډ د اداري معلوماتو په کارولو سره د سرشمیرنې په غوره کولو کې خورا پرمختللی هیواد دی.

سرشمېرنه اکثرا د ټول نفوس شمیرل غواړي. دا یوازینۍ لاره ده چې ډاډ ترلاسه شي چې هرڅوک په دې سر شمیرنه کې شامل شوي دي،

 په هرصورت، سرشمیرنه د هیواد د افرادو د ځانګړتیاوو په اړه د معلوماتو راټولولو لپاره هم کارول کیږي ، نه یوازې د نفوس اندازه ارزولو لپاره

افراد معمولا په کورنیو کې شمیرل کیږي، او معلومات معمولا د کورنۍ جوړښت او کور په اړه راټولیږي. له همدې لا امله، نړیوال اسناد نفوس او کور سرشمیرنې ته اشاره کوي.

 په نورمال ډول د سرشمیرنې ځواب د یوې کورنۍ لخوا ورکول کیږي، چې هلته د میشتو اشخاصو توضیحات په ګوته کوي.

سر شمیرنې عمومن په لسو کلنو کې یو ځل کیږي ،  په امریکه کې اخرنې سر شمیرنه په کال ۲۰۲۰ کې شوې وه ، په دې سر شمیرنې کې دا ښودلي شوي ،چې څومره پکې سپین دي ،   څومره سپینشان دي ، څومره پکې مسلمانان ، څومره پکې یهودیان ، څومره پکې هندوان ، څومره پکې افریقائې څومره پکې  تور پوستکي او داسې نور، خو دا ټول امریکنیان دي. او ټولو ته د امریکه د قانون د لاندې په یوه سترګه کتلې شي

اوس به راشو افغانستان ته ، په افغانستان کې مخکې د سر شمیرنې رواج نه وو، په ځني ښارونو کې به ځان ځان له سر شمیرنه کیدله. لکه د ۱۸۷۶ کال د سرشمېرنې له مخې، کابل ۱۴۰،۷۰۰ نفوس درلودل.  په کال ۱۸۹۱ کې په کندهار کې د نفوسو سرشمېرنه ترسره شوې وه، چې له مخې یې په ښار کې ۳۱،۵۱۴ کسان اوسېدل، چې له دې ډلې ۱۶،۰۶۴ نارینه او ۱۵،۴۵۰ ښځې وې

د افغانستان لومړې ملي سرشمېرنه تر ستمبر کال ۱۹۷۹ پورې ترسره شوې نه وه. خو چې کله په کال ۱۹۷۹ کې په افغانستان کې سر شمیرنه اوشوه ، نو    په دې کې نفوس ۱۳،۰۵۱،۳۵۸ ښودل شوي وو.

 له دې مخکې افغانستان د نړۍ د هغو څو هېوادونو په ډله کې وو چې هیڅکله یې داسې سروې نه وه کړې، او په پایله کې افغانستان له ټولو هغو ټولنیزو اقتصادي غیر یقینې صورت حال سره مخ شوې وو. چې هم دا ډول ستونزې  د سر شمیرنې د نشتوالي په وجه مینځ ته راځي

خو که مونږ د افغانستان تاریخ ته په ژورنظر اوګورو، نو د احمد شاه بابا  د دولت ،  د خلقیانو د دولت، د طالبانو د اولني دولت او د طالبانود اوسنی دولت نه پرته به په ارګ کې یو پښتون باچا ناست وو، خو د افغانستان بیوروکریسي په بشپړ ډول د تاجکانو په لاس کې وه ، او باچا به د خپلې باچائې نه مزې اغشتې. او د دولت ټول واک اختیار به هم د دهغه غیر پښتنو په ځانګړې توګه د تاجکانو په لاس کې وو. او ډیرو باچایانو له به لکه د ظاهر شاه او امان الله خان پښتوهم نه ورتله ،او په دري ژبه بې خبرې کولې،

او دې غیر پښتنو به د تل لپاره دا هڅې کولې، چې د پښتنو شمیر په افغانستان کې را کم کړي،

