نړۍ د انارشیزم او زورواکۍ په لور/ (دریمه برخه)

شاه ولی ارین

60

امریکا له ډېر پخوا راهیسې پر ونزویلا یو شمېر بندیزونه لګولی وو، چې د نړۍ د حقوقپوهان په نظر اقتصادي بندیزونه چې خلک لوږې ته رسوي، د جمعي سزا بڼه لري، د حکمتونو د بدلولو هڅه د ملي حاکمیت ښکاره نقض دي، امریکا ځان د نړیوال نظم ساتونکی بولي خو په عمل کې یې میلیونونه انسانان قرباني کړي دي.

د حریص ترامپ له پاره دغو ناروا بندیزونو هم کفایت ونه کړو، دا دې دا ځل یې د نړیوال ټولو قوانینو اوموزینو پرته د امریکې د متحده ایلاتو پوځونو د لاتېنې امریکا د یو مستقل هېواد ونزویلا خاورې ته ننوتل او د هغه هېواد د ولس په رایو منتخب ولسمشر نیکلاس مادورو او د هغه میرمن چې د تاوتریخوالي نښې یې پر مخ له ورایه ښکاریدې  ونیول د نړیوالو ټولو اصولو خلاف یې ولسمشر لاس تړلی د محاکمې له پاره امریکا ته یوړل.

د شرم او تعجب خبره خو داده چې ترامپ په ډېره سپین سترګۍ په افتخار سره وایې:

«هغه څه چې امریکا وکړل، یانې د یو هېواد جمهور رئیس یې د هغه د مېرمن سره د نظامي حملې په نتیجه کې ونیول او امریکا ته یې وسپارل بل هیڅ هېواد داسې کار نه شي کولای».

مګر د حیرانتیا خبره خوداده چې د امریکا دغه بربنډ تجاوز چې خپله د امریکا د فددرال قانون او نړیوالو موازین نه سرغړونه ده، ولی ملګري ملتونه او اروپایې شورا  چوپ پاتې دي، چې  په واقیعیت کې دا د ملګروملتونو او اروپایې شورا بې وسي او بې کفایتي بربنډوي او داسې خپلسرۍ نړۍ د انارشیزم او زورواکۍ لورته هڅوي، چې دغه عمل  به د نړېوال سياست له پاره تاریخي او رسمي شرم وي.

ترمپ پر وینزویلا د سختو بندیزونو لګولو تر څنګ غوښتل د مادورو د حکومت د مخالف مشر(خوان ګوایدو) ملاتړ وکړ او د( ۲۰۱۹ ) کال د کودتا هڅې یې وکړي، د دغه هېواد د تیلو د کنترول غوښتنه یې درلوده، مګر وینزویلا پرخپل سیاسي خپلواکۍ، د امریکا د بندیزونو او د بهرنیو لاسوهنو د پای غوښتنه چې د دوي مشروع حقونه وو ټینګار کاوه.

حقیقت خو دا دي، چې ونزویلا ۳، ۳میلیارده بوشکې د نفتو زېرمې لري چې په ټوله نړۍ کې د تیلو د تولید کونکو هېوادو په لومړي قطار کې حسابیږي چې یو لامل همدا دی چې ترمپ یې لیوني کړی دی.

څرنګه چې امریکا ځان د نړیوال نظم ساتونکی بولي، خو په عمل کې یې میلیونونه انسانان د خپل استعماري سیاست قرباني کړی دي، لیدل کېږی چې په اوسنۍ نړۍ کې قانون یوازې پر کمزورو ولسونو او هېوادونو تطبیق کېږي.

د فارت چین د یوه فهرست له مخې د امریکا د استعماري سیاست په نتیجه کې د هغه شمېرهېوادو پرته چې د مقالې په دویمه برخه کې یې یادونه شوي، له (۱۹۵۸) کال نه تر (۱۹۹۸) کلونو پورې یې نور هم په دغو بیلا بیلو کلونو کې پر اندونیزیا،کوبا،کنګو،لاؤس، کمبودیا، ګرانادا، لبنان، ایران، پاناما، کویټ، سومالیا، بوسنیا او سودان حملې او بمونه غورزول دي، چې  دغو هېوادو ته یې مادي، معنوي او بشري زیانونه اړولي دي.