 نو چې کله په اول ځل په کال ۱۹۷۹کې  په افغانستان کې اولنې سر شمیرنه وه ، نو په هغه وخت کې شاوخوا ۹۵ سلنه اولس بیسواده وو، نو دې غیر پښتنو بیوروکریټانو به په افغانستان کې د پښتنو علاقو ته خپل کسان لیږل ، او د هغوي سره به فورمې وې، نو هغه فورمې به ئې خلکو ته اوښودلې چې مونږ ستاسو د کورنې غړي شمارو چې دولت  به درسره بیا کمکونه کوي ، خو دې فورمو کې به دوي د قومیت ځائ خالي پریښودې وو،

 هغه پښتانه بېچاره ګان خو به بې سیواده وو، او هغوي به په دې فورمونو باندې ګوتې اولګولې ، خو کله چې به دا کسان واپس راغلل ، نو د قومیت چې به کوم ځائې خالي وو، نو هغلته ته به ئې تاجک اولیکلو. چې د تاجکانو او داسې نورو غیر پښتنو شمیر په افغانستان کې د پښتنو نه زیات شي. او د دوي د دولت په اصلی ډاکومنټ تزکره کې به تاجک اولیکلې شو

  یو څو میاشتې اګاهو زما سره د ایران نه یو کس همایون په ټیلیفون خبرې کولې،  چې نن سبا په کاناډا کې دې، چې مشره زمونږ کلې لس زره نفوس لري ، او زمونږ سره په خواه کې بل کلې دې، چې هغه څلور زره نفوس لري ، او مونږ دا دواړه کلي ټول یوسفزي پښتانه یو، خو په تزکره کې زمونږ قومیت تاجک لیکلې شوې دې

په محکوم افغانستان کې یو کس د پښتنو په قومیتونو پی ایچ ډي کړې ده ، نوهغه یوه ورځ په ټیلیویژن په مرکه کې وائي  چې زه د افغانستان د پښتنو په کلی کلی کې ګرځیدلې یم، هغلته د سره خلق سر شمیرنه پیژني هم نه ،

نو هغه وائي چې دا تحقیق ما په خپله کړې دې چې په افغانستان کې پښتانه د ۷۰ سلنې نه هم زیات دي.

 خو د بده مرغه  دې د تاجکو او نورو غیر پښتنو بیوروکریټانو په افغانستان کې د پښتنو شمیر ۴۲ سلنې ته راکوز کړې دې،

 او د ملل متحد او سی ایی اې په کاغزاتو کې په افغانستان کې د پښتنو شمیر هم دهغه ۴۲ سلنه ښودل شوې دې،

 نو دوي دنیا ته دا ښودلي دي ، چې افغانستان د پښتنو وطن نه دې، بلکه د ۵۸ سلنه د نورو قومونو وطن دې.

 نو ځکه یو څو ورځې مخکې د پاکستان د فوځ ویان احمد شریف چودهري په مطبوعاتي کانفرنس کې اووئیل ، چې په افغانستان کې خو پښتانه څلویښت سلنه دي ، او نور خو ټول غیر پښتانه دي، نو د هغه مطلب دا وو، چې ګني افغانستان د پښتنو وطن نه دې،

 او د کوزې پښتونخوا اولس وائي چې زمونږ د پلار نیکه وطن افغانستان دې،

بل د پاکستان چارواکي په ځانګړې توګه دا ځنې قام خرڅه پښتانه وائي ، چې په پاکستان کې پښتانه د افغانستان نه زیات دي ، نو د افغانستان هغه علآقې چې پښتانه پکې اوسږي، نو پکار ده چې هغه پښتانه او د هغوي علاقې دې هم د پاکستان سره شاملې شي ،

 نو زه دې د پاکستان چارواکو لنډه غرو ته وایم ، چې بیا خو د کشمیر دوه برخې د هندوستان سره دي او یوه برخه د پاکستان سره ده ، او هغلته کشمیریان د پاکستان په پرتله دوه چنده زیات دي ، نو بیا ولې د پاکستان محکوم کشمیر د هندوستان سره نه شامیلوې ، او وائې ، چې د هندوستان کشمیر دې د پاکستان سره یوځائ شي

 خو باید چې دا خبره د نظر نه اونه غورځول شي چې افغانستان په کال ۱۷۴۷ کې پښتنو جوړ کړې دې، دا نور قومونه زمونږ ملي وروڼه دي، او افغانستان زمونږ په شریکه وطن دې.

 خو دا نه چې د پښتنو شمیر په یو ډیر لوې سازش کم کړي ، او بیا دنیا ته دا وائي چې افغانستان د پښتنو وطن نه دې، افغانستان پښتنو جوړ کړې دې او هم دوي به ئې ساتي

نو دهغه وجه ده ، چې کله په ۱۵ د اګست کال ۲۰۲۱ کې طالبان په قدرت کې راغلل ، نو ما یوه اوږده ویډیو کړې وه ، چې اوس هم زما په پښتون ټی وی چینل باندې پرته ده ، چې په هغې کې ما  د طالبانو مشرتابه ته خواست کړې وو، چې څومره زر درنه کیدې شي ، نو په افغانستان کې سر شمیرنه اوکړې، چې حقیقت خلقو ته ښکاره شي

په حقیقت کې، سرشمېرنه د یو هیواد د پرمختګ لپاره د ټولو نه اهم  کار دې ، چې هر کله د یو هیواد چارواکو ته دا پته نه وي چې زما په وطن کې څومره نفوس شتون لري ، څومره پکې ښځې ، سړي ، ماشومان هلکان ، ماشومانې جنکې ، ځوانان او څومره پکې مشران دي  نو هغه دولت به د دوی د زده کړې، روغتیا، امنیت، خوړو او کارموندنې لپاره څه وکړي؟

خو چې هر کله سر شمیرنه اوشي ، نو ټول اولس به په کمپیوټر کې په ډیټا بیس کې راشي ، نو چې څوک مړه کیږي ، او نور ماشومان پیدا کیږي ، نو د دې هرڅه پته به دولت ته لږي . بل داچې د سر شمیرنې په وجه به د هر چا د ایډرس پته لګیدلې وي ، نو که یو داسې کس د بل ځائې نه راشي ، نو دولت به د هغه نه خبریږي چې دا څوک دې او د څه لپاره راغلې دې، او داسې به د هغو کسانو مخ نیوه هم کیدې شي ، چې څوک چرته جنایتکارې کوي

له کال ۱۹۷۹ څخه تر د کال ۱۹۸۳ پورې، شاوخوا ۵ میلیونه خلک له هېواده ووتل ترڅو ګاونډي شمال لویدیځ پاکستان محکوم افغانستان او ختیځ ایران ته پناه یوسي.

 د افغانستان حکومت په ۱۹۸۳ کال کې د ۱۵.۹۶ ملیونو نفوس راپور ورکړو، چې احتمالاً کډوال پکې هم شامله وو   

داسې انګیرل کیږي چې شاوخوا  ۲ ، دوه نیم ملیونه پورې افغانان ممکن د ۱۹۷۹-۲۰۰۱ کلونو پورې په مختلفو جګړو کې وژل شوي دي. خو دا ارقام د پوښتنې وړ دي او هیڅکله د دې تصدیق کولو لپاره هیڅ هڅه نه ده شوې

څرنګه چې د ۱۹۷۹ کال وروسته هیڅ سرشمېرنه نه ده شوې او ممکن په ملیونونو خلک له هېواده وتلي وي، نو د افغانستان اوسنی نفوس یوازې اټکل کیدی شي

د افغانستان د مرکزي احصایې ادارې  په ۲۰۱۱ کال کې وویل چې د افغانستان دننه د میشتو افغانانو ټول شمیر شاوخوا ۲۶ میلیونه دې  او تر ۲۰۱۷ کال پورې دا شمیر ۲۹.۲ میلیونو ته ورسید. له دې څخه ۱۵ میلیونه نارینه او ۱۴.۲ میلیونه ښځینه دي

د ۲۰۲۱ کال پورې، د افغانستان ټول نفوس شاوخوا ۳۷.۵ میلیونه اټکل کیدل،  چې په کې ۳ میلیونه هغه افغانان هم شامل دي چې په پاکستان او ایران دواړو کې ژوند کوي.

  د نفوس شاوخوا ۲۶٪ ښاري دي او پاتې ۷۴٪ په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي.  خو زه بیا دا خبره تکرارووم ، چې دا ټول هڅې اټکلونه دي ، ترڅو چې سر شمیرنه نه وي شوې ، نو دا ډول د نفوسو شمرنه صحیح نه ده ،

اوس به دې له راشو ، چې د سر شمیرنې ګټې کومې کومې دي

 اولنې ګټه ،  د سرشمېرنې پرته، حکومت په ساده ډول نشي کولی چې په هیواد کې د اوسیدونکو خلکو ټول شمیر وپیژني. سرشمېرنه نه یوازې حکومت ته اجازه ورکوي چې د هیواد ټول نفوس وپیژني بلکه دا هم پوه شي چې ایا هیواد ډیر نفوس لري یا کم نفوس. دا معلومات حکومت سره مرسته کوي چې هیواد په مؤثره توګه اداره کړي

دویمه ګټه : د نفوسو سرشمېرنه ډېره مهمه ده ځکه چې دا د یو هیواد سره د پلان جوړونې په هڅو کې مرسته کوي.