پرمختللې نړۍ او په سرکې امریکا د ۱۹۴۵ میلادی کال دوهمې نړیوالې جګړې وروسته له سل ځلو نه زیات له خپلو پولو بهر پر نورو هېوادو وردانګلی د جګړو له لارو یې لسګونه خپلواک هېوادونه نسکور کړي او پر ځای یې خپل غلام، ګوډاګي حکمتونه او کسان ځای پر ځای کړي دي.البته دغه بدلونونه نه یوازې د جګړو له لارو بلکې د بیلا بیلو طریقو له لارو، رنګه انقلابونو، د استخباراتي شبکو د فعالیتونو، د پردې تر شاه د حکمتونو ضد تبلیغاتو، نیابتي جګړو، هسي په نوم اسلامي جهاد لکه په افغانستان کې او نورو طریقو او وسایلو له لارو یې د خپلو، سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو موخو د تر لاسه کولو په خاطر تر سره کړي او دا دی اوس هم خپلو استعماري سیاستونو ته دا اوس هم دوام ورکوي.

د مثال په توګه د وینزویلا پر جمهور رئیس مادورو باندې تور او اتهام، امریکا ته د دوي له خوا د مخدره موادو او کوکاینو استول دي، حال داچې امریکا پر دغه بهانه غواړی د مادورو حاکمیت نسکور او پر ځای یې خپل مزدور او ګوډاګی حکومت ځای پر ځای کړي تر څو د دغه هېواد د نفتو او مخدره توکو کنترول تر لاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې مخدره مواد نن سبا د مودرن طبابت عمده او ګرانترین یا قیمترین عنصر او اړتیا جوړوی.مورفین او ډېرۍ نور نشه ای توکي د نړۍ اوسمهال څه کم ۹میلیاردو نفوسو ته په طبابت کې خورا زیات ارزښت لری چې د خپلو روغتیایی چارو د بساینې له پاره باید د نړۍ په کچه هغو هېوادونو کې چې د مخدره موادو کیفیت یې لوړ دی په قانوی توګه د ملل متحد په خاص ډول  WHO د مسقیم کنټرول لاندې په منظمه توګه تولید او د نړۍ هېوادونو ته د تصفیې او صحي چینلو ته د ځایي حکومتونو د جدي کنټرول لاندې تقسیم بندی شی. له دې سره به د مخدره موادو د غیرقانوني تولید او قاچاق مخه ونیول شي، تر څو د مخدره موادو د قاچاق وړونکو مخه هم ونیول شی او د نشه ای توکو معتادین به کم او بلأخره به په بشپړه توګه پرمخدره موادو معتادیت ختم شي، نو ځکه ترمپ د ونزویلا دغه دوه سرشاره اقتصادي منابعو ته په کتو سره له نړیوالو ټولو پرنسیبونو او موازینو پرته پر دغه هېواد حمله وکړه او په راتلونکی کې به ولیدل شي چې دغه عمل پر نړیوال نظم کومې اغیزې رامنخته کولای شي.

پر ونزویلا د امریکا د بې رحمانه تېري په غبرګون کې  په امریکا کې د دغه نا قانونه عمل پر ضد د خلکو او هم د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د اعتراضونو تر څنګ، کامالا هریس، د امریکا د متحده ایالاتو پخوانۍ مرستیاله ولسمشره او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ سیالې، ویلي دي چې:

«د ونزوئلا په اړه د ټرمپ اقدامات امریکا نه خوندي، نه پیاوړې کوي او نه هم ارزانه تمامېږي او د نیکولاس مادورو نیول غیرقانوني دي».

مېرمن هریس په ټولنیزه شبکه خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې:

« د وینزویلا د ولسمشرنیکولاس مادورو نیول او د ترمپ د ادارې له لوري امریکا ته د هغه د لیږد عمل یو غیر قانوني او غیر عاقلانه اقدام دی. نوموړې زیاته کړي چې د مادورو دیکتاتوري، بې رحمي او نامشروع واکمني دا حقیقت نه شي بدلولای».

هغې لیکلي:

«موږ دا فلم مخکې هم لیدلی دی. هغه جګړه چې د رژیم د بدلولو یا د تیلو له پاره پیل کېږي او د ځواک په نوم پلورل کېږي، خو په پایله کې ګ‌ډوډۍ ته اوړي او امریکایي کورنۍ یې بیه پرې کوي. نو ځکه د امریکا خلک دا نه غواړي او له دروغو اوریدو ستړي شوي دي».

همدا ډول پر ونزویلا د امریکا د بې رحمانه تېري په غبرګون کې د روسیې، چین، شمالي کوریا تر څنګ د اروپایې ټولنې ځینوغړو د امریکا دغه عمل د نړیوال نظم د پاشلو یو سترخطر ګڼلی دي. د فرانسې او جرمني مشرانو په سختو ټکو د ترامپ اوسنۍ پالیسي د نړیوال نظم د بې ثباتۍ او پاشلو لامل یاد کړي دي.

نور بیا

په ایران کې د حاکم نظام د پرزونې هڅې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.