هیوادونه ډیری وخت د هیواد دننه د اقتصادي پرمختګ د کچې د لوړولو په هڅه کې د مرکزي پلان جوړونه پیل کوي. چې دا ترلاسه کول ستونزمن یا تقریبا ناممکن کیدی شي که چرته د هیواد چارواکي د هیواد په اړه اړوند شیان لکه د هیواد د نفوس اندازه، جوړښت او ویش نه خبر نه وي. د دې پوهې درلودل د یو هیواد سره د پلان جوړونې په هڅو کې د مرستې لپاره خورا مهم دي

دریمه ګټه :  سرشمېرنه د یو هیواد د نفوس د کنټرول لپاره کارول کیدی شي. په هغه صورت کې چې نفوس په یو هیواد کې په چټکۍ سره وده کوي، سرشمېرنه د نفوس د ودې د کنټرول لپاره کارول کیدی شي. د سرشمېرنې په جریان کې، په څرګنده توګه چارواکي پوهیږي چې نفوس زیات شوي دي که نه.

 که دوی ومومي چې نفوس په ډراماتیک ډول زیات شوي دي چې دا د هیواد په سرچینو فشار راوړي،  نو دوي کولی شي چې د نفوس د ودې د کنټرول پریکړه وکړي ، او اولس دې ته په مختلفو طریقو اړ کړي   چې د ډیرو ماشومانو د زیږون نه کولو له لارې د خپلې کورنۍ اندازه کمه کړي، لکه د کورنۍ پلان جوړونې زده کړې ګړندۍ کړي،  او داسې نور.

 له بلې خوا، کله چې د سرشمېرنې وروستۍ ارقام ښیي چې د هیواد نفوس دومره کمیږي چې دا د هیواد پرمختګ ته زیان رسوي، نو بیا حکومت کولی شي چې د نفوس د زیاتولو لپاره کمپاینونه پیل کړي لکه خلکو ته د واده امتیاز ورکول، ښځه خاوند د ډیرو ماشومانو زیږون ته هڅول، د بهرنیانو لپاره هیواد ته ننوتل اسانه کول، او داسې نور. دا شیان کولی شي چې د هیواد د نفوس په زیاتوالي کې مرسته وکړي

څلورمه ګټه : د نفوسو سرشمېرنه په هیواد کې د بهرنیو پانګوالو په راوستلو کې مرسته کوي. ټوله نړې په دې پوهیږي چې هیڅ هیواد د بهرنیو پانګوالو پرته پرمختګ نشي کولی. همدا لامل دی چې د نړۍ ټول حکومتونه هڅه کوي چې بهرني پانګوال خپلو هیوادونو ته راجلب کړي. کله چې د نفوسو سرشمېرنه ترسره کیږي، نو په هغې کې د ټول نفوس اندازه، جوړښت او ویش څرګندیږي. دا معلومات د یو پانګه اچوونکي لپاره خورا مهم دي – چې ایا په هیواد کې پانګونه وکړي یا نه.

 د مثال په توګه، چرته چې یو هیواد ډیر لوی نفوس ولري او د نفوس ډیره سلنه یې په کارګره طبقه کې وي، نو ډیری بهرني پانګه اچوونکي به په داسې هیواد کې پانګونې ته لیوالتیا ولري

پنځمه ګټه : د سرشمېرنې له امله، د هېوادونو ترمنځ د ژوند د معیارونو پرتله کول ممکن او اسانه وي. په یو هېواد کې د ژوند معیار معمولا د
سړي سر عاید پر بنسټ کتل کیږي. او د سړي سر عاید هغه وخت ترلاسه کیږي کله چې تاسو ټول ملي عاید د یو هېواد د ټول نفوس سره وویشئ. د دې محاسبې پایله د سړي سر عاید دي.

د سرشمېرنې پرته، دا به ناممکنه وي چې د سړي سر عاید ترلاسه کړئ او وروسته یې د هېوادونو ترمنځ د ژوند د معیارونو پرتله کولو لپاره وکاروئ

شپږمه ګټه : څرنګه چې سرشمېرنه د یو هیواد دننه د اوسیدونکو خلکو ټول شمیر ښیي، نو دا د نړیوالو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو سازمان  ملل متحد  سره مرسته کوي چې د هر غړي هیواد ځواک وپیژني.

 همدارنګه، دا د دې نړیوالو سازمانونو سره مرسته کوي چې معلومه کړي چې هر غړی هیواد دوی ته څومره ونډه ورکوي.

 دا د یادونې وړده چې هر هیواد چې د نړیوال سازمان غړې دې سازمان سره څومره مرسته کوي؟ نو دا د د هیواد د ټول نفوس پراساس دي. په داسې حال کې چې  د سرشمېرنې پرته، دا شیان به ستونزمن یا ناممکن وي

اوومه ګټه : سرشمېرنه یو هیواد ته اجازه ورکوي چې د خپل نفوس جغرافیایي ویش وپیژني. د یو هیواد د نفوس جغرافیایي ویش دې ته اشاره کوي چې نفوس په ټول هیواد کې څنګه خپریږي. د یو هیواد په جغرافیایي ویش پوهیدل د ډیرو دلایلو لپاره مهم دي. د مثال په توګه، د دې پوهیدل حکومت سره مرسته کوي چې هیواد په سیمو، ایالتونو، محلي حکومتي سیمو، او ټاکنیزو ولسوالیو کې د اداري او سیاسي موخو لپاره وویشي

اتمه ګټه :  په نړۍ کې یو اوسط هیواد خپل عاید او سرچینې د خپل نفوس د جغرافیایي ویش پراساس تخصیص کوي. په څرګنده توګه هغه ځایونه چې ګڼ نفوس لري ، زیاتې سر چینې تر لاسه کړي، په داسې حال کې هغه سیمې چې کومې کم نفوس لري کمې سر چینې تر لاسه کړي

نهمه ګټه :  د نفوسو سرشمېرنه له حکومت سره مرسته کوي چې د مستقیم مالیې څخه خپل متوقع عاید اټکل کړي

لسمه ګټه :  د نفوسو سرشمېرنه هم له یو هیواد سره مرسته کوي چې د پارلماني څوکیو د ویشلو پریکړه وکړي. په ډیری هیوادونو کې، د یو ایالت یا سیمې نفوس دا ټاکي چې هر یو په پارلمان کې څومره څوکۍ ولري

خو که په کوم هیواد کې سرشمیرنه نه وي، نو هغه هیواد له دې ټولو ګټو څخه محروم پاتې کیږي

نو ګرانو وطنوالو، مونږ په دې پائیله اورسیدو،  چې د سرشمیرنې په نشتوالي کې هیڅ اغیزمن ملي پرمختګ نشي کیدی. یو له هغو مهمو دلیلونو څخه چې ولې سرشمیرنه په منظم ډول ترسره کیږي دا ده چې دا د ملي پراختیا په اغیزمن پلان جوړولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

کله چې د نفوس سرشمیرنه ترسره کیږي، نوحکومت د هیواد د نفوس د اندازې او د نفوسو د ویش په اړه دقیق معلومات ترلاسه کوي. په داسې مهمو معلوماتو پوهیدل خورا مهم دي.

 کله چې د ټولنیز-اقتصادي پالیسیو پلان کولو او پلي کولو خبره راځي نو سر شمیرنه په هر هیواد کې د پراختیا په پروسه کې مرسته کوي.

 که څه هم سرشمیرنه ترسره کول خورا ګران کیدی شي، خو دا د نړۍ په هیوادونو کې  پرته له دې چې دا په منظم ډول ترسره کړي بله لاره نلري. په ډیری هیوادونو کې، سرشمیرنه په هرو لسو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي

په اخر کې زه نن یو ځل بیا د افغانستان د اوسني دولت چارواکو ته خواست کووم ، چې څومره زر درنه کیدې شي ، نو په افغانستان کې سر شمیرنه اوکړې، چې دا د افغانستان په پر مخ تګ کې خپل پیاوړې رول اولوبوي

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